مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-06-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ننګيال سيوری د ننګيال په هيواد کي دلويو غمونو دروند سيوری

زرين انځور / جرمني

دښکلاڅخه

زرين انځور / جرمني
 د ننـګيال قلم د يو شاعر قلم دى. د داسې يو شاعر قلم دى چې د رنګ پر ځاى ترې د وطن د غوټيو او ګلانو له پاڼو را زبېښل شوي شات راڅڅيږي او خوند او ښكلا خپروي. بېله شكه چې د نثار ننـګيال په باب خبرې هم د شاعر ننــګيال د قلم تر سيوري لاندې بايد وشي او له همدې كبله"سيورى" داسې يو ناول يا ناولټ دى چې پر نثر يې هم د شاعر سيورى پروت دى، په نثر كې يې هم شاعري شوې ده او داسې يو ناولټ او منځنۍ كيسه ده چې په حقيقت كې له پيله تر پايه په نثر ليكل شوى يو شعر دى او يا د شعر سيورى.
 "سيورى" د ارواښاد اسحاق ننـګيال د يوازيني راپاتې داستاني اثر(ناول يا ناولټ) نوم دى چې هغه د ژوند په وروستيو كلونو كې ليكلى او په بشپړ ډول د هغه له مړينې وروسته په 1377هـ.ل كال كې د لېمې مجلې له خوا په(76) مخونو كې خپور شوى دى.
 "سيورى" د كيسې او داستان له پلوه زيات د پېښو او پرله پسې حوادثو د لړۍ داستان نه دى، خو د شاعر او ليكوال د تصوراتو او خوبونو داسې يوه لړۍ ده چې د هغه له ماشومتوبه نيولې، د هغه تر زلميتوب او د هغه په خپله وينا، تر"سړيتوبه" پورې دورانونه، د خوبونو په همدغه تسلسل كې په لنډيز سره رانغاړي او داستاني بڼه وركوي. د خوبونو او تصوراتو همدغه لړۍ هم يو لړ داسې مهمو پېښو ته اشارې لري چې زموږ د هېواد د وروستيو شلو_پنځه ويشتو كلونو تر ټولو مهمې پېښې دي.د "سيوري" كيسه له يو كلي پيل كېږي. هغه كلى چې ښكلى او له
 صميميته ډك دى او ليكوال يې په
 شاعرانه توګه موږ ته راپېژني. كلى د مينې، ښايست، غم او ماتم د ګډو خوبونو يوه ټولګه ده چې هم په كې د مور خوږې پستې خبرې شته او هم په كې د جګړې او جګړه مارو خوب تښگتوونكي غږونه.
 له كلي څخه ښار ته راځگي د ښار ښاري كړه وړه او چلندونه ويني، ورسره روږدى كېږي او يوه برخه كېږي يې.
 د وخت له بازاري سياستونو كركه كوي خو له بازاري مينو خوند هم اخلي. جګړې د هغه د ښار غريبانه جونګړه ور ړنګوي، پلار يې ور وژني. داسې ډېرې جونـګړې ړنـګېږي او داسې ډېرې ښادۍ په غم بدلېږي او دى اړ كېږي چې بېرته كلي ته مخه كړي. له دې وروسته نو پېښې په كلي او ښار كې د هغه د خوبونو او تصوراتو يوه ګډوله ده چې كله يې په خوب كې ويني او كله يې تصور كوي. كله يې په سترګو ويني خو باور كولى يې نه شي او كله چې يې پخواني يادونه په مخه كړي، هغه څگه اوس نه شي موندلى. د ښار خوبونه، د ښار خوندونه او بې خوندۍ د راوي، چې خپله ليكوال دى، د خوبونو داسې نه شلېدونكې لړۍ جوړوي چې خوب او حقيقت سره ګډېږي او يو په بل كې وركېږي. هغه څه چې په خوب كې ويني، رښتيا دي او هغه څه چې په خپلو سترګو يې ويني، د هغه د تصور او خوب يوه لړۍ ده.
 په سيوري كې د يو انسان دننه(اروا او روان) ډېر ښه راسپړل شوى دى. د ليكوال دغه اثر د جنګ په خونړيو كلونو كې د انساني پټو اړخونو د رابرسېره كېدلو يوه هڅه ده؛ د انساني ژوند د ناويلو اړخونو د ويلو يو زيار دى؛ د پټولو په وړاندې يو اعتراض دى. يوه داسې هڅه ده چې د جګړې د درواغجنو اتلانو ريښتينې څېره خلكو ته ښيي او د هغو مډالونو او نښانونو حقيقت بيانوي چې په درواغو او د هېوادوالو په وژلو او د پرديو د خوښولو په بيه ګټل شوي دي.
 "سيورى" كه له يوې خوا يوه رواني كيسه ده، كه د رومانټيكو خوبونو يوه لړۍ ده، د پاملرنې وړ خبره دا ده چې دغه اثر د افغانستان د اوږدې غميزې د دروند غم بيان ته هم ځانګړى شوى دى او له همدې كبلهموږ"سيورى" يو داسې سياسي داستان(ناولټ) هم بايد وګڼو چې د افغانستان په ډېر حساس تاريخي پړاو كې ليكل شوى او د افغانانو دروند ماتم په كې ځلېدلى دى. په دې توګه موږ د دغه اثر ځانـګړنې له بېلګو سره يو ځاى داسې ګڼلى شو:
 1. "سيورى" د شاعر په قلم ليكل شوى يو داستاني اثر دى او له همدې كبله پرې شاعرانه رنګ غالب دى، په دغه شاعرانه نثر كې په زړه پورې شاعرانه تركيبونه او شاعرانه خيال ځان راڅرګندوي. دغه بېلګې لولو:
 "همدغه ټولې كيسې به مې د خوب په وريښمينې كرونده كې راشنې شوې، راوبه ټوكېدې او په خپله به د خپل خوب نندارې ته ناست وم. د پېريانو چمونه به مې ليدل او د ښاپېريو پر وزرونو سپور به د كوه قاف څوكو ته ورتلم، په خپله به د ښاپېريو د كيسو اتل شوم…"(1_2)مخونه.
 او:
 "نوى د شپې زړه چاودلى او د رڼا مور لنګه شوې ده… دا زه يم چې تر ټولو د مخه د رڼا زېږېدنه وينم او مخې ته يې ورځم… زموږ د كلي ويالې، د كلي په ښۍ څنډه كې د خپل ژوند د عمرونو سفر -پيل كړى دى، د رڼا پۍ څاڅكى_څاڅكى د ويالې پر شونډو ووري او د اوبو هندارې مينځي…"(7)مخ.
 د دغه ناولټ، د دغې برخې نثر ته
 په ځانـګړې توګه ځكه پاملرنه په كار ده چې دغه نثر د شعر يوې ښې ټوټې ته پاتې كېگږي:
 "ډېرې ورځې تېرې شوې خو بيا مې
 هغه ښاپېرۍ ونه ليدله. سهار وختي به له خوبه راپاڅېدم او هغې ويالې ته به په غلا_غلا لاړم. د ولو د نازكو پاڼو د ټكريو تر شا به پټ شوم، خو له اوبو څخه به هغه نازك او ورېښمين زوږ نه خاته.
 رښگتيا ما د ښاپېريو مړېنه هم ليدلې ده، دا يوازې موږ نه يو چې مرو، ښاپېرۍ هم مري. نه چې زما د خوبونو او خيالونو دغه ښاپېرۍ هم د مړينې اّس تر پښو او پوندو لاندې كړې وي، نه چې دېوانو يې د ښايست د لوټ په خاطر د كوه قاف د لوړو څوكو بنديوانه كړې وي.
 خوب مې چېرې دى؟ توره مې چېرې ده؟ نه پوهېږم، نه پوهېږم، نه، نه هغه ژوندۍ ده، هغه مرګ نه شي وژلى. ما هيڅكله د ښاپېريو مړينه نه ده ليدلې. دا موږ يو چې هره شېبه مو مرګ ښكار ته ناست دى، ښاپېرۍ مرګ نه پېژني. هاغه ده وينم يې چې د كوه قاف په هغې څوكې كې پښې تړلې پرته ده. چغې وهي، خو څوك يې غږ نه اوري. خلاصون غواړي، خو څوك يې مرستې ته نه دانګي. د ښاپېريو بادشاه هم ناست دى خو نه ورته ګوري.
 دا دى مرستې ته يې ورځم، تږې به وي. اوبه وروړم او د پښو زنځيرونه يې په نوكو او لاسونو غوڅوم. لپه مې له اوبو ډكه ده. نه… نه دلته اوبه نشته. لپه مې له اوښكو ډكه كړې ده، د اوبو پر ځاى يې وروړم.
 له خپلې لپې سره د كوه قاف څوكې ته خېږم. په خاپوړو ورځم، دلته د پښو ځاى نشته، ورنږدې شم، همدا چې لپه د هغې شونډې ته نيسم، ښويېږم او له هغې څوكې نه د زمكې تل ته رالوېږم، لپه تشه شي او اوښكې تويې شي. بېرته لپه له اوښكو ډكه كړم او وخېږم. خو بېرته رالوېږم او لپه تشه شي او اوښكې تويې شي، ښاپېرۍ تنده وژني، ښاپېرۍ چغې وهي، رښتيا، نن ښاپېريو راته هم لېونى وويل…."(19_20)مخونه.
 لكه چې وينو يې، شاعرانه نثر د ننـګيال د"سيوري" يوه ځانـګړنه ده. سره له دې چې په داستاني نثرونو كې، د نثر ژبه بايد، له شاعرانه ژبې څخه توپير ولري او د جملو او تركيبونو د شاعرانه جوړښت پر ځاى، د نثر روان داستاني بيان غوره ګڼل كېږي، خو ننـګيال غوښتي دي چې په داستاني اثر كې هم شاعري وكړي. له همدې امله، شاعرانه ژبه، شاعرانه بيان او شاعرانه تركيبونه، د"سيوري" د داستاني اثر ځانـګړنې جوړوي. له نثر څخه د شعر عاطفي بار زيات وي، ننـګيال په"سيوري" كې د عاطفې يو سېلاب روان كړى دى او دغه عاطفي سېلاب ته د شاعرانه ژبې اړتيا وه. خو بنسټيزه خبره دا ده چې ننـګيال د شاعرانه انځورونو پنځوونكى دى او پر داستاني نثر به يې خامخا د يو لوى شاعر سيورى پروت وي.
 2. په "سيوري" كې د ليكوال قلم لوڅ او بربنډ دى. د "جنس" او "سيكس" په برخه كې د "سيوري" كركټر چې د "راوي" په بڼه په حقيقت كې خپله "ليكوال" دى، هېڅ شى نه پټوي، څه چې كوي او څه چې ويني، هغه بې پردې وايي. دا يو بغاوت دى. د چا به خوښ وي او د چا نه. څوك به يې وستايي او ځينې كسان يې ښايي وغندي، هر څنګه چې وي دا د"سيوري" يوه ځانـګړنه ده، دا يوازې ننـګيال هم نه دى چې په داستاني اّثارو كې يې داسې يو بغاوت ته ملا تړلې ده، موږ په دې برخه كې نورې بېلګې هم لرو، خو د ننـګيال په"سيوري" كې، دغه اړخ هم د پوره پاملرنې وړ دى.
 په دې برخه كې يې دغه دوه كوچنۍ بېلـګې لولو:
 "… اوس څه نا څه هره ورځ د هغې او دغې ښاري ښاپېرۍ پر وزرونو سپور، د هغو تيارو چتونو غولي ته ورځم، عقل وژنم، خو بيا را ژوندى شي، بيا را ژوندى شي، بيا يې ووژنم او هغه ښاري ښاپېرۍ په بدل كې د ځان واګي په لاس كې راكوي، سره بربنډ شو او سره تر غاړې شو او ښكلا ترې روم…."(4)مخ.
 او يا:
 "… البوم ټپ كړم او هغه د هغو كاغذي پاڼو د خلاصولو په ځاى د كميسه د تڼيو په خلاصولو پيل وكړي او د ګرېوان هغه تړلى ور راته پرانيزي، هغه بربنډه شي او زه هم بربنډ يم، لكه كب داسې بربنډ يم، خو دا ځل په بويناكې توشكې نه، د قو پر بڼكو پروت يم، دلته هغه تورې او خيرنې پردې نشته چې هغه لانده او خوسا بويونه سر ترې اوچت كړي. دلته د مرمرينو دېوالونو او چتونو تر سپينو سيورو لاندې بربنډ پروت يم. لكه فاتح داسې مغرور پروت يم. تر سينې لاندې مې هغه انارې تيونه لكه هيلۍ په ټوپونو دي او د هغو سپينو او غوښنو ورنونو پۍ په په خپلو ورنونو احساسوم او د خوندونو او رنګونو په وريښمينې غېږې كې اوړم رااوړم. هغه مې پر شونډو او زه يې پر تيونو او ورنونو بوخت يم، تر هغو چې اورونه سره ساړه كړو او اورونه سره ووژنو. سپك شم، لكه د باد د هغې بڼكې په څېر سپك شم…."(63)مخ.
 3. د ننـګيال د"سيوري" يوه بنسټيزه
 ځانـګړنه دا ده چې په دغه اثر كې د افغانستان د شل كلنې غميزې، بېلابېل اړخونه موږ ليدلى شو. د مينې او عاطفې او د شاعرانه خوبونو او رومانټيكو اړخونو په څنـګ كې"سيورى" يو بشپړ سياسي ناول يا ناولټ دى. يا غوره ده كه وويل شي، "سيورى" داسې يو اثر دى چې د وخت جنګي_سياسي حالات او چلندونه يې اصلي موضوع ده. د افغان شل كلن ناورين او د ثور د اوومې او د ثور د اتمې دواړو غميزو، ټولې نادودې په څو پاڼو كې د دې اثر اصلي موضوع جوړوي.
 دا چې جګړه څنـګه وطن نړوي؟ څنګه جونګړې او ښارونه ويجاړوي او څنـګه مينې په كركو بدلوي؟ دا د دې اثر د كيسې اصلي موضوع ده.
 څرنـګه چې زما په نظر"سيورى" يو بشپړ سياسي ناول دى، نو غواړم چې د دغو كلونو پېښې د دې اثر له پېښو سره په پرتله يو څه په څرګنده او صراحت بيان كړم. ليكوال دغه پېښې او څېرې او كركټرونه په هنري انداز كې را وړيدي او شعاري كېدو ته يې نه دي پرېښي. له همدې كبله يې په تحليل او ارزونه كې صراحت ته اړتيا ده، پرته له دې چې دا خبرې هم شعاري وانـګېرلې شي.
 له سياسي اړخه دغه ليكنه د افغان غميزې د دوو اړخونو يا دوو پړاوونو په اړه، د پېښو نچوړ دى:
 لومړى هغه يې د ثور له اوومې پيلېږي او شين سترګو پرديو ته د سره انقلاب(!) د مدعيانو له خوا د وطن د ډالۍ كولو او له هغوى سره په ګډه د هېواد د ورانولو او د هېوادوالو په اړه څرګندونې لري.
 دويم هغه يې د ثور له اتمې پيلېږي او په هېواد كې د تنظيم سالارۍ او ټوپك سالارۍ د دوران نادودې بيانوي چې د ورور وژنې په جګړو پيل كېږي او تش په نامه د اسلامي انقلاب(!) مدعيان وطن له خاورو سره برابروي او يوه برخه يې له هغو پخوانيو سره په ګډه پر هېواد بيا يو بل سور قيامت رانازلوي. د دغو دواړو دورو د جنګ درواغجن اتلان موږ ته راپېژني او له اصلي څېرو يې د هنر په ګوتو او د نثر په شاعرانه ژبه پرده پورته كوي. هغوى چې د هېواد د ويجاړۍ ناملي قهرمانان دي او نورو ته په نوكرۍ كې اتلان. دغه برخه د دې اثر تر كښلوپورې دوام كوي(1372_1373هجري لمريز كلونه) چې په افغانستان كې د تنظيم سالارۍ د اوج بدمرغه كلونه دي او د هېواد د تاريخ تر ټولو ترخې شېبې چې د وطن ټول بنسټونه په كې ړنـګ شول او ټولې ملي او شخصي شتمنۍ له خاورو سره خاورې شوې.
 خبره له بېلـګو سره ښه وي، راځئ د لومړي پړاو پر برېتورو ور پېښ شو او پر شين سترګو چې دواړه د بېلابېلو ډلو او څېرو او پړاوونو داسې سمبولونه دي چې اوس د ډېر صراحت او تكرار له كبله يې ښگايي د سمبول ارزښت چندانې نه وي ساتلى، لولو يې:
 "… كله چې ستړى شم، كله چې سوړ شم او
 كله چې سپك شم، يو ځل بيا د البوم په كاغذونو او تصويرونو كې ورك شم او د يادښتونو د هغې سرې بخونې كتابچې په پاڼو كې ورك شم چې د البوم په خوا كې د مېز پر سر برالا اېښې ده. ډېر وختونه كېږي چې د كتابونو او كتابچو له رنـګونو مې بد ايسسي او قى راته راولي خو نه پوهېږم چې ولې مې نن د دغې كتابچې رنـګونه ځان ته راكاږي او سترګو ته مې ستونه كوي. كتابچه لولـم، كابچه له پېښو ډكه ده. د مرګونو له پېښو، د ژوبلو له پيښو او د وينو له پېښو ډكه ده، كتابچه د هغه برېتور دنـګ ځوان چې سترګې يې توروالى نه لري او سترګې يې لكه كاغذ هسې سپينې دي، د اتلوليو او فتحو كيسې كوي او د هغو اتلوليو كيسې هم كوي چې سترګگې يې لكه نيل هسې شنې دي. د كتابچې له پېښو سره ځم او د وطن غرونه او دښتې مې ګورم چې ټولې لكه الوان هسې سرې دي، په وينو سرې دي او سپينو زوو يې له هډوكو لاره كړې ده، د څېړيو د زورورو زلفو سوزېدلې كمڅۍ وينم چې د وسپنو په قهرجنو پوندو پورې نښتې دي او د هغو شنو او ښېرازه فصلونو سلـګۍ اورم چې زړي يې له ټوكېدو د مخه په ګېډه كې قتل دي.
 هغه ويده ده، همغسې بربنډه د قو پر بڼكو، لكه غوټۍ سپينه او سره ځلېږي، يوازې د سينې غږ يې اورم او د زړه درزا يې وينم، خو د انګورو بربنډه پېغله ويښه ده او په موسكيو_موسكيو شونډو ستونه راته كوي، زړه يې تنـګ دى، په ښيښه كې نه ځايږي، خبرې ورسره كوم خو د خبرو لپاره څه نه لرم، يوازې همدغه د خونړيو پېښو يادښتونه دي چې څه ترې اخلم او د انـګورو ښيښه يي پېغلې ته يې لولـم:
 "دا دى له خپلو همرزمو دوستانو او له خپلو سرتېرو جنـګياليو سره په يوه كلي كې يم چې جونـګړې او سپېرې مېنې په كې اّبادې دي. غرونه، ځنـګلونه، يو سيند او څو ويالې د كلي ښكلا جوړوي. د كوچيانو او جټانو سپينې او تورې كېږدۍ داسې پر كلي وزرونه خواره كړي چې له رنګونو يې كلى تور دى. كلى سپين دى او د همدغو سپينو او تورو رنـګونو په مالت كې كلى د كليوالو نجونو او جټو او كوچيو پېغلو د وربلونو پر تنابونو شين شوى دى. د تورو او سپينو وريو غږونه سترګو ته خوبونه راولي او د تورو او سپينو سپيو غپا، خوبونه بېرته له سترګو راټول كړي.
 دا د ښاپېريو كلى دى او دا د ښكلو او دنـګو پېغلو كلى دى او هغې يوې يې چې سر تر پايه په سپينو جامو كې پټه ده بېخي هوښ رانه وړى، لېونى كړى يې يم، وژني مې.
 عجب خلك دي. هومرې يې چې وژنو هومره بېرته را ژوندي كېږي، له سره را ژوندي كېږي، هغوى مړينه نه پېژني. دا موږ يو چې هره ورځ مرو او مرګ مو په ټنډه كې ليكل شوى دى. ځوانان يې خو جګړه را سره كوي، بوډاګان، ښځې او نجونې يې هم را سره جنګېږي او د كلي ونې، كاڼي او بوټي هم را سره جګړه كوي. لكه دا كلى چې له جګړې نه جوړ شوى وي، لكه دا كلى چې خپله جګړه وي.
 كله چې د كلي د پاى په هغې خوا
 كې وسله وال جنـګيالي هجوم راباندي
 راوړي، نه شو كولى يوازې د هغو څو تنو كليوالو د يرغل مخه ونيسو. مرستې غواړو او د لسګونو كليو نه چې زموږ همرزمه دوستان او سرتېري جنـګيالي په كې مېشته دي، مرستې غواړو خو هغوى له چا نه مرسته نه غواړي، چې ډېر تنـګ شي او جـګړې يې ستړي كړي، خپل خداى ته ليكونه ليكي. ما ډېر داسې ليكونه ليدلي دي چې خداى ته ليكل شوي او د تېږو له پاسه يې ايښي دي…."(64_66)مخونه.
 او لږ وروسته بيا هم ادامه لري:
 "… هغوى چې پنډ_پنډ برېتونه يې درلودل او هغوى چې سترګې يې لكه نيل هسې شنې وې، پر كلي يرغل وړى و، كلى يې لوټ كړى و، د جټو او كوچيانو هغو سپينو او تورو كېږديو ته يې اورونه اچولي وو، فصلونو او درمندونو ته يې اورونه اچولي وو او زموږ د كلي هغه زړه هديره يې هم له سره وژلې وه. خلك يې وژلي وو او زموږ د كلي هغه وياله يې وژلې وه.
 هغه چې پنډ_پنډ برېتونه يې لرل او هغه چې سپېنې سترګې يې درلودې، زما د ماشومتوب ښاپېرۍ يې تر سترګو لاندې كړې وه. جونـګړې ته يې ورغلى و. خپلو جنـګياليو ته د ډوډۍ په پخولو لګيا وه چې سپين سترګگى ورغلى و، سپين سترګى يې د هغو سپينو جامو د تورولو لپاره ورغلى و او سپين سترګى يې د ښكلا د لوټ لپاره ورغلى و، خو هغه چې لمن يې داغ نه مني او هغه چې داغونه نه پېژني له هغو سپينو سترګو سره جګړې ته راوځي، له سپينو برچو سره په سپينو نوكانو جنـګېږي. څو چې برچې ومري، څو چې نوكان بريالي شي.
 هغې هغه سپينې سترګې په خپلو نوكو ايستلې وې او يو غوږ يې په غاښونو ورځنې وړى و او بيا يې په هغه تناره كې چې ډوډۍ يې په كې پخوله، ځان اچولى و او لولپه شوې وه. دغه دى هغه سپين سترګى چې په مخ كې مې ناست دى، زه يې په مخ او ټنډه كې د هغې د نوكانو نښې پېژنم او زه يې په پرې شوي غوږ كې د هغې د غاښونو رنګ وينم. خپل ټول وس او توان راټول كړم، د يو موټي په څېر يې راټول كړم او خپلو مټو ته يې وبښم، مټې مې وينې غواړي او مټې مې په اوږو كې نه ځايږي. ورمنډه كړم او هغه چې سپينې سترګې يې درلودې او هغه چې پنډ_پنډ برېتونه لري، په مټو كې راونغاړم او پر ستوني يې منـګولې ور ښخې كړم او ورچغه كړم چې: تا پخپله ليكلي وو چې "څومره يې چې ووژنو بېرته را ژوندي شي، له سره را ژوندي شي، هغوى مړينه نه پېژني." او دا دى زه له همغه كلي راغلى يم چې څومره وژل كېږي هومره له سره زېږي.دا دى زه له سره را ژوندى شوى يم او له سره زېږېدلى يم. زه مړينه نه پېژنم. دا تاسو ياست چې هره ورځ مرئ او مرګ مو په ټنډه ليكل شوى دى. زه راغلى يم چې كسات واخلم. د خپلو سپېڅلو كليوالو كسات واخلم او د هغې كسات چې
 سپينې جامې يې درلودې.
 خو هغه څه نه شي ويلى، ژبه يې په تالو كې نښتې ده. رېږدي لكه د باد بڼكه هسې رېږدي، د زړه درزا يې اورم. هغه د جادوګرو سترګو خاونده چې په زرګونو رنـګونه يې په سترګو كې شته دي، هم را پاڅي، د خپلو مټو زور زما مټو ته وبښي او وينه يې رانه غواړي، هغه هم چغې كړي پرې؛ ته د وژلو يې، ته بايد ومرې. هسې لكه زه چې دې په ژوند وژلې وم، لكه تر پرونه چې ما د ژوند حق نه درلود، تا وپلورلـم، خپل ناموس او خپله حيا دې په هغو چې شنې سترګې لري وپلورله او زما خور دې هم وپلورله….
 د جادوګرو سترګو د مېرمنې خبرې مې ذهن ډك كړي او له خپلو نويو اندونو سرهلـګيا شم. له خپلو سوچونو او اندونو سره بوخت يم چې د جادوګرو سترګو مېرمنه چغه كړي. له سينې يې وينې دارې ووهې او پر زمكه را پرېوزي. هغه په چاړه وهلې وه. نه غواړم هغه په چاړه ووژنم، هغې چې سپينې جامې يې درلودې، په خپلو نوكو يې ترې سترګې را ايستې وې. بايد په خپلو نوكو زړه ترې را وباسم. نوكان يې په ګېډه كې ننباسم او زړه يې ترې را وباسم، زړه يې تور و، په زړه كې
 يې سرې وينې نشته.
 هغه چې سپيني سترګې، تور زړه او پنډ_پنډ برېتونه يې لرل، ووژل شو، زما په نوكو ووژل شو او زما په ګوتو ووژل شو. هغه تصويرونه چې په مرمرين دېوال كې زوړند وو، را ولوېدل، مات شول او له هغو مډالونو نه رنـګونه والوتل، غواړم مړى يې واخلم او په تناره كې يې واچوم چې ښاپېرۍ بيا سيورى را باندې وكړ، خپلو وزرونو كې يې راونغښتم او د قاف څوكو ته يې بوتلم، د ښاپېريو بادشاه هغه زما په نامه كړه…."(73_76)مخونه.
 دا د افغان ماتم د لومړي پړاو څو تصويره وو او د افغان اولس د هغو اتلوليو تصويرول هم ورسره مل وو چې د پنډو_پنډو برېتونو او د هغوى د پرديو ملاتړو شين سترګو په وړاندې يې د سرښندنو په لړ كې كړې وې. خو د افغان ماتم په دويم پړاو كې هم خبره د پاملرنې وړ ده. اوس چې وروروژونكې تنظيمواكي او زورواكي ده، په "سيوري" كې په دې اړه څه لولو؟ ورته به تم شو:
 "هغه چې سپينې سترګې او پنډ_پنډ برېتونه يې لرل، بيا را ژوندي شوي دي. د لېوانو په بڼه را ژوندي شوي دي او له نويو لېوانو او زړو بـګوو سره د ښار ښكار ته وتي دي. ښار ټول په لېوانو بدل شوى دى. هغه ناپايه تيارې كوڅې او هغه تورتم چتونه ټول په لېوانو بدل شوي دي. له ماتو او ړنـګو جوماتونو نه د اّذانو پر ځاى د زړو بګوو چغې راځي او د ا نـګورو له بربنډو پېغلو نه ډكې هغه پيالې له وينو نه ډكې دي.
 بګوو هغه ښوونكې بې پته كړه، ويې تښتوله او بيا يې ووژله. زموږ د كوڅې د جومات هغه سپين ږيرى ملا يې وواژه، هغه بازينـګره يې ووژله، هغه ساقي يې وواژه او هغه د مينې او ښكلا د دنيا شاعر يې وواژه، او ټول ښار يې وواژه.
 ښاپېرۍ ولاړه ده، ښاپېرۍ چغې راته وهي، ښاپېرۍ خوب ته راځي او ښاپېرۍ په ويښه راته راځي، هغه بيا د وينو تږې ده او هغه بيا جل وهلې ده، ښاپېرۍ بيا وينې را نه غواړي. د هغه زاړه دېو وينې او د زړو بګوو او نويو لېوانو وينې. خو زه ستړى شوى يم، له لېوانو سره جګړه نه شم كولى."(78)مخ.
 او يا دا چې وګورو دغه نوي واك
 ته رسېدلي لېوان او زړې بګوې نورې څه نخرې كوي او څنګه د دې اولس له تنه سر پرې كوي چې د بې سره تنې نڅا وګوري،"د مړي نڅا!"؛
 "… لېوه خاندي. د خندا له زوره ځان نه شي ټينـګولى، لكه لېوه چې له خندا نه جوړ وي، لكه لېوه چې له خندا نه را زېږېدلى وي. كله چې ستړى شي، اوږې يې بېرته خپل ځاى ته راشي او پښې يې ټينګې شي، بيا راته ووايي!
 نڅا ته راغلى يې؟ ډېره ښه ده، زما زړه هم نڅا غواړي. زه هم له نڅا سره مينه لرم خو له داسې نڅا سره د "داسې" كليمه يې لا له خولې پوره نه وه را ايستې چې توره له ملا را وكاږي او هغه سر چې په ټنډه كې د وريو علامه لري، له تني نه له بېخه غوڅ كړي او د ككرې په لوېدو سره هغه سره شوي غوړي پر هغې پرې شوې غاړې واچوي او د غوړيو په اچولو سره، هغه بې سره تنه په نڅا پيل وكړي. ناڅي_ناڅي، دومره ناڅي چې د ډېرې نڅا له زوره پر زمكې ګوزار شي. په لوېدو كې هم ناڅي، لاسونه يې، پښې يې او تنه يې هر يو بېل ناڅي، بېرته په پښو ودرېږي او ناڅي او بېرته را ولوېږي او لېوه خاندي. له ډېرې خندا يې، خوله د ښار له اوږدوالي نه هم لويه شوې ده او پراخې سپېږمې يې د مخ په كاسه كې بېخي وركې دي، لكه بېخي چې سپېږمې نه لري او لكه بېخي چي سترګې ونه لري"(31_32)مخونه.
 ننـګيال په خپل دغه اثر كې د افغان تراژيدۍ د دواړو اړخونو نادودې په ډېره ښه توګه څرګندې كړې دي. سره له دې چې ننـګيال يو څو ورځې له لومړي پړاو سره (په نه زړه) روان و، خو هماغه په پيل كې يې خپله د زړه لاره ترې بېله كړه. موږ ته يې هماغه وخت ويلي وو چې زه د دوى د لارې مل نه يم، ځكه چې دا د افغانانو د مرګ او بدمرغۍ لاره ده، په خپلو شعرونو كې يې، هماغه د لومړي پړاو د اوج په دوران كې پر ښكاري غږ وكړ چې"ماشې ته ګوتې مه وروړه" او"دا كلى مه ورانوئ، دا كلى مه ورانوئ!"، خو په داستاني اثر كې يې دا دى بيا_بيا لولو چگي دغه دواړه پړاوه يې د افغان بدمرغۍ اصلي لاملونه ګڼگلي دي او د دواړو په وړاندې يې د خپل قلم د بغاوت بيرغ پورته كړى دى.
 د ننـګيال"سيورى" به د همدغو ملي ځانـګړنو او د هغه د قلم سيورى به د همدغو هنري ځانـګړنو له كبله تل خپور وي او زموږ پر لمر ځپلي، جنګ ځپلي او اورځپلي ادبي ګلبڼ به هم د خپلې مينې سيورى خپروي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery