مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-07-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نذیر احمد سهار

benawa afghanistan
خالدهادي حیدري

 

 

او هغه چې...........

د ژورناليست، ليکوال او شاعر درې واړې کليمې ورته کارولاى شو، خو دى خپله پر لومړنۍ هغه خوښيږي. عمر يې نه ډېر زيات دى او نه ډېر لږ، بس دمنځني عمرڅښتن دى. پر ٢٨ کلنۍ يې پښه ايېښې ده او کال به لا نه شي ، چې واده يې کړى دى.  په طبعيت خوښ، په مزاج پوست او په راشه در� �ه کې صميميت دده هغه ځانګړنې دي، چې ډېرى ملګري يې په ښه پرې يادوي. که چا له مخکې نه وي ليدلاى، ښايي يوڅه مغرور ورته وبرېښي، خو دا يې ظاهري بڼه ده، ځکه په حقيقت کې له بېځايه غروره تېښته کوي او په عجز کې پايي.

پېژندګ� �وي:
نذيراحمد سهار ٢٨ کاله وړاندې د جګړن ميراحمد مسود په کور کې سترګې غړولې دي. د پښتنو له يوې سترې او غي� �تمنې ((مسود)) قبيلې سره تړاو لري، خو کله هم د قبيلويت په لومه کې نه دى نښتى او شعار يې د قوميت پر محور راڅرخي.
لومړنۍ زده کړې يې په وزيرستان کې کړې او منځنۍ زده کړې يې د پېښور په حضرت قيس بن سعد عالي ليسه کې تر دوولسم ټو� �ګي بشپړې کړې دي. پر١٣٧٧ کال يې د اسلامي پوهنتون طب پوهنځي ته لاره وکړه، خو دا، چې طبابت يې په طبع جوړ نه و، د پوهنتون له تړل کېدا سره يې يوځاى پرېښود. درې کاله يې په پېښور کې له سهار ورځپاڼې سره کار وکړ او د سرو زرو صندو� �ونه يې چاپ کړل، خو وروسته، چې په پېښور کې افغان پوهنتون جوړ شو، له طب نه يې ژورناليزم ته ځان واړاوه. لا يې يوکال پوره کړى نه و، چې افغان پوهنتون خوست ته ولېږدېد او ده د کابل پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي لاره ونيوه. پر ١٣٨٤ل کال د ليسانس په درجه په دوهمه نومره له پوهنتون نه فارغ شو او په عملي توګه يې د خبريالۍ لاره ونيوله.


يو ستړى مزل ، خو زلمى لاروى:
نذيراحمد سهار زموږ د زلميو ژورناليستانو په ډله کې هغه  څېره ده، چې په خپل کم عمر يې د پښتو خبريالۍ په تيوريکي برخه کې ډېرڅه کړي دي. دى لا د ژورناليزم ډګر محصل و، چې په دغه ډګر کې يې ځان په تيوريکي او عملي دواړو ډګرونو کې و ازمويه. له سهار ورځپاڼې رانيولې، تر کليد اونيزې، کليد راډيو، ويسا ورځپاڼې، لمر او طلوع ټلويزيون او اوس تر پژواک خبري اژانس پورې مسلکي مزل دده وړتياوې او  کاري تجربې � �اښيي. نذيراحمد سهار په خپل دغه مسلکي مزله کې خپل کار يوازې د مادي ګټو پر بنسټ نه دى کړى، بلکې تر ډېره يې م انيزه خوا نيولې او همدا لامل دى، چې د يوه ژمن خبريال په توګه يې خپل ځاى ساتلاى دى.
سهار د خبريالۍ په ډګر کې بېلابېل کتابونه ليکلي او ژباړلي دي. دلته يې يوازې د نومونو پر يادونه بسنه کوو:
 خبر څنګه وليکو؟ ( ليکل � �وى اثر)
 مرکه څنګه وکړو؟ ( ليکل شوى اثر)
 د رپوټ ليکنې ارونه  ( ليکل شوى اثر)
 نوې خبريالي ( ژباړل شوى اثر)
 سخت او نرم خبر( ژباړل شوى اثر)
 رسنيزه څيړنه ( ژباړل شوى اثر)
 اشتهار او بازار ( ما� �کيټنګ په عمل کې) ( ژباړل شوى اثر)
 سايبر خبريالي، يا همغه انلاين---- تر کار لاندې

له لونګو ځونډي نه دچينې ترغاړې....
نذيراحمد سهار پر ژورناليست سربېره د ليکوال او شاعر په توګه هم خپلې تجربې پخې کړې دي. د لونګو ځونډى د هغه لومړنى شاعرانه يون و، چې هغه يې د شعر او ادب له نړۍ سره وتاړه. که څه هم د لونګو ځونډي هغه وږمې ورنه کړاى شوې، د کومو، چې ده تمه درلوده، خو په ١٧ کلنۍ کې د هغسې شعر ويل او بيا د شعر او ادب پر لور تمايل د سهار � �پاره يو ستر برى و.
د(( لونګو ځونډي)) له پېره ، چې(( د چينې ترغاړې)) پورې  سهار کوم شعري مزل  کړى، هغه دده د ښې � �عري ګاندې زېرى راکوي. د سهار په شعرونو کې تر ډېره د هغه خپل خيال، خپل الفاظ او خپل ترکيبونه اوډل شوي او دا د يوه شاعر د برياليتوب تر ټولو ستر راز دى.
سهار پر شعر سربېره کيسه ليکوالي او طنز ليکوالي هم کړې ده او په دې برخه کې يې خپله طبع ازمويلې ده. (( هغه لېونۍ ده)) دده د لنډو کيسو لومړنۍ ټولګه ده، چې تر اوسه يې وروستۍ هغه هم ګڼل کيږي. د سهار په دغو کيسو کې ډېرې ښې او په تول پوره کيسې موندل کېداى شي، په ځانګړې توګه د (( کفرسنګ))، (( يو تصوير))، (( هغه لېونۍ ده)) او ... کيسې يې د پښتو ښو کيسو په کتار کې ګڼل کېداى شي.
نذيراحمد سهار له خبري او ژورنالستيک � �ګر پرته په نورو ډګرونو کې لاندې اثار ليکلي او ژباړلي دي:
• د لونګو ځونډى ( لومړنۍ شعري ټولګه)
• د چينې ترغاړې راشه (دوهمه شعري ټولګه)
• د مساپرو دې خداى مل شي ( د شاعرانو پېژندګلوي)
• هغه لېونۍ ده ( د لنډو کيسو ټولګه)
• نازنين ( ژباړل شوى ناول)
• شيطان په پرېوتو کې ( ژباړل شوى ناول)
• د سرو زرو صندوق ( په پنځو ټوکونو کې عامه معلومات)

نذيراحمد سهار پر دې سربېره، په ګڼو رسنيو کې پر بېلابېلو مسايلو ليکنې کړې دي. په بېنوا ، ټول افغان، اصلاح انلاين  او يو شمېر نورو وېبپاڼو  او خپرونو کې د افغانستان د اوسنيو حالاتو ، � �وانې وضعې او کړکېچ په اړه په خپل او بېلابېلو مستعارو نومونو دده مستندې ليکنې د يادو شويو رسنيو ټول لوستونکي پېژني او لولي.
نذيراحمد سهار دا مهال په کابل کې له پژواک خبري اژانس سره کار کوي. 

نذیر احمد سهار په خپل ورځني ژوند کي د خپلو ملګرو په منځ کي ځانګړئ ځای لري او دده خوږې یارانې او خندرویه ارواه د هر هغه چا په زړه کي ځای نیولی چي دده سره ئې  په ژوندکي یوځل لیدل کړي وي  ، دده سپیڅلتیا او پښتني مینه  دده دښکلي فطرت ښکا� �ندویي کوي . سهار چي څنګه ئې نوم سهار دي  داسي ډیرشپې شپې  ئې د بېنوا سره د هرډول کلتوري یرغل په وړاندي په ځی� �ک تدبیر او هڅاند قلم سهار کړي دي . اودبېنوا  سره  دسهاردغه اوږدې او دپام وړ همکارئ په لمړي ځل دئ دهمدې پاڼي د کال دغوره لیکوال  دغوراوي دکلني چاڼ په څلورکسیزه وتلو لیکوالو کي راوست  او دادئ د کال په پای کي دبېنوا پاڼي د کال دغوره لیکوال  په توګه دهمدې پاڼي لخوا تقدیر کړل شو . بېنوا انټرنیټ پاڼه  ئې دنورو بریالتوبو او اوږده ژوند غوښتونکې ده اوددې ویاړ  مبارکي ورته وائې .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery