اسحاقزۍ
د ادارې فساد پر وړاندي د مبارزې د ځانګړي محکمې چارواکي وایې چې د حکومت د څلورو وزیرانو دوسیې یې تکمیلي کړي دي.
ویل کیږي چې دغه وزیران د فساد له پراخو تورونو سره مخامخ دي او په ورته وخت کې ټولو هوايي ډګرونو ته دستور ورکړ شوی چې خارج ته د هغوي له تیښتې مخ نیوی وکړي.
د ادارې فساد پر وړاندي د مبارزې د ځانګړي محکمې مرستیال عبدالکریم بیکران وایې چې د څلورو وزیرانو دوسیې تکمیل شوي او ډیر ژر به محکمه خپل حکم واروي.
د لوی څارنوالۍ یوه عالي رتبه مقام د خپل نوم د نه اخیستلو په شرط بینوا ویب پاڼي ته وویل چې په دغو وزیرانو کې د سوداګرۍ پخوانۍ وزیر محمد امین فرهنګ او یو وزیر مشاور چې په قوي احتمال زلمی هیوادمل به وي شامل دي.
په دغو دوو کسانو دا تور لګیدلی چې د کابل د انټرکانټیننتال هوټل په قرارداد کې یې
په سلهاوو زره امریکایې ډالر اختلاس کړي او په ورته وخت کې یې حکومت ته سخت مالي تاون رسولی دی.
تر اوسه د ښاغلي هیواد مل له لوري چې د ولسمشر کرزي فرهنګي سلاکار دی په دې باب نظر ندی څرګند شوی .
دغه هوټل د شلو کلونو لپاره په ډیره ټیټه بیه په قرار داد ورکړل شوی او ویل کیږي چې د قرارداد ګټونکي یوازي په څو میاشتو کې د شلو کلونو قرارداد ټولي پیسې د هوټل له عایداتو ګټلي دي.