میرویس جلالزی
په یمن کې د القاعدې د خاښي مرستیال مشر د عربي ملکونو په ټولو مسلمانانو غږ کړی چې به سیمه کې د یهود او نصارا پر ضد جهاد پیل کړې.
سعید الشهیر چې په یمن کې ځان د القاعدې د ډلي مرستیال بولي مسلمانان په خاموشۍ تورن کړي او له هغوي څخه یې غوښتي چې د اسلام دین د ژغورلو لپاره وسلې ته لاس کړي او خپل دښمنان وټکوي.
شهیر د سعودي عربستان تابیعت لري او څه موده په ګوانتانامو کې هم بندي وو چې اوس را خلاس شوی دی.
شهیر د هغو دیرشو کسانو په ډله کې شمیرل شوی وو چې د یمن دولت ویلي چې د ډسمبر په میاشت کې یې د پیل شویو عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.
نوموړي په یوه بیان کې چې په انټرنټ خپور شوی ویلي: (( مونږ د عربو د سیمې خلکو ته مشوره ورکوو، خپلې وسلې چمتو کړﺉ، خپل ځان او خپله خاوره وژغورۍ او له خپلو مجاهدو وروڼو سره یو ځای شۍ)).
شهیر په خپل دغه پيغام کې ویلي چې د ډسامبر په میاشت کې په هغه امریکایۍ الوتکه کې چې له هالنډ څخه امریکې ته روان وه او ټاکل شوي وه چې د یوه نایجریایۍ له لوري په بمونو والوزول شي هم القاعدې لاس درلود او دغه پلان به خپله اسامه بن لاډن جوړ کړی وو.