مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-01-30   مخپرونکئ : عزیز احمدلمر

عصمت الله څاروان

benawa afghanistan
عبدالله احسان
ښاغلی عصمت الله څاروان د کندز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې زيږيدلی دی .دوي خپلې لومړنۍ زده کړي د کندز په ولايت کې کړي دي

ښاغلی عصمت الله څاروان د کندز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې زيږيدلی دی .

دوي خپلې لومړنۍ زده کړي د کندز په ولايت کې کړي دي ، دولسم ټولګی يې د کابل له غازي ليسې او د لسانس سند يې د پېښور له پوهنتونه ترلاسه کړی دی .

عصمت الله څاروان ډير کلونه په پېښور کې د هيواد په اوونيزه کې د مرستيال چلونکي دنده ترسره کړه ، ورپسې يې د ايران په تهران راديو کې کار کاوۀ . اوس د چيک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې له ازادۍ راديو سره په کار بوخت دی .

ښاغلي څاروان ډيرې ژباړې کړي او ګن شمير کتابونه يې چاپ شوي دي .

د دوی انګليسي پښتو جيبي ډکشنري چې په ١٩٩٠ کال کې په لومړي ځل چاپ شوې وه تر اوسه څو ځلې په بيا بيا چاپ شوې ده .

دغه راز ځينې کيسې او د انګريزي ژبلوست کتابونه يې په پېښور کې چاپ شوي دي . دوی د نژدې ١٠٠ زرو انګريزي پښتو پر ډکشنرۍ هم کار بشپړ کړی چې لا چاپ شوې نه ده .

ښاغلي څاروان يو ناول هم له انګريزي پښتو ته ژباړلی چې په لنډ وخت کې چاپيدونکی دی .

د دوی چاپ شوي کتابونه په دې ډول دي :

١ : انګليسي پښتو جيبي ډکشنري

٢ : نوی ميتود ، انګليسي ګرامر

٣ : انګليسي معلم

٤ :  د لقمان حکيم کيسې

٥ :د بهلول دانا کيسې

٦ : خطونه سرخطونه

٧ :  پښتو اينډ انګليش فريز بوک ( انګليسي ژبه نيويارک چاپ )

٨ : دري انګليسي فريز بوک ( انګليسي ژبه په نيويارک کې چاپ )

 

 

 

 

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery