مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-07-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د اميرشېر عليخان د زمانې يو ستر شخصيت سيد نور محمد شاه

علامه رشادبابا
علامه رشادبابا
 سيد نور محمدشاه چې اوس په كابل كې د هغه په نامه يوه مېنه هم ودانه شوې، د اميرشېر عليخان د زمانې يو ستر شخصيت او سياسي سړى بلل كېږي، دى اصلاً د كندهار د پښين دى، دى په تېـره بيا د امير شېرعليخان د سلطنت په دويمه دوره كې مشهوره شو، داسې چې پرله پسې يـې د افغانستان په سياسي او بهرنيو مسئلو كې د امير شېرعليخان د وزير او فوق العاده استازي په توګه برخه اخيستې او تل يـې د خپل هېواد ولسي ګټې او ملي نواميس په پام كې درلودل. چې په دې توګه د وطن د نورو صادقو خدمتګارانو په ډله كې درېدى شي.
 سيدنور محمدشاه چې امير شېر عليخان پرې تر ټولو زيات باور درلود، د لومړي ځل لپاره په 1285هـ ق (1869م) كې له دغه امير سره د "امباله" لوري ته لاړ او د هند د باندېنيو چارو له وزير (سټين كار) سره يـې چې ډاكټر (ګرمي) يـې ترجمان و، په يو لړ سياسي خبرو لاس پورې كړ، نو د انګرېزانو د ګډووډو اندېښنو له كبله دغې جرګې كومه نتيجه ور نه كړه، امير او وزير دواړه كابل ته راستانه شول. دغه راز په 1288هـ ق (1872م) كې سيد نور محمد شاه د امير شېرعليخان په لارښوونه د پولې (سرحد) د كتنې او د سيستان د اوبو د وېش لپاره وټاكل شو، نو د جرګې تر پايته رسېدو وروسته چې د (ګولډ سمټ) په نامنصفانه حكميت وشوه، د تړون د لاسليك لپاره تهران ته لاړ، خو د اميرشېرعليخان د ناروغۍ د خبر په اورېدو سره كابل ته راستون شو، سيد نور محمد شاه او امير شېرعليخان چې د ګولډسمټ په نامنصفانه حكميت راضي نه و، په دې اړه يـې د احتجاج په نامه خپل غږ پورته كړ، چې د هغه له امله انګرېزانو د زيان د تلافي كولو لپاره پنځه لكه روپۍ ومنلې، خو امير شېرعليخان د دغې موضوع دومره تود هركلى ونه كړ، همغه و چې په 1290هـ ق (1873م) كې انګرېزانو اميرشېرعليخان ته بلنه وركړه، چې هند ته سفر وكړي او په شمله كې د هند له وايسرا سره وګوري، خو امير شېرعليخان چې د امباله له جرګې څخه مايوسه شوى و، فيصله وكړه چې سيد نور محمد شاه دې شملې ته لاړ شي، هغه وو چې سيد نور محمدشاه هند ته روان شو او په پېښور كې يـې ډېر ښه هركلى وشو او په شمله كې يـې له حاكم اعلى (لارد نارت بدوك) او دغه راز د هند د باندېينو چارو له وزير سره خبرې وكړې [د 1290 هـ ق، ربېع الثاني/ د 1873م كال جولاى] څنـګه چې سيد نور محمدشاه يو مدبر او سياستمداره سړى و او د روسيې له پلوه د انګليس په اندېښنو او ستونزو ډېر ښه پوهېدلى و، انګرېزانو ته يې هېڅ ډول امتياز ور نه كړ او په دې توګه سيد نور محمد شاه د 1873م كال په اګست مياشت كې چې د 1290هـ ق كال د جمادي الاول مياشت وه، له هند څخه كابل ته راستون شو، په همدې شپو ورځو كې څنـګه چې امير شېرعليخان د سردار عبدالله جان وليعهد د جشن ترتيبات نيولي وو او د يوه عصري حكومت د جوړولو لپاره چې هغه د صدارعظم ټاكل او د كابينې جوړول وو، ترتيبات ونيول شول، نو سيد نور محمد شاه، پښنګي د هغه د پخوانيو خدمتونو، لياقت او پوهې له امله د صدراعظم په توګه وټاكه [د 1291هـ ق كال/ د 1874م كال جولاى] لكه چې مرحوم واصل په دغه باره كې د يوې قصيدې په ترڅ كې وايي:
 صدراعظم كه بزرګان جهاني خوانند
 (ټول مختار) فلك قدر فلاطون تدبير
 انــكه تــا نــور مــحـمـد بــدلش تــافته
 رايــت بــرتــري افــــروخــتــه بر چرخ اثير
 سيد نور محمد شاه 1877م كال د جنورۍ په دېرشمه نېټه، 1296هـ ق كال د (لتين) په غوښگتنه مامور شو چې پېښور ته لاړ شي او د پېښگور جرګه پيل كړي، همغه و چې سيدنور محمدشاه په پېښور كې يو لړ قاطع او قانع كوونكي دلايل چې د دغه زاړه او مدبر سياستمدار د ستر شخصيت ښكارندوى وو، وړاندې كړل. چې له بده مرغه دغه جرګه د هغه د ناروغۍ له امله قطعي نتيجې ته ونه رسېده.
 (كه څه هم امير شېرعليخان، مستوفي حبيب الله خان وردګ د خبرو د دوام لپاره پېښور ته ولېږه، خو انګرېزانو د خپلو استعماري مقصدونو له مخې د خبرو له دوام څخه ډډه وكړه). او په پېښور كې د سيد نور محمدشاه ناروغي لا پسې زياته شوه او په نتيجه كې په همغه ځاى كې وفات شو. شهزاده عبدالله خان وليعهد د يك لنګه غاښي ته ددغه صادق او مدبر وزير جنازې ته ورغى او د هغه مړى يـې په پوره درناوي سره چې د يوه صادق، تدبيرلرونكي او په كار پوه وزير سره ښايي، په شهداى صالحين كې د بلا صاد غربي دروازې ته نژدې خاورو ته وسپاره. [1296هـ – 1877م كال د مارچ 27 مه نېټه] د هغه قبر كتيبه نه لري
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery