مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-07-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د لوى خوشال بابا د مكتب پيرو، قاضي عبدالسلام بابا

عصمت الله زهير، پښين

عصمت الله زهير، پښين
كوم نوم به ورته غوره كړو، اسلاف او اضاف مي تل و پردو ته پاتي سوي موږ په ورين تندي، هسكه غاړه ورته موسېدلي يو، ځكه يې كله آرين، كله يې بني اسرايل راڅخه جوړ كړي او كله يې خالد بن وليد پوري پينه كړي يو د خپل كلتور، تاريخ، قام رېښې، ادب او د ژبي لرغونتوب ته مستندي حوالې اكادمي ادبيات نما مجلو كي لټوو، د نسيم حجازي د ناولونو ژباړي ته د خپلو مفكرينو او دانشورو تر آثارو ترجيح وركوو، د پښتو د ادب د آسمان كهكشان خوشحال خان خټك مړستون د خاوروسره خاوري كوو، دا ځكه خو يې اوس اورو چي دلته رښتيا هم خوشحال خان خټك سته او كه..... ؟
فطرت جوړېدل، فطرت بدلول، په فطرت پوهېدل، كېداى سي دا پوښتنه هم د خطر سره مخامخ كړي " ګويا يو انسان په دايمي توګه څنګه مستقل مزاجه ګرځېدلاى سي ؟ " د شهبازخان خټك په كهول كي د خوشحال خان خټك سترګي پرانيستل، د يو خانزاده په توګه تر وروستي دمه د رنګونو او خوندونو ډك ژوند تېرول، د جنګونو، زندانونو، د بازانو د ښكارونو عادي، د قام ولس مشر، د سركار او دربار سره جوړ لكه چي وايي :

ددې دور پادشاه و
قدردان و شاه جهان
د پلار ځاى و ماته راكړه
په اولس سوم حكمران
واړه دېرش زره خټك وو
درست زما وو په فرمان

او چي بيا كله د دښمن پټي څېرې ورباندې لوڅېږي د مرګ په سترګو كي سترګې اچوي :

مرګه هومره مهلت راكړه په جهان كي
چي "جمدر" د مدعي په وينو رنـګ كړم

د فطرت دا انځورګر شاعر د سپينې خولې په كاروبار كي هم كوم حجاب نه خوښوي د بزم په درګاه كي هم هغه د رزم بيړني ګامونه ايښودل خوښوي :

زه خوشحال كمزورى نه يم چي به ډار كړم
په ښكاره نارې وهم چي خوله يې راكړه

يا دا شعر :

ځان به دركړم مچه راكړه ښه سودا ده
كه يې ته په بها پېرې زه يې پلورم

د خلوت او د جلوت خو دومره نغښتې پردې پورته كوي چي د سكسيالوجي او سيكس په نوو زاويو اندولو ته د نظر خاوندان را پامولاى سي، د ذوق او ذهني ناروغتيا خبره ده هم د ټولنې د عمومي رجحان الميه ده چي په ټولنه كي څه نمونه د سيكس رجحانات غوړېدلي يا ورسره روغه ټولنه لاس و ګرېوان ده، په چادري كي وډر څه كېږي، د خلكو وږي- وږي نظرونه ور اوړي او كه پړونى په غاړه كي را روانه لوڅ مخ د خلكو د پام وړ ګرځي ؟
مطلب دا څومره چي په يو شي بنديزونه تر پسې هم په هغه رفتار به خپل عكس العمل څرګندوي كه ښځه په لك روپۍ ده، يو خوار به څه كوي، هم جنس پرستي به كوي ؟
هم دا همجنس پرستي زموږ د روغ ټولنيز ژوند يوه مهمه برخه ګرځېدلې ده موږ څه ته بيا رڼې سترګې رپاندې ساتو. د خوشحال بابا دا شعرونه و لولئ :

ښكلي كه ډېر دي په كندهار كي
يا په كشمير كي يا په فرخار كي
لكه دا ښكلي د پېښور دي
هسې به نه وي په هيڅ ديار كي
د حميدبابا دا شعرونه و ګورئ :
تُركو ډېر په خپلو زلفو دي نيولي
زاهدان دي لاپې نه كړي د مېړانې
هاله ياد كړم په بوسه خونخوارو شونډو
چي د پانو په څېر وينې كړ ځيګر ما

د رندۍ ، مستۍ او د پسرلي د سرو ګلونو د لارې كه د ژوند په پراخ مفهوم ښه پوهېدلي دي يا خو خيام دى يا خوشحال خان دى، خيام وايي :

ياران چو باتفاق ميعاد كنيد
خود را باجمال يك دېر شاد كنيد
ساقى چومئى مغانه پر كف گيرد
بيچاره مرا هم به دعا ياد كنيد
خوشحال وايي :
باغ د ګلونو، كنج او كتاب وي
رود و سرود نقل و شراب وي
ښې- ښې محبوبې ښه- ښه احباب وي
خوبي د عمر وخت د شباب وي

خوشحال خان يو متفكر انسان و، د خوشحال خان شاعري د خوشحال بابا د ټولنيز فكر او ټولنيز ژوند هنداره او د افغان ملت ترجمانه شاعري ده، ګيرس د مېړني ولس ادبيات كي ليكي چي " د پښتو ادبياتو په تاريخ كي مهم مواد د 17- 18 پېړيو لـه كلاسيكو شاعرانو را پاتې دى دغه دوره چي نسبتًا لنډه وه طلايي دوره ګڼل كېږي او د پښتو اشعارو د غوړېدلو او انكشاف وخت حساب سوى دى د خوشحال خټك وطن پالونكي اشعار، د عبدالرحمان ساده او روان غزلونه د موشګاف عبدالحميد نازكخياله آثار او د لوى احمدشاه ديوان د پښتنو افكارو او هيلو ته يې ځواب وايه او پښتانه يې د آزادۍ مبارزو ته ور هڅول".
د ګل پاچا الفت لـه قوله :
" د يوه ملت ژبه، كلتور او ملت ساتل د خوشحال خان او فردوسي كار دى، د سړيتوب او انسانيت درسونه رحمان بابا او سعدي خلكو ته وركړي، د عشق او مينې هنګامه حميد او حافظ ساتلاى سي".
انسانيت او ملت په تيارو كي ښكېل ساتل د علماء ظاهر پخوانۍ وظيفه جوړېږي. ددې ډلې حق پټول، پر عقل پردې غوړول چي حافظ ګوري نو د طنز او استهزا غشى ورباندې وروي، همدا ډله د انسانيت، ملت، هم يې د مذهب لپاره يو ناسور څاري، ريا پرستانه حركات يې لوڅوي :

شيخ به طنز گفت حرام است مئ مخور
گفتم گو كه گوش به هر خرنمى كنم
نه من زى بى علمى در جهان ملولم ويس
ملامت علماء هم زى علم بى عمل است
صوفى شهر بيس كه چون لقمه شهبه مى خورد
بال و دُمش دراز باد، اين حيوان خوش علف

خوشحال خان خټك هم د شيخ او علماء ظاهر لـه دې چلنده سره بلد دى :

شيخ دي لمونځ روژه كه زه به ډكې پيالې اخلم
هر سړى پيدا دى خپل- خپل كار لره كنه
كښېنې په خلوت كي شيخ دا راته ووايه
ولې په خپل ځان دا هسې ارت جهان تنـګ كې

د مزاحمتي انداز مضمون لـه رويه د قاضي عبدالسلام بابا شاعري د خوشحال خان خټك د مكتب شاعري هم بابا ددې مكتب پيرو دى، د خوشحال خان خټك د ادبي مكتب پيرويان د خپلو اشعارو د دېوانونو پر اساس د خوشحال خان د مكتب پيرويان نومول سوي دي، قاضي بابا د خوشحال خان خټك په هكله داسې اعتراف كوي :

د ملنـګ عبدالرحمان كښلي منمه
خوشحال خان ويل كره دي پر بياض

يا دا چي :

خوشحال خان په تول در ټوله خټك دروند دى
هم عبدالعلي پر عامه كاكړي بس
د حميد بابا په هكله وايي :
يا حميد لري ګوهر دا ټول فضل
و ګڼه ښوونه نه ده د اُستاد
د سعدي او حافظ يادونه داسې كوي :
بيګانه عوام را اړوم و لار ته
نه سعدي نه عندليب يم د شېراز

د صوفيانو او علماوو ظاهر د ملامتيا لپاره قاضي بابا هم هغه د حافظ د طنز او استهزا لاره غوره كړې، هم يې د پند او نصيحت لپاره د سعدي حكمتونه ګټور بللي دي، خو د رزم نغمه يې د خوشحال خان د بزم را خوټكېدلې چينې ا لهام اخلي، د خوشحال خان خټك ادبي مكتب د پښتون د ټولنيز فكر بنسټ تشكيلوي، د همدې ټولنيز فكر څرك د قاضي بابا په دې شعر كي داسې ګورو :

زغره، خول د همت واغوندئ سپاره سئ
د غيرت بې آسه نه كېږي دا ښكار

خوشحال خان خټك د يو سمبول په توګه قاضي بابا په ځان منلى دى، كه خپلوان د خپل رښتوني ټولنيز فكر پر اساس قاضي بابا زندان او زولنو ته ور سپاري دلته هم خوشحال خان خټك و سترګو ته ورته درېږي :

خوشحال خان ځامنو وركئ و مغول ته
بند لـه خود بيايي تربرونه، عزيزان ما

يا دا شعر :

خوشحال خان په بند دننه كئ مغولو
زوى لري د بيګانه جانب لحاظ

د قاضي بابا دېوان " سوسنِ چمن " د جنوبي پښتونخوا لومړى كتاب دى چي انګرېز سركار ضبط كړى، په اور يې وسوځاوه او قاضي بابا يې په بند محكم كړ، نه پوهېږم د افغانستان او د لر و بر پښتنو اديبانو او تذكره ليكونكو په څه مصلحت قاضي بابا لـه پامه غورځولى دى. اُستاد بېنوا غوندې سترګور ليكوال په اوسني ليكوال كي د فضل احمد غازي احوال راوړى خو د قاضي بابا په هكله هيڅ هم نه وايي.
خوشحال خان خټك چي د عمل او كردار، د ننـګ او ميدان او د پښتون د ټولنيز فكر سمبول دى، قاضي بابا چي د انګرېزي استعمار سره د مبارزې مهال لاس او ګرېوان دى د خوشحال خان خټك رزميه ژوند داسې را يادوي :

خان هم يو د زمانې خوشحال خټك دى
و هندي كفر ته وزي په ناتار
زما ويل د نن مغول دپاره ښه دي
بل وسترى د زمانې خوشال خټك يم

يا دا شعر :

تريالي ډهلى نيوى بېشكه دروند و
پر جمله پښتنو خان خوشال خټك يو

پښين او كندهار په ګډه تر يوې اوږدې مودې د مغولو وروسته، ايرانيانو تر هغو وروسته د برطانوي سركار په ولكه كي پاته سوى دى او بهرني يرغلګر هر وخت د خلكو سره لاس ګرېوان سوي او كلك تاوانونه يې زغملي دي، هم يرغلګرو يو شمېر كورني نازولي او علماء ظاهر په درمندو پكې روزلي دي. په پښين كي د كندهار د ولكې لپاره انګرېز چي پوځي چاوڼۍ ( فريقه ) جوړه كړه كورنۍ نازولو ورباندې خوشحالي څرګنده كړه، خو زموږ جلالي شاعر د خپل جلال غبرګون داسې څرګندوي :

پښين شريف فرنګستان نه كېدى داسې
مشرانو ګنده و كو حركات
فرنګي جګې بنګلې، موټران دركو
دين دي هېر سو كه كيږدۍ وه كه منډو
اوس د كفر په دود تور سو سپين لوړى
كندهار لـه ځي غدار مخ پر ترنك

او دا شعر هم و لولئ :

سپك مجاز پر حقيقت غلبه وكړه
و تدريس ته د مذهب كمزورى پښين سو

ګيرس ليكي چي " په كال 1865ع كي توماس پتريك هيوز انجيل په پښتو په پېښور كي سره د تفسيره چاپ كړ". يو بل ځاى داسې ليكي " انجيل د پښتنو سيمو ته د انګرېزي ښكېلاكګرو د برچې په زور ورسېد په پېښور كي د لومړي ځل لپاره پادري روبيرټ كلارك په پښتو انجيل ترجمه كړ او په 1900ع كي يې د لندن په مطبعه كي چاپ كړ".
هيوز د نولسمې پېړۍ په ادبياتو كي زيات راځي. هيوز د هغو انګرېزانو لپاره چي پښتو يې زده كوله درسي كتاب " كليد افغاني" چاپ كړ.
په كال 1930ع كي په پېښور كي د عيسايي مبلغينو 21 مركزونه په ډېره اسماعيل خان، 12 مركزونه په بنو كي، 10 مركزونه په هزاره كي او په كوهاټ كي 2 مركزونه دي".
په همدې تناظر كي د قاضي بابا دا شعرونه و لولئ :

د لندن د دوړو توره دربيله ده
قرآن ونسئ و رب ته كه سهار سو
پادريان د هندوستان په خوږو ژبو
هم ايمان و دين وهي د مخلوقات
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery