مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-11-24   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

په اسلام کي دسلام اچولواهمیت ( ۵ ) برخه .

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

په اسلام کي  دسلام اچولواهمیت  ( ۵ ) برخه  .
ليکوال    :  علامه محمدمعین الدین ابوالفضل  ، افغاني  کان الله له ودامت برکاته .
 
بسم الله الرحمن الرحيم
 (و َإِذَا حُيِّيتُمْ بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّوا بِأَحْسَنَ مِنْهَا أَوْ رُدُّوهَا إِنَّ اللَّهَ ،كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ حَسِيبًا (86)النساء ) صدق الله العلي العظيم

قدرمنووروڼو ! داسلام لفظ له سلام څخه ماخوذ دئ ،  داسلام دین چي داسلام په نامه سره مسمی سوَيدئ یوه وجه يي داده چي دمحمدي دين ددغه مقدس نامه له اوريدلوسره سم د هر منصف اوريدونکِْي عقل اوذهن ودې ته متوجه  کيږي چي دادين دسکون،اطمنان  او د امن اوعدالت دين دئ .
 په اسلام کي چي دمسلمانانوله پاره  له يوه اوبل سره دملاقات په وخت کي کومه تحفه او ښه راغلَيْ مقررسوَيدئ دهغه نوم سلام ايښوو ل سوَيد ئ ،  اسلام دهرچادپاره امن او سلامتي  غواړي  همداسبب دئ چي اسلام له هرهغه کاره انسان رامنعه کوي چي  دبدامنۍ او ناارامۍ سبب ورته ګرزي   .
په اسلام کي چي کوم حدود ،قصاص اوتعزيرات ټاکل سوي دي هدف ورڅخه دبشرامن  او سلامتیاده تر اسلام دمخه دانسانانودامن اوسلامتیا حالات دونه خراب وه چي کله چي  به دوه انسانان په مخه سره ورغلل  نوکه به یوقوي ؤاو بل به ضعيف ؤ نوداسي مثال بې درلودئ  ، لکه یوقوي درنده چي  له کمزوري درنده سره خامخ سي  هرضعیف انسان چي  به د قوي انسان  په مخه ورغَیْ نوداسي  خوف اوترس بې ورڅخه کوئ لکه له یوه درنده څخه چي يې یوانسان کوي  .
اسلام دسلام اچولومبارکه تحیه اوتحفه  په دې منظوریوه مسنونه طريقه  وګرځوله چي کله  چي  يومسلمان  له بل مسلمان سره مخامخ سي   نو تر خبرو ړومبَئ  ددوئ هریوه له طرفه وبل ته ډاډورسي چی زماله خوابېغمه سه زه نه یوازي داکارکوم چي وتاته ضررنه در رسوم بلکه ستا د هرقسم سلامتیاغوښتونکَي یم اوستا دسلامتیادپاره دعاکوم ، دغه مبارکه جمله چي « السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته » ده داچي  کله د دوومسلمانانوتر منځ په صداقت سره تبادله سي  نوتاسي فکروکړۍ چي  څونه دیوه اوبل  دمحبت اوخلوص اوددوۍ دزړو د پیوستون  سبب به ګرزي .
تاسي دسلام عظمت دسلام ددغومبارکوالفاظوله معناڅخه وفهموۍ، یومسلمان چي و بل مسلمان ته  « السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته »  ووایي  نوددې معنا داده چي  اي زما وروره هرقسم سلامتیا دي وي پرتاباندي  دالله پاک له طرفه اورحمت اومهرباني دخداي دي وي  پرتاباندي  اوبرکتونه دخداي دي وي  پرتاباندي ،  اوس نوتاسي فکروکړۍ چي  مسلمانان چي  له یوه اوبل سره دمخامخکېدوپرمهال دغه ډول مبارکي کلمې  سره تبادله کوي  اودغه تبادله ئې په داسي حال کي  چي هریوددغوکلموپه معنااومطلب  پوه وي اوپه پوره اخلاص سره وي  اوحضوردزړه ورسره ملګرَيْ وي  نوتاسي وګورۍ چي  څومره نتیجې به ولري   .
والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery