For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
دوو افغان مېرمنو د زړه ورتیا جایزي وګټلې
دخپریدو نیټه  2010-03-11  م  خپرندوی : یاقوت زابلی چا پي بڼه

شکریه اصیل او شفیقه قریشي هغه دوې افغان مېرمني دي چې د روان زیږدیز ۲۰۱۰ کال دنړۍ د لسو تر ټولو زړه ورو اومېړنیو ښځو په قطار کي يې ځای موندلی دی

د هندوستان ټایمز د خبر له مخې هر کال په نړۍ کې لس هغه ښځي چي د ښځو د حقوقو، د بشر د حقوقو، ښې حکومتدارۍ، ټولنیز پرمختګ او دتبعیض پر وړاندي په مبارزه کي تر ټولو وړاندي وي د امریکا د حکومت له لوري ټاکل کیږي.

خبر زیاتوي چې شکریه اصیل د بغلان ولایت کي د ښځو د حقوقو یوه فعاله ده چي په حکومت کي د ښځو د ونډي په اړه يې زیات زیار ایستلی او ډګرواله شفیقه بیا په افغان امنیتي ځواکونو کي افسره ده چي د پولیسو په لیکو کي ښځو د ګډون په لاره کي يې هڅي کړیدي.

د ورځپاڼي د خبر له مخي لسو ګټونکو ښځو ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیري هیلري کلنټن او د اوباما د مېرمنې میچل اوباما له خوا جایزي ورکړل سوې

  

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com