For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
خوست: د هوايي ډګر د جوړیدو چارې باید بیرته پیل شي
دخپریدو نیټه  2010-02-08  م  خپرندوی : ۶۳ بېنوا - کابل چا پي بڼه

میرویس جلالزی

د خوست ولایت اوسیدونکي وایې چې دغلته د امریکا هیواد او افغان دولت په مالي مرسته د جوړیدونکي هوايي ډګر د جوړیدو چارې چې څو میاشتې دمخه په ټپه دریدلي باید بیرته پيل شي.

خوست وال دمګړۍ د کابل هوايي  ډګر بهر ته د تلو لپاره کاروي او کابل ته راتګ ډير ستونزمن بولي.

ویل کیږي چې د خوست ولایت څخه په زرګونو تنه ځوانان دمګړۍ په بهر کې په مزدورۍ لګیا دي چې ډيری یې په عربي ملکونو کې دي.

عربي متحده امارات، کویټ، قطر او سعودي عربستان هغه ملکونه دي چې پکې ډیر خوست وال کاروبار کوي.

ټاکل شوي وه چې دغه هوايي ډګر د امریکې له خوا په لس ملیونه امریکایې ډالره فعال او ترینه ملکي او پوځي الوتنې تر سره شي چې خوست وال دغه کار ته ډير خوشهاله ول.

تر اوسه نه ده څرګنده چې امریکا ولي د دغه هوايي میدان د جوړولو کار ځنډولی دی.

د خوست ولایت اوسیدونکي د هوايي ډګر د پروژې له توقف سره سخت نا امیده شوي او له مرکزي دولت او د امریکې له متحده ایالتونوغواړي چې د دغه هوايي ډګر د جوړولو چارې بیرته پیل کړي.

  

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com