مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-05-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

عبدالهادي ريشاء

benawa afghanistan
خالدهادي
عبدالهادي ریشاء د حاجي عبدالغني هوتک زوی ، په خپل پلرني ټاټوبي (دکندهارښار د دریمي ناحیې د(ملاګلداد) په کوڅه کي )په ۱۳۰۲-لمريز هجري کال دې نړۍ ته سترګي ړني کړي دي

 

عبدالهادي ریشاء د حاجي عبدالغني هوتک زوی ،  په خپل پلرني ټاټوبي (دکندهارښار د دریمي ناحیې د(ملاګلداد) په کوڅه کي ) په ۱۳۰۲-لمريز هجري کال دې نړۍ ته سترګي ړني کړي دي .

 

ښاغلی رشا صاحب وايي چي دالف-بې سېپاره مور ورته ویلې ده او پر لمانځه باندي یې هم درولئ دئ ؛ څه دېني کتابونه ماما او فارسي ورور ورته وويل ؛ بل ورور د خط او حساب دزدکړي دپاره پنسل او کتابچه پلاس کي ورکړه ، نور یې نو پخپله و خصوصي مطالعې ته ملا وتړل  . ژوند یې اکثره  دتجارت  په مختلفو برخو کي تېر سوی دئ . د ژوند په نورو برخوکي  له د زيات شمېر لکه د يات شمېر افغانانو غوندي ډیري سړې و تودې پر راغلي دي .

 

 دکندهار دښاروالۍ په انتخاباتو کي د دریمي ناحیې منتخب وکیل وټاکل سو، خو څنګه چي یې د ښاروال او نورو وکیلانو سره دخلګو د ګټو پر سر وخوړل  او هم یې دښاروالۍ چاري د ښاریانو په ګټه نه بللې ، نو له وکالت څخه مستعفي سو. د جبههء پدر وطن په مو‌سسه کنګره کي کندهاریانو وکابل ته ولېږئ، هورې ددې لوی مجلس په غړو کي شامل و.  په درو لویو جرګو کي یې دکندهار دخلګو دخوا استازيتوب کړئ دئ . همدارنګه یې دقبایلو په عالي جرګه کي دکندهار نمایندګي درلودل . دپارلمان په اولسي جرګه کي د کندهارد ښار دڅلورو ناحیو دخلګو له  طرفه  د رایو په اکثریت  وکیل وټاکل سو او په اولسي جرګه کي  د تجارت د کمیسیون غړی وټاکل سو .

 

په سنا کي یې دسنا د مجلس دمجلې د ژباړن په توګه هم دنده  ترسره کړه . دسولي د جبهې د مو سسې کنګرې په غړو کي  یې ګډون درلود ؛ ورپسې د سولي د جبهې دغړو له خوا د لمړي مرستيال په توګه وتاکل سو. په  ولسي جرګه (پارلمان) کي د ټولو مخالفو ګروپو او اتحادیو له طرفه  مشر او ریس  وټاکل  سو، دوی دا دمشرتوب دنده تر آخره وښاغلي  ریشاء ته سپارلې وه.

 

په ولسي جرګه کي به ریشاء تل په ټولنيزو مسایلو کي د ملت پله نیولې وه ، تل به یې د ملت د ګټوساتنه او دفاع کوله  . دحکومت اوحکومت پلوه وکیلانو په وړاندي ولاړ و،او هغه وخت يې ويناوي په پرله پسې توګه د وخت په مطبوعاتو کي خپرېدلې .

 

( ښاغلی ریشاء حزبي نه دئ،په هیڅ ګونداو تنظیم کي غړیتوب نلري،دحق اوعدالت ملګری دئ )

 ریشاء د تجارتي سفرونو په لړ کي و ایران، عراق، پاکستان، هنداو هانګ کانګ تللئ دئ او  د جبههء پدر وطن په یوه رسمي سفر تشکند ، بخارا ، سمرقند ،مسکو او  لیننګراډ ته هم تللئ دئ .

ښاغلی ریشاء د ۱۳۲۶ ل  راهیسي په شعر ویلو خوله او قلم پوري کړئ دئ . ښاغلی عبدالهادي ريشا

نوموړي دهغي لیونۍ میني له رویه ، چي  خپل د  هیواد، خلګو ، ژبي او فرهنګ سره  یې لري، هیڅکله ځان ندئ سپمولئ او تل يې هڅه کړېده چي ددې خپلو خلکو او ټولني ته خپله معنوي پانګه ډالۍ کړي .

ښاغلی ريشاء د څو تېرو کلونو راپه دې خوا د پاکستان دکراچي په ښار کښي هستوګن دی .

  

چــــــاپ ســـــوي  آثـــــار:

  

١_پټي کرږي)-  داشعارو لومړۍ مجموعه – ۱۳۷۳ل-کراچي

 

٢_بېوسي )-   د اشعارو دوهمه مجموعه – ۱۳۷۴ل – کراچي

 

٣_خواشینۍ) -  بېلابېل مطالب- ۱۳۷۷ل – کراچي

 

٤_ (خروښ  )  -    کوچني مطالب – ۱۳۷۹ل –کراچي

 

 ٥_په افغانستان کي پردي لاسونه)-سیاسي تحلیل (۵۰)جلده فوټوکاپي ـ ۱۹۹۷ز-کراچي

 

 ٦_کرښپل   )-    لنډ مطالب – ۱۳۷۹ل -  کراچي

 

٧_ (یاغي اندېښنې )- رباعیات -  ۱۳۸۰ ل  کراچي

 

٨_ ( بېړنۍ لوجرګه )-  ۱۳۸۰ل - کراچي

 

٩_ ( دکندهار ښار )-  ۱۳۸۱ل -  کراچي

 

١٠_ (افغانستان چا خراب کئ؟) -  ۱۳۸۲ل - صحاف نشراتي موسسه

 

١١_ ( دپښتو اصطلاحاتو یوه برخه)  - ۱۳۸۲ - کراچي

 

١٢_ ( ښځي او اقتصاد)- ۱۳۸۲ ل -کراچي

 

١٣_ ( کان طلا)- ۱۳۸۳ل- کراچي

 

١٤_ ( دپوښتنو جوابونه )-لمړۍ برخه- ۱۳۸۳ل- کراچي

 

١٥_ ( دپوښتنو جوابونه )- دوهمه برخه- ۱۳۸۳ل -  صحاف نشراتي موسسه

 

١٦_ ( دپوښتنو جوابونه )– دریمه برخه -  ۱۳۸۳ل - صحاف نشراتي موسسه

 

١٧_ ( د ارواښاد عبدالشکور رشاد په یاد )-  ۱۳۸۳ل – کراچي

 

١٨_ ( ګدړۍ )-  د خپرو سوو نوشتو څخه ګل ګل -  ۱۳۸۳ل -  کراچي

 

١٩_ ( سپیني خبري )– ۱۳۸۴ل کراچي

 

٢٠_ (بېلابېلي  متعددي مقالې او اشعار په جرایدو کي هم نشر سوي دي) 

 

 

نـــــــــــــاچــــــــــاپ  آثـــــــــار:

  

١_ (مړانه)  دیوې حادثې حقیقي جریان -

 

٢_ (متلونه) تقریباً( ۳۰۰) متلونه په یوه پنڅوس پاڼيزه کتابچه کي

 

٣_ ( بد شګون- بد فال) شوم او نحس خبري ، چي ښځي عقیده ورته لري . په یوه کتابچه کي د یوې کوچنوټي کتابخانې سره لادرکه سوه.

 

٤_  تر سلو ډېر شعرونه  

 

 

 

 

د ښاغلي ريشا د شعر بېلګه  :

 

دژوند او مرګ  ډاکټران

 

نه پوهــــېږم چي دا کم انسانیـــــــــــــــــــــت دئ

کمه پوه ده کــــم عقل څه حــــــــــــــــــــکمت دئ

 

و بشر لره راغلـــــئ څه غــــــــــــــــــــــــــــفلت دئ

چي پر مخ د تباهــــۍ بشــــــــــــــــــــــــــــریت دئ

 

وروڼه وروڼه سره وژني هــــــــــــــــــلاکت دئ

دابیا څنګه ورور ګلوي او اخـــــــــــــــوت دئ

 

-----

 

مکروبونه دي کشفیږي چي مــــــــــرګ نه وي

داروګان ورته جوړیږي چي مـــــــــــرګ نه وي

 

زراعت تقویه کیږي چي مــــــــــــــــــرګ نه وي

نورهم ډېر مصارف کیږي چي مـــــــرګ نه وي

 

ژوند اصلي هدف صحت یې ضـــــرورت دئ

نو دمرګ او بدامنۍ څخه نــــــــــــــــــفرت دئ

 

-----

 

بــل طرف دانسان مرګ ته اسلحـــــــــــــۍ دي

قـــتل عام ته زروي بم طــــــــــــــــــــــــــیارې دي

 

کشــت خون دانسان مرګ لره پلــــــــــــمې دي 

دهـــرچا څخه دمرګ وسلې پرتــــــــــــــــــې دي

 

تباهۍ ته د(نیوټرن) دبم نــــــــــــــــــــــوبت دئ

آیا دغه نو خــــــدمت او عـــــــــــــــــــــدالت دئ؟

 

-----

 

انسانانو ولي لار ده درڅـــه ورکـــــــــــــــــــه!؟

ولي ګورۍ همنوعانو ته په سپـکـــــــــــــــه !؟

 

څه بدي ده په آرام ژوند کي ورورکـــــــــــــــه؟

چي په جنګ سره پرخلګو سره ده مځکــــــه

 

خو په سوله کي دهر چا مـــــــــــــــــــنفعت دئ

بیا وجنګ او دښمنۍ ته څه حاجـــــــت دئ؟

 

-----

 

که رشـــتیا څوک د بشر ښېګڼي غــــــــــــواړي

که  رشتیا څوک جوړوي وراني ويجــــــاړي

 

که رشتیــا څوک خلاصوي خلګوته غـــــاړي

خو په سوله کي رســـیږي چـــــــــــــــاري واړي

 

ژوند یواځي ورورګلوي سوله وحـــدت دئ

او که نه بشــــر تر دې په فـــــــــــــــــــــــلاکت دئ

 

-----

 

غواړم سوله چي وي ټیــنګه په دنيــــــــــا کي

 انسانان نه وي نښتي په بــــــــــــــــــــــــــلا کي

 

عداوت دښمـــــني نه وي په هیڅ چــــــــــــا کي

 د ورورۍ روحیه  ټینګه وي هر چـــــــــــــاکي

 

دغه عین عـــــلمیت معقولــــــــــــــــــــــــــیت دئ

 او که نه نو ژوند مو خو شي جهالـــــــــت دئ

 

  

٢٢ وری  ۱۳۶۶ل کابل

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery