For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
زابل: د وسلو او مهماتو لویه زیرمه ترلاسه سوه
دخپریدو نیټه  2010-03-11  م  خپرندوی : یاقوت زابلی چا پي بڼه

امنیتي چارواکي خبر ورکوي چه د زابل ولایت کي د حکومتي او نړیوالو سرتیرو په پلټنیزو عملیاتو کي یوه اندازه وسلي او مهمات تر لاسه سویدي.

د نړیوالو ځواکونو یوه خبرپاڼه لیکي چي د دوي عسکرو پرون د زابل په شرقي ولسوالۍ شاه جوي کي عملیات کول چي دغه وسلي او مهمات يي پیداکړل.

دغه خبرپاڼه زیاتوي چي په ترلاسه سویو وسلو کي ۱۲۲ ملي متري توپونه، د سړک د غاړي د بمونو توکي او نور مهمات شامل دي

د زابل ولایت امنیتي چارواکي هم وايي چي د وسلو زیرمه نیول سوې خو ورسره د تړاو په تور څوک ندي نیول سوي او زیاتوي چي انفجاري مهمات به د ایساف د ځواکونو له خوا له منځه یوړل سي

د یادولو وړ ده چي تر دي مخکي هم د سپکو او درنو وسلو زیرمې حکومت پلوه ځواکونو موندلي وي

  

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com