عزمت علي
د ولسې جرګې یو شمیر وکیلانو د حامد کرزي د هغه فرمان پر وړاندي خپل شدید غبرګون ښولی چې وایې پس له دې هیڅ یو کس دا حق نلري چې د تورو خیښو په موټرو کې وګرځي.
حامد کرزي دغه کار د پلازمینې د امنیت لپاره ډیر مهم بللی دی .
د ولسې جرګې یو شمیر غړي وایې چې دوي ځکه په ښار کې د تورو خیښو په موټرو کې ګرزي چې امنیت ډیر خراب دی او دښمن د ښار زړه ته لاره کړي ده .
د ولسې جرګې ګن شمیر وکیلان دمګړۍ د تورو خیښو په موټرو کې ګرځ را ګرځ کوي.
د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې ډیری وکیلان ځکه د تورو خیښو درلودونکي موټر کاروي چې هغوي پخوانۍ شخصي دښمنۍ لري او ځینو یې په داسي کړنو هم لاس پوري کړی چې ډیری خلک یې ځورولي دي.

د ولسې جرګې مشر محمد یونس قاوني