مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-04-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

محمد شفيق حقپال

benawa afghanistan
عبدالله احسان
ښاغلی محمد شفيق حقپال ( وردګ) دمحمد يونس زوى په لمريزهجري ١٣٤٤كې دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ دكريمدادودقريې دمارخانې په كلي كې زيږيدلى

 

ښاغلی محمد شفيق حقپال ( وردګ) دمحمد يونس زوى په لمريزهجري ١٣٤٤ كې دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ دكريمدادودقريې دمارخانې په كلي كې زيږيدلى .لومړنۍ اومنځنۍ زده كړي يې دكابل په سپين كلي ليسه كې نورى زده كړى يې دكابل د برېښنا د تخنيک په څانګه كې پاى ته رسولي دي .
دكابل په تخنيك ثانوي دپيښور په سيدجمال الدين اودميدان وردګو ولايت دخالد بن وليد په ليسو كي يې دفزيك اورياضياتو په څانګه كي ښوونه كړې، دغه راز دباختراطلاعاتي اژانس كي يي دسياسي مبصراوخبريال ،په راډيو افغانستان كي دنطاق ،دسولي اوجګړي نړيوال انستيتوت ، دملګروملتوپراختيايې ادارې ،دافغانستان سره دمرستودسمون ادارې اويوشميرنوروملي اونړيوالو څانګوكي يې دخبريالۍ اوليكوالۍ په برخه كي كاركړى په سل ګونه ليکني،خبرونه ، رپوټونه ،تبصرې اوشعرونه يې دهيواد په بيلابيلوورځپاڼو ،مجلو ،راډيواوتلويزيون او ويب پاڼو كې په پښتواودرى ژبو خپاره شوي . دهيلوغوټۍ په نامه لومړنۍ شعري ټولګه يي نوى خپره شوې  . دوه ټولنيز كتابونه يې ليكلي اودوه درسي كتابونه يې ژباړلي چې چاپ شوي نه دي .

دحقانيت جريده،مصباح اوونيزه،سيرت اوونيزه،ارادى ورځپاڼه،نامه زندگى جريده،داستقلال مجله،هيواد ورځپاڼه ،انيس ورځپاڼه،ارمان ورځپاڼه ،نونهالان مجله،قلم جريده...اونورې ګڼ شمېرچاپي خپرونې هغه خپرونې دي چې ده په كې دمسئول چلوونكي، دپاڼې چلووونكي ،اډيتراوقلمي همكار په توگه كار كړى .

دغه راز يي  ليكنې په يوشميرملي اونړيوالو ويب پاڼو كي هم خپرې شوې دي .

 چاپ شوي اثار :

 

دهيلو غوټۍ               شعري ټولګه

 

دشعر بېلګي :  

دمېړنـــــــــــو ټـــــــاټــــــــــــــــوبى

 

شـــاوخــــــــــــــــــوادحريفانو په بڼـــــو كي

سره اوسپــــين اوژيړګلان په اتڼــو كي

 

دتقـــدير په لاس شليـــــــــدلي زماګلان

دغم اوښـــــكي ځكه ښكاري په بڼوكي

 

ناپـــــوهۍ كړمه يوڅه سپيره سپيره زه

مـــــــــــــكړه مكړه سردچاره وه  كڼوكي

 

پروانه كړم كه پښــــــــــــيبله شوم غمازه

ګرځيدلى تل دننـــــــــــــــگ يم په پڼوكي

 

په همت گڼې زرغون به شي دابــــــــڼ بيا

شى رقيب به دحــــــــسرت په شتـــــڼوكي

 

غمجن زړه مي دهمدم په تــــــــــمه هيله

غورځى غورځى هميشه هــــيلو رڼوكي

 

د(حقپال) سترګي هيواد بچوته گوري

ځكه اوسي په مســــــــــــــكن دميړنو کي

 

 

 

 

 

 

         دپســــــــــــرلي وږمـــــــــــې

 

 

وږمودپسرلونه جوړې  جوړې ترانې شــــــــــــــــــوې
څپې دتازه هيلو په هر لور خورې ورې شـــــــــــــــوې


ګل پاڼې اوشبنم يې دګامونونه جــــــــــــــــــــار  وزي
هرځل چې دجانان مې په چمن كى ننــــــدارې شوې


كوڅه كى يى روانى جنـــــازى درقـــــــــــــــــــــــــــــــــيبانو
يارماسره پخلاشوترې چاودلې يې زارې شــــــــــوې


استازى دوصــــــــال اوس رانه غواړي زيري زيري
ماهرڅه يارنه ځاركړل اوس مې سختې ګزارې شوې


نقاش دطبيعت كړله وړيادا انځــــــــــــــــــــــــــــــورونه
ترې ډكې له حسنونواوخوندونوكنـــــــــــارې شـــوې


(حقــــــــــــــــــــــپاله) نذرانه كړه په بدل كي روح اوځان
ادايې كله كله دنعــــــــــــــــــــــــــــــــــــــمت ديوزرې شوې

 

 

 

دوطن مينه

وطنـــــــــــــــــــــــــه مينه كي ستا پايم ترابده

غورځــــــــــــــنګونه ستاله مينى تل په وده

 

جاردې له دښتو جګوغـــرواوسردروشم

جاردې له لــــــــــــوړى له ژورى جذرومده

 

كه ددنيا زرو لعـــــــــلونه الماس ټول شى

هغه ټوټه ديوه كاڼي ستـــــــــــــاترې ښه ده

 

ډيرئ ډيرئ غنــــــــچې ګلان دچالــه لاسه

برابر كله يواغزىْ داستـــــــــــــــــــــــاله يده

 

قبول داستاسپيره ډاګونه په ليــــمودي

دزړه په تل كى ددنيا مينه مـــــــــــــــې رده

 

وي مړاوې مړاوې احساسونه چې ته نه وې

شوراوځوږمې شي له تاسره بېــــــــــــــــــــحده

 

راباند ي مه خاندئ دمورغيـــــږه خوږه وي

لكه ماشوم غوند ې مـــــــــــستي مې نده بده

 

سرداردننګ كه په نــــــــړۍ كې پيژندی شي

هروړماشوم يى غيرتي دى تراســــــــــــــــــــــده

 

ډيرننگ اوپت پكې لوبيږى دايې ځاى دى

پاكه لمنه ستاپه هرلـــــــــــــــــــــورچې خوره ده

 

ارمان دژوند مي دى ټاكلى هغـــــــــــــه دادى

اوسم چى ستا په ښكلي غيږكى ترلـــــــــحده

 

تل په دعا دى (حقپــــــال) ستا سمون لپاره

نورتوفيقونه چى عطـــــــــــــــــــاشي  له احده

 

 

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery