مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-10-08   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

سيدسرور اماني

benawa afghanistan
خالد هادي حیدري

 

سيدسرور اماني  دسيد امان الله زوي په کال ١٣٥١ هجري لمريځ دکندهار ولايت په ٤ ناحيه کي زيږيدلي
 لومړني زدکړي دهرات ولايت د شنډنډ د هواي ډګردجمهوريت په ليسه کي منځني زدکړي دکابل   حزوقه هروي په  منځني ښونځي کي ترسره کړي او وروسته بيا په مرکزي تربيوي مخابراتوکي تر ١٤ صنف پوري دتليفون اومخابري  په ريشته کي زدکړي کړي
 دزدکړو ترڅنګ يي په بدني روزني کي هم د تيکواندو دلوبي تم� �ينونه ترسره کول چي دمجاهدينو دواکمني په راتولو سره د ايران هيواد ته مهاجرسوي او هلته يي د تيکواندو د� �وبي د تورکمربند په ترلاسه کولوسره د طالبانو په واکمنۍ کي بيرته هيوادته راستون سوي او دلته يي  دکندهارپه ولايت کي ددي لوبي کلپ پرانيستي او ددي لاري دکورني منشت کاوه او اوس هم ددي لوبي د فيدراسيون مسول دي
او دنوي دوري په راتولو سره د يوشمير غيري دولتي موسيسوپه بيلا بيلو پروژوکي  کارونه ترسره  کړچي په ٢٠٠٣ عسوي کال کي دافغان ازادي راډيوکي  د پروډيوسرپه توګه په دنده پيل وکړ چي تر دي مهاله يي دژورناليزم په بيلابيلو کورسونواو سمنارونوکي برخه اخستيده چي په هغوکي دبي بي سي ، I wpr ، cij  ، انترنيوز، او irin   دکورسونويادونه کولايسو
چي په لومړني کلونوکي په افغان ازاده راډيوکي د درو پرګرامونو مسوليت په غاړه درلودي چي بدني � �وزنه ،بيا رغونه او تاسي وپوښتي جوابي پرموږ شيکايتي پروګرام چي دا پروګرام په کال ٢٠٠٤ کي دهيواد په ٤٠ ازادو راډيوګانو کي دهغه فستيوال په ترڅکي چي دانترنيوز موسسي دلوري په لاره اچول سوي وه  لومړي مقام خپل کړي
په کال ٢٠٠٧ کي په کندهارکي دنوي پرانستل سوي تلويزيون دنشراتو دمسول په توګه په دنده  وګومارل سواو څه وخت چي دنوموړي تلويزيون خپروني د امتحاني  حالت څخه و عادي حالت ته ورسيدي بيا  په دهمدي کال کي دهيواد تلويزيون او افغان ازادي راډيو د خبري څانګي دمسول په توګه په دنده وګومارل سوچي يوساعته خبري سرويس يي چم توکاوه 
ااود٢٠٠٨ کال په فيبروري په مياشت کي د افغان ازادي راډيو دمسول په توګه په دنده پيل وکړاو اوس دنوموړي راډيو دنشراتو مسول دي .
سيدسرور اماني ددي ترڅنګ چي په ژورنالستيكي كارونو كي ښه لاس بري دي دډيرو ښو اخلاقو خاوند هم دي ، هغه په ټولنيزو مسايلو پوهيږي او خپل كارونه په ډير صداقت ترسره كوي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery