سرچینه: MENAFN اردن ټایمز
ژباړه: یاقوت
د عربي هیواد اردن چارواکي وايي چې د ناټو له لوري يې رسمي غوښتنلیک تر لاسه کړی چې افغان پولیسو ته روزنه ورکړي.
د اردن ټایمز د خبر له مخي د حکومت ویاند نبیل شریف د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کي دغه خبره وکړه او زیاته يې کړه چې هېواد يې پر دغه غوښتنه باندي غور کوي.
تیره اونۍ د ناټو سرمنشي اندرس فوغ راسموسن هم په اردن کي په یوه غونډه کي ویلي وو چې باید د اردن دولت د عراق په څير په افغانستان کي حکومتي امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکړي او پدې توګه له ناټو سره مرسته وکړي.
د ناټو سرمنشي ویلي وو چې په افغانستان کي جګړه د اسلام او مسلمانو پر ضد نه بلکه د تروریزم پر وړاندي مبارزه ده ،او ده پر ټولو اسلامي هېوادونو ږغ وکړ چي باید د تروریزم پر وړاندي په مبارزه کي برخه واخلي.
د یادولو وړ ده چي د ۲۰۰۹ کال د ډسمبر پر ۳۰مه د افغانستان په خوست کي د CIA پر یو مرکز د اردن د یو وګړي خلیل همام له لوري ځانمرګی برید وسو چي پکښي ۷ د CIA او یو د اردن استخباراتو د ادارې جاسوس ووژل سول او ۸ د سي ای اې کارکوونکي ژوبل سول.