پوپل
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري تیره شپه له خپل افغان سیال حامد کرزي سره وکتل.
د دواړو هیوادونو مشرانو د کابل او اسلام آباد تر منځ په ګډه همکارۍ او همدا راز د اقتصادي او سوداګریزوچارو په پراختیا اوږدې خبري وکړي.
آصف علي زرداري له خپل سیال څخه وغوښتل چې د ترهګرو پر وړاندي مبارزه د دوي په څیر شدیده کړي تر څو دواړه هیوادونه او په ټوله سیمه کې د شرارت پسندو عناصرو جرړې او فعالیتونه له مینځه یوړل شي.
ویل کیږي چې حامد کرزی او زرداري به د نن ورځي په اوږدو کې یوې خبري غو نډي ته هم وینا وکړي.
د ولسمشر کرزي د دفتر یوې سرچینې نن سهار بینوا ویب پاڼي ته وویل چې حامد کرزی به له پاکستاني لوري سره د اپریل د میاشتې د سولې د جرګې په اړه هم خبري وکړي چې د حا مد کرزي له لوري طرح شوي ده .