مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-12-28   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

( ولوړومرتبوته رسوونکي لس خويونه ) :

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل أفغاني کان الله له ودامت برکاته

( ولوړومرتبوته رسوونکي لس خويونه   ) :
ليکوال  : 
ستر علمي او روحاني شخصيت ، علامه محمدمعین الدین ابوالفضل أفغاني کان الله له ودامت برکاته .

نحمده ونصلي  علي  رسوله الکريم  !
 ګرانواوعزتمنومسلمانانووروڼو حضرت  غوث الاعظم  شیخ عبدالقادرجیلاني رحمه الله په « غنیة الطالبین ج۲ص  ۱۸۷ » کښي  فرمایلي دي  چي په اسلام کي لس داسي خویونه اوصفتونه  سته چي هرڅوک چي هغه په خپل ځانکي راولي نوپه دنیااو آخرت کي به  وډېرو لوړواوبزرګومقاماتوته ورسېږي  ،دارنګه محترمو داهغه لس صفتونه دي چي دانسانیت اواسلامیت تثبیت اوتکمیل کوي اوله انسان څخه دټولني خادم ،خیرخواه اوامین  جوړه وي  چي  شرحه اوبیان دهمدغوخویو دادئ   :
( ۱  ) ـاول   له هغو خويو څخه دادئ چي بنده په الله ( جل جلاله ) قسم نکوي ، نه په رشتيا نه په درواغو ، نه په قصد نه په  غلطي  سره  .
 کله چي یومسلمان بنده  دا صفت په ځان کي محکم کړي  او عادت ئې وګرځوي  ، او خپله ژبه ځني را منع کړي نوددې په بدل کي به  ده لره  الله تعالی له خپلو انوارو څخه يوه دروازه راخلاصه کړي  چي د هغه په وجه به  دده دغه ګټي اوفائدې نصیب سي :
۱: دده په زړه کي به يو قسم اثر او منفعت پيدا سي  ،یعني چي دهغه په وجه به دده باطن مطمئن اوزړه بې  اصلاح سي  
 ۲ :  دده  په بدن کي به زياتوب ، برکت اوقوت پیداسي   .
 ۳ :  په درجه کې بې لوړوالئ راسي .
 ۴:    په عزم ، اراده او سترګو کي بې قوت پيدا سي  .
 ۵ :  د خپلو مسلمانانو وروڼو په منځ کې بې صفت او مدح شروع سي  .
 ۶:  د همسايه ګانو په منځ کي به عزتمند سي ، حتی يأتمر به من يعرفه و يهابه من يراه  ، یعني ترداسي حده چي هرڅوک چي دَيْ پېژني نوهغه به دده امراوحکم مني اوهرڅوک  چي ئې وويني نوورڅخه وېرېږي به دسام اوستارې خاوندبه سي  .
او ( ۲ ) ـ   خوۍ دادئ چي بنده له درواغو څخه ځان وساتي  ، کله چي دئ له درواغو څخه ځان وساتي ، او دا صفت په ځان کي محکم  او ټينګ وګرځوي او ژبه يې ورسره عادت سي نو دا ګټي بې نصيب سي  :
۱:  دا چي په دې سره به دده سينه الله پاک ورخلاصه کړي ، شرح صدربې الله وکړي .
 محترمو دسېنې شرحه اوخلاصوالَي هغه عظیم مقام دئ چي انسان له هرقسم نېکمرغیو سره مخامخ کوي ،همداسبب دئ چی موسي علیه السلام له الله پاک څخه دسينې دخلاصوالي سوال کړَئ دئ  لکه چي الله پاک فرمایلي دي : «ربی اشرح لی صدری» او دارنګه الله پاک وخپل پیغمبرته په خطاب کي فرمایلي دي : «الم نشرح لک صدرک ».
 او( ۲ ) داچي علم بې صاف او سوچه وګرځي ،او تر داسي حده  بې صدق او رشتيا ملکه سي چي ګواکي دَی درواغ نه پيژني ، اوله کاذب اودروغجن سړي څخه بې نفرت کېږي او کله چي دَی له يو چا څخه درواغ واوري  نو د هغه دپاره بې يولوی عيب بولي .
( ۳ )  ـ  خوۍ او صفت دادئ چي له وعده خلافۍ څخه حذر او ويره وکړي  ، مګر په هغه صورت کښي چي ده ته يو ښکاره عذر وي   ، او که دَی پر دې قادر ؤ چي له يو چا سره  بالکل وعده ونکړي فانه أقوی لأمره وأقصد لطريقه ، ځکه چي وعده خلافي له جملې څخه ددرواغو بلل کيږي  .اودمنافق  له لوعلاموڅخه  دوې علامې دادي چي په خبروکي  دروغ وايي اووعده خلافه وي  .
کله چي له دې بد خصلته څخه ځان وساتي  او په ځان کي داکار ملکه او عادت وګرځوي چي يا خو وعده نکوي له چا سره اوکه ئې وکړي  نوبیا يې مخالفت نکوي، نو دا ګټي او فايدې بې په برخه سي   : اول :  په ده کي به د سخاوت  او حيا دوه غټ صفتونه ځائ ونيسي  ، دوهم  : د صادقو او ريښتينو خلګو په منځ کي بې محبت زيات سي  ، دريم  : د الله ( جل جلاله ) په نزد بې مرتبه او درجه لوړه سي   .
( ۴ )  ـ خوۍ دادئ  چي له لعنته څخه  پر مخلوق  باندي اجتناب وکړي  ، ولا يؤذي ذرة فما فوقها   ، ددې خوۍ دا ګټي او فايدي دي چي  دا د نيکانو ، صادقانو او بزرګانو له عاداتو څخه دئ ، او ددې خوۍ خاوند لره به نيک او ښه عاقبت وي او په دنياکي به د الله پاک په ساتنه کي وي الله پاک بې حافظ وي ، سره له هغه درجو چي په نزد د خدائ پاک و ده ته ذخيره کيږي  ، او دَی به له ځايو څخه د هلاکت ليري کوي  ، او له  شره دمخلوق  بې سالم او محفوظ  ګرځوي ، او بندګان به پر مهربانه وي  ، او و الله پاک ته به د نزديکت او قرب خاوند سي  .
( ۵ )  ـ  خوۍ دادئ چي انسان داخوئ په  ځان کي راولی چي وهیچاته ښېرانکوي   که څه هم پر ده یوچاظلم کړئ وي  نوبیاهم دَیْ ښېرانه ورته کوي  فلا يقطعه بلسانه و لا يکافئه بفعاله  ،  او دا تکليف او ظلم دَی پر ځان بار کړي لپاره د رضا د خدائ پاک ، او د هغه بدله نه په خوله او نه په فعل  سره أخلي  .
دا داسي صفتونه دي چي موصوف په دوۍ سره و لوړو مرتبو ته پورته کوي ، کله چي په دې صفاتو سره څوک تأدب  حاصل کړي نو په دنيا او آخرت کي به ولوړي او شريفي مرتبې او منزلت ته ورسيږي  ، او د ټولو  خلګو په منځ کي به که  نژدې  وي او که  ليري  محبوب او خوښ کړ سي ، او  دعا بې قبليږي  او په دنياکي به په زړو کي د مؤمنانو محترم  او عزتمند وي  .
( ۶ )  ـ   خوۍ له هغو څخه دادئ چي بنده پر هيچا باندي له أهل قبلې څخه د شرک ، کفر او منافقت فيصله او شاهدي  نه  ورکوي   .
داخوۍ او صفت  انسان د الله تعالی و رحمت ته نژدې کوي او درجه او مرتبه  يې  ورلوړوي ، او پدې سره پوره والئ د سنتو راځي  او بنده له مداخلت کولو څخه په علم د خدائ کي  ، او له عذابه د خدايه ليري کوي ، و أقرب الی رضا الله ورحمته ، فانه باب شريف کريم علی الله ، يورث العبد الرحمة للخلق أجمعين  
 ( ۷ )  ـ  خوۍ دادئ  چي بنده له حرام کتلو او له قصد اوارادې څخه و يوې ګناه ته ظاهرا او باطنًا اجتناب وکړي ، او خپل اندامونه له ګناه څخه رابند او منع کړي  .
دا خوۍ په دې تلواري دنيا کي د زړه او اندامو لپاره د ثواب په حيث له ډيرو چټکو عملو څخه دئ  . سره له هغوغټوثوابوچي په آخرت کي به ورکول کېږي،۸،خوئ دادۍ چي انسان  خپل هیڅ بوج اوباروبل چاته نه ورله غاړي کوي بلکه که ئې کوچنَئ کاروي اوکه لوئ ترخپل وس پورئې په خپله کوي     په بل چائې نکوي،۹،داخوئ دۍ چي انسان وهیچاته له الله څخه پرته اسره اوطمعه نکوي،۰ ۱،خوئ دادۍ،چي انسان تواضع اوخاکساري کوي اوله کبرغروراوعجب څخه اجتناب کوي، والسلام ومن الله التوفیق  

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery