غفار پوپل
په کابل کې د افغان ولسمشر حامد کرزي د ځانګړي فرمان له مخې د افغانستان د ملي امنیت شورا ته دنده سپارل شوی چې د کب میاشتې تر شلمې پوري د ټولو موټرو تورې خیښي پاکي او د ترافیکو جریان ته یې شاملي کړي.
ویل کیږي چې په دې لړۍ کې د پارلمان یو شمیر وکیلانو او په خپله د کورنیو چارو وزیر حنیف اتمر هم دخپلو زغره لرونکو موټرو خیښی سپیني کړي او وروسته له دې به د کابل ښاریان وتوانیږي چې نوموړی په خپل موټر کې په رڼا ورځ وویني.
له دغه فرمان څخه دا ځل هیڅ څوک سرغړونه نشي کولای دا چې د بهرنیو هیوادونو چارواکي او د ملګرو متلونو د ديپلوماتانو برخلیک به څرنګه وي دې ته به وخت ځواب ووایې.
ځیني کابل ښاریان دې فرمان ته خوشهاله دي خو یو شمیر نور بیا وایې چې دا ځل به هم زور واکي جګړه مار او د پارلمان یو شمیر سرکش وکیلان دې ته حاضر نشي چې خپلي د موټرو تورې خیښي سپیني کړي.
رپوټونه موجود دي چې په کابل کې د مخدره توکو مافیا، جګړه ماران، یو شمیر حکومتي چارواکي او د پارلمان غوڅ اکثریت وکیلان د تورو شیشو موټر کاروي چې وخت ناوخته په همدغو موټرو کې یو شمیر جرایم چې پکې اخلاقي جرمونه هم شامل دي تر سره کیږی.