مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-11-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

انجنير محمد انعام واک

benawa afghanistan
احسان
ښاغلی انجنير محمد انعام واک د محمد اجان زوی د ١٣٣٣ لمريز کال د ليندۍ ( ١٩٥٤ ډسمبر ) په مياشت کښي د ننګرهار ولايت د سره رود په ولسوالي کي زېږېدلی دی

 

ښاغلی انجنير محمد انعام واک د محمد اجان زوی  د ١٣٣٣ لمريز کال د ليندۍ ( ١٩٥٤ ډسمبر ) په مياشت کښي د ننګرهار ولايت د سره رود په ولسوالي کي زېږېدلی دی .

ښاغلی واک په ١٩٨٢ زېږديز  کال دپاکستان هيواد ته مهاجر شو .

 

زده کړي :

 

د ١٩٦١   څخه تر ١٩٧٢ زېږديز کال پوري يې لومړنۍ زده کړي دليسې تر کچي بشپړي کړي دي .

 ( ١٩٧٣ – ١٩٧٧  ز ) د کابل پوهنتون دطبيعي علومو د پوهنځي دځمکي پېژندني د ليسانس دوره .

( ١٩٧٧ – ١٩٧٧ ز ) شپږ مياشتنی عسکري خدمت ( تعليمي غنډ – ننګرهار )

( ١٩٨٧ – ١٩٨٨ ز ) دکمپيوټر زده کړه پېښور

( ٢٠٠٢ – ٢٠٠٤  ز) د ناروېژي ژبي زده کړه ، داوسلو پوهنتون د تاريخ اوفلسفې د پوهنځي د ناروېژي ژبي کورس – اوسلو .

٢٠٠٣ ز کال دانګريزي ژبي ازموينه د لورنسکوګ عالي لېسه -  ناروې .

٢٠٠٤ ز کال د اوسلو پوهنتون د ټولنيزي انسان پېژندني Social Anthropology   د څانګي محصل .

 

علمي او څېړنيز کارونه :

 

( په ټولنيز ه اوسياسي برخه کي )

په ختيځ نورستان کي د اپيني نشه يانو سروې ، واک فونډېشن  ، ( د ORA International چاپ ١٩٩٨ پېښور ) .

١٩٩٤ زېږديز کال  د ننګرهار ولايت د سره رود په ولسوالۍ کي د اپينو د توليد د کموالي سروې ( واک فونډېشن   ، ننګرهار )

١٩٩٤ زېږديز کال په ننګرهار اولغمان کي د اپيني نشه يانو سروې ( واک فونډېشن)

١٩٩٥ زېږديز کال  ( اسلامي بنسټ پالنه ) ناچاپ څېړنه .

( ١٩٩٦ – ١٩٩٨ ز )  ( پښتونولي اواسلام)  يوه ناچاپ  څېړنه .

 

کار او تجربه :

 

په افغانستان  اوپاکستان کي :

 

 ( ١٩٧٨ – ١٩٨٢ ز ) دافغانستان د کانو او صنايعو د وزارت جيولوجيست .

( ١٩٨٨ – ١٩٨٩ ز ) له افغان کډوالو سره د ډنمارک د کمېټې  ( DACAAR) داوبو لګولو د څانګي مسلکي ساحوي کارکوونکی .

(  ١٩٨٨ – ١٩٩٣ ز )  په پېښور کي د ( افغان ملت ) دجريدې مسول مدير .

( ١٩٩٨ – ١٩٩٠ ز )  دافغان نادولتي موسسې ( AAA ) دبياودانولو د برخي مسول .

١٩٩٠ زېږديز کال دافغان  نادولتي موسسې  (  AAA)  مشر .

( ١٩٩١ – ١٩٩٦ ز )  د افغانستان له پاره د واک فونډېشن ( د افغانستان قومي جوړښت   The Ethnic Composition of Afghanistan ) د شپږ کلني پروژې مشر .

( ١٩٩٤ – ١٩٩٧ ز ) د افغانستان د بيا ودانولو دافغان غير دولتي موسسې ARDP  له پاره د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام  UNDP/ OPS  سره د خوست په ولايت کي داوبو لګولو د يوې پروژې  د تړون لاسليک کوونکی اومشر .

( ١٩٩٠ – ١٩٩٤ ز ) د ARDP  مشر او بنسټ اېښودونکی .

( ١٠٩٤ – ١٩٩٥ ز ) د افغانستان له پاره د واک فونډېشن د خپرونکي اورګان ( مخدرات   The Drugs ) مياشتنۍ جريدې مسول مدير .

١٩٩٩ زېږديز کال _ د افغانستان له پاره دواک فونډېشن د ( طالبان څوک دي Who are the Taliban  ) د سروې او څېړني د پروژې مشر .

١٩٩٩ ز  -  دافغانستان له پاره دواک فونډېشن د( افغان نظرياتو د سروې   Afghan Opinion survey  ) دپروژې مشر .

 

په ايران کي :

( ١٩٨٣ – ١٩٨٦ ز ) دايران د بوشهر اواصفهان په ولايتونو کي دايران دبيا رغوني د وزارت د کانونو اواوبو د کمېټو انجنير .

 

په ناروې کي :

( ١٩٨٨ – تر اوسه (٢٠٠٥ ) ز کال ) د افغانستان له پاره دواک فونډېشن بنسټ اېښودونکی او مشر .

( سپټمبر ٢٠٠٢ – جولای ٢٠٠٤ ز ) د ناروې د اکه شوس په ايالت کي د افغان ماشومانو له پاره د مورنۍ ژبي ( پښتو ) ښوونکی .

 

چاپ شوي اثار :

 

ټولنيز اوسياسي اثار :

 

١ _ افغانستان : اسلامي بنسټپالنه اوافغاني ناسيوناليزم  -  په انګريزي ژبه ( پېښور ١٩٩٩ )

٢ _ افغانستان درېيم قوت  - په پښتوژبه  ( پېښور ١٩٩٩ )

٣ _ د افغانستان قومي جوړښت  - دافغانستان له پاره د واک فونډېشن د شپږ کلني پروژې راپور ،  دساپي دپښتوڅېړنو اوپراختيا د مرکز چاپ ( ١٩٩٨ پېښور )

٤ _ د افغانستان قومي جوړښت – په انګريزي ژبه د KOR  چاپ ( پېښور ١٩٩٩ )

٥ _ افغانستان : فډرالي سيسټم؟ - په پښتوژبه د  چاپ ( پېښور ١٩٩٩ )

  شعرونه

٦ _ د شومه دم انګازې  - پښتوشعري ټولګه  ( پېښور ١٩٩٣ )  

دشعر په برخه کي د ( مور ) دجايزې ګټونکی  ( ١٩٧٥ زېږديز کال  - کابل )

۷ _ د ( بوشهر دکانونو پېژندنه ) ، جنوبي ايران په فارسي ژبه  ( ايران ١٩٨٥ )

٨ _ په مرکزي ايران کي دغير فلزي منرالونو لومړنی راپور –  فارسي ژبه ( ايران ١٩٨٦ )

 

مقالې :

په کلتوري ، ټولنيزو اوسياسي برخو کي ديو شمېر مقالو ليکونکی .

 

سيمينارونه :

 ښاغلي واک صاحب د ( ١٩٨٣څخه  تر ٢٠٠٥ )  کال پوري په هيواد کي دننه او بهر په يو شمېر علمي سيمينارونو کي د ګډون تر څنګ په ناروې کي د دوو علمي سيمينارونو جوړونکی دی :

١ _ په افغانستان کي دسولي او دموکراسۍ لرليد ( د ٢٠٠٣ زېږديز کال د سپټمبر اتمه نېټۀ  - ناروې )

٢ _ دنوميالي نارويژي ختيځ پوه اوپښتو ژبپوهاند ( ګيورګ مارګن سټېرن   ) سيمينار د ٢٠٠٤ کال د می دمياشتي پر اته ويشتمه .

 ۳ - (  په افغانستان کي دملت جوړوني د لرليد ) د ۲۰۰۵ کال د نومبر پر اتلسمه نېټه د ناروې د ليلستروم په ښار کي جوړ شو .

 

د شعر يوه بېلګه يې :

 

       تلمه

څومره چي تلم نه رسېدمه تلمه

خو بيرته نه راستنېدمه تلمه

 

زه په وسله د محبت سمبال وم

له هر اجله تېرېدمه تلمه

 

راپسي ژوند وکړلې کړيکي ډېري

په مرګ هم نه ايسارېدمه تلمه

 

زه شومه اوښکه چي باړخو به ښکل کړم

خو په ګرېوان راڅڅېدمه تلمه

 

هسي به ورک د وخت پېچومو کي شوم

لکه د لمر پنا کېدمه تلمه

 

په لاس رانغله مرغلره هدف

که په خولو کي ډوبېدمه تلمه

 

تنده زما وه د وصال د اوبو

په ثرابو نه غولېدمه تلمه

 

شپې خو په تلو راتلو شوې ستړي ډېري

زه په شانه راګرځېدمه تلمه

 

د غربت ټکنده غرمو دښتو کي

د شګي ګل وم ، ځلېدمه تلمه

 

زه له خزانه ماڼېجن نه ومه

چي په سپرلي کي رژېدمه تلمه

 

ډک له همته و تيندک د ميني

په مخ لوېدمه پاڅېدمه تلمه

 

کله به ورک ، کله به وړاندي وروسته

لکه د سيوري ګرځېدمه تلمه

 

په هر قدم کي و لاښونه پراته

له احترامه  ودرېدمه تلمه

 

په حقيقت کي مي عدم شته نه و

ظاهر لوګی وم ورکېدمه تلمه

 

وم لکه غشی د جفا د نظر

د يار له سترګو بېلېدمه تلمه

 

کله جفا کي هم وفا ښکاره شي

زه په ژړا کي خندېدمه تلمه

 

ارماني لاړم پښه نېولی نه شوم

که له افسوسه اېشېدمه تلمه

 

تلمه د يار له کوڅې تېښته کي وم

خو  ورته لانژدې کېدمه تلمه

 

مينه ښکاره مي تر اخېره نه کړه

دا زه ساده خو شرمېدمه تلمه

 

افسوس چي پروت و خنډ د عقل منځ کي

نه چي رقيب نه ډارېدمه تلمه

 

راسره مل د بل شي غم نه و هيڅ

بس زه په مينه لوبېدمه تلمه

 

هسي کاذب هجرت ونه کړ ( انعام )

وطن ليلا نه جارېدمه تلمه

 

۱۹ زمری ۱۳۶۵

بندر بوشهر – ايران

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery