مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-01-22   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

،دنبوي غزاګانولړۍ ،ابرخه مقدمه.

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

،دنبوي غزاګانولړۍ ،ابرخه مقدمه.
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته .
بسم الله الرحمن الرحيم الحمدلله الذي قسم بجهادنا رقاب الجبابرة،وکسر بصولة غزاتنا ظهور الاکاسرة ، و قصربشجاعة مجاهدينا من الطلباء والمومنين امال القياصرة،الذين لم تزل قلوبهم عن حکم الله تعالی نافرة،حتي اذاجائهم الوعدالحق فارداهم في الحافرة،فنقلوامن القصور  الي القبور ، و من ضيآء العهود الی ظلمة اللحود ، ومن ملاعبة الجواري و الغلمان الی مقاساة الهوام و الديدان  ، ونشهد أن لا اله الا هو وحده لا شريک له ، ونشهد أن سيدنا محمــــــد عبده ورسوله ، وصلی الله تعالی عليه و علی آله و أصحابه أجمعين  .  ګرانو او محترمو اسلامي وروڼو !  د نبوي غزاګانو لړۍ مي د بېشماره عالي مقاصدو ،  منافعو او ګټو په خاطر وتاسي محترمو ته پيل کړه ، چي يوه برخه د هغو مقاصدو په دې شرحه ده  :
اول     :  چي مسلمانان پدې په ښه توګه پوه سي چي په اسلام کښي د جهاد او غزا مشروعيت د څه مقصد لپاره سوئ دئ ؟  .
دوهم   :    چي مسلمانان له دې څخه اګاه سي چي مسلمان د خپل دين د حفاظت دپاره ، او دارنګه د دين د دښمنانو د شر او فساد د شنډولو او خنثاکولو دپاره څه مسؤليت لري او څونه پدې لار کښي بايد زړه ور ، دلاور او فداکاره وي .
دريم     :    چي د دين  د دُښمنانو د داسي ناروا اعتراضو جوابونه د هر مسلمان په ذهن کښي قرار ونيسي چي دوۍ وايي چي اسلام يو خونريزه مذهب دئ او ويني تويول يې مقصد دي ، او د وينو تويولو له لاري په جامعه کښي و خپلو أهدافو ته ځان رسونکئ دئ  . 
څلرم      :    چي مجاهدين مسلمانان دا درس او معرفت حاصل کړي چي د دين د دښمنانو په جنګ کښي له ټپو ، زخمو  او له قتليدلو سره او دارنګه له نورو جاني او مالي خساراتو او مشکلاتو سره لاس په ګريوان کيدل د الـــــهـــــي حکمتونو له تقاضاؤ څخه يوه تقاضا ده ، او عاقبت او انجام يې د ګټي او نيکمرغۍ دئ   .
پنځم      :     چي  اسلامي فداکاران  او سربکف مجاهدین له د ې څخه په دقیقه وجه سره آګاه سي چي  د کومو عواملو په  سبب  مجاهدین له ناکامِۍ سره مخامخ کېږي اوکوم امور ، اعمال  اوکوم ډول  سلوک د غازیانو دکامیابۍ اوپرمخ تګ سبب ګرځي   .
شپږم        :     چي  جهادکوونکي ځوانان په نېکه توګه وپوهېږي چي  د مجاهدینودپاره په خپل منځ  کي څه قسم  له یوه بل سره رویه اوچلند اوڅه قسم مینه ، محبت ، ایثار او رحم په کاردئ ، اوله نورو عامو مسلمانو سره ودوۍ ته څه ډول  اخلاق په کاردي   . 
اوم          :     چي مجاهدین  په دې باره کي دخُبْرت اومعرفت خاوندان سي چي اسلامي  جهاداوجنګ له کفري جنګونو څخه دجنګیالانو داخلاقو په لحاظ ، دجنګ دلارو چارو په اعتبار، دجنګي اهدافوپه اعتبار ، د جنګ دقومندانانو د تدبیر اوتنظیم په اعتبار وهکذا څه قسم امتیازات لري  ؟ .
اتم       :      چي مسلمانان  مجاهدین  په دې وپوهېږي چي  مجاهد بایدد د ښمن په پرتله دجنګ په حالاتو کي  په  صبرکي ، په شجاعت کي  ، په ثبات اوعزم کي ، دمشکلاتوپه ګاللوکي دجان اومال دنقصان په تحمل کي  په څونه اندازه باید زیات وي  .
نهم        :     چي ومجاهدینو ته ددې درس ورکړسي چي مجاهد ته په څونه اندازه کي دجهاد او د جهاد د ثوابونو  او د شهادت شوق اومینه په کارده   .
لسم         :     چي مسلمانان نارینه اوښځي خبرداره سي چي دمجاهدینوپه څونه اندازه کومک ، عزت ،  احترام  اوحفاظت پرمسلمانانوباندي لازم د ئ  . 
یوولسم      :    چي مجاهدین په دې باندي  خبرداره سي چي له غنیمت اوبیت المال سره څونه احتیاط باید وکړي   . 
دوولسم     :   چي مجاهدین  له دې څخه خبردارسي چي دخپل قوماندان اوامیرپه باره کي دَیْ څه مسئولیت  لري .
 دیارلسم  :   چي دمجاهدینومشېرانو ته دادرس حاصل سي چي دوۍ له مجاهدینوسره دشهیدانوله کورنیو بایدڅنګه سلوک وکړي اوپه څونه اندازه کي بایدتقوی داره  اوخدای پاره وي  ، دامي دمشت نمونه خروار په ډول درته ذکر کړل     .  
والسلام ومن الله التوفیق   .
نوربیا ..........

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery