مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-01-31   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دنبوي غزاګانو لړۍ (۴) برخه ، د بدر غزا .

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

 

 

دنبوي غزاګانو لړۍ (۴) برخه ، د بدر غزا .

ليکوال   :    علامه محمدمعین الدین ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته  .

 

ګرانو او قدرمنو اسلامي وروڼو  ! په دې برخه کښي یوه برخه د هغه څه درته وايم کوم چي په تيره برخه کي مي د هغه وعده درسره کړېوه   ، په تيره برخه کښي ما داسي درته ويلي ؤ     

په راتلونکې برخه کښي به  انشآء الله د هغو حکمتو ، پندو او علمي ګټو بيان درته وسي کوم چي په دغه ذکر سوي بيان کښي  له دغو لاندي أمورو څخه يې استنباط او استخراج کيدلاۍ سي   :

( ۱ )   :  د بدر د غازيانو شمير چي (۳۱۳)  وو  .

( ۲ )   :  د سورليو کمبود نسبت و شمير د غازيانو ته  .

( ۳ )  :  د اسلام د پيغمبر  (صلی الله عليه وسلم ) په خپل نوبت کښي پياده تلل .

( ۴ )  :  دا چي حضرت علي او أبو لُبابه دواړو خپل نوبت ونبي    (صلی الله عليه وسلم ) ته وروبخښئ  ، سره له دې نبي عليه السلام له دوۍ څخه د دوۍ دغه لورَونه قبوله نکړه  . 

 په دې برخه کي  داول اودوه مطلب  په اړه  وبیان ته ځیرسۍ

د بدر د غازيانو د شمير حکمت او سر    :

محترمو وروڼو  ! د بدر د غزا تر پيل له مخه الله پاک له مختلفو لارو څخه  د مسلمانانو وزړو او ذهنو ته د فتح ، نصرت او د بري زيري ورسول ، او دارنګه  په متعددو ډولو سره الله پاک د مشرکانو ، خصوصًا د أبو جهل په شان د سرکښه کافرانو و زړو ته دا خبر ورسوله چي تاسي به په دې جنګ کښي له ذلت ، خواري او رسوايي سره ، او دارنګه له جاني او مالي زيانو سره مخامخ کيږۍ او په دغه جنګ کښي ستاسي نصيب او برخه سراسر انهزام او مغلوبيت ده  ، چي ددغو ټولو الهي بشارتو بيان به تاسي ته نوبت په نوبت په خپل خپل ځائ کي انشآءالله راسي   .

 خو د مسلمانانو هم هلته پوره يقين  پر دې خبره باندي راغلئ چي فلان  او فلان کارونه له الهي لوري څخه د جنګ تر  پيل له مخه لا وموږ ته د فتح او نصرت بشارتونه وو  ، چي کله دوۍ کاميابي د سر په سترګو وليدله او کافران هم هلته په دې باندي وپوهيدل  چي فلان او فلان کارونه چي د جنګ تر پيل له مخه لا واقع سول دا ځموږ دپاره د انهزام ، مغلوبيت او د بربادۍ اخبار ؤ  خو موږ نه په پوهيدلو   .

نو محترمو وروڼو له جملې څخه دددغو الهي مبشراتو و مسلمانانو ته يو شئ دا ؤ چي دوۍ فقط و فقط درې سوه او ديارلس ۳۱۳ نفره د قريشو د قافلې د راګرځولو دپاره له مدينې څخه راووتل ، او په ناڅاپي توګه په همدغه شمير أصحاب د مشرکانو د زبردست لښکر و برخورد ته مجبور کړه سول   ، دا ځکه له مبشراتو څخه ؤ چي حضرت طالوت چي له کومو کفارو سره په جنګ کولو مأمور سو  نو دَي او دده ملګري ټول ۳۱۳ وو او ددښمن شمير تر حساب وتلئ ؤ ، سره له دې الله پاک د دوۍ امداد وکړ او د دوۍ مقابل لورئ  (کفار) يې له بې مثاله شکست سره مخامخ کړل ، او د دُښمن باچا او د دُښمن په صف کښي تر ټولو لوۍ سرکښه کافر  « جالوت » يې د حضرت داؤد (عليه السلام) په توسط چي په هغه وخت کښي ډير کمسنه هم ؤ په قتل ورسوئ  ، دبدر په غزا کي هم دمکې د کفارو جالوت  :« أبوجهل مردود»  د دوو کمسنو هلکانو په  توسط په قتل ورسيدئ  کوم چي د حضرت عَفرآء (رضي الله تعالی عنها) دوه ځامن ؤ چي يو  مَعاذ او بل مُعَوّذ  نوميدئ   .چي تفصېل بې په خپل  ځای کي درته راسي ان شاءالله

له حضرت طالوت سره چي کوم خلګ تر هغه نهر او غټي والې واوښتل کوم چي په قرآنکريم کښي يې ذکر راغلئ دئ  ، نو هغوۍ چي خپل قلت (ليږوالئ ) او د دُښمن کثرت (ډيروالئ) وليدئ  نو په دوۍ کښي ځيني و ځينو نورو ته تسله ورکونکي وګرځيدل  ، د بدر په غزا کښي هم کله چي مسلمانانو ته دا خبره يقيني سوه چي ځموږ او د کفارو جنګ حتمي کيدونکئ دئ  ، او له يوه طرفه يې د کفارو په جنګي سامان آلاتو سره زبردست مُجَهز والئ او کثرت وليد ئ ، اوله بله طرفه يې خپل غير مجهز توب او قلت ملحوظ کړ ، نو و يوه او بل ته يې په ډاډ ورکولو سره پيل وکړ  ، لکه چي تفصيل بې په مکمل ډول انشآءالله درته راسي  .

  

د  مجاهدینواوددوئ دسورليواوجنګي وسائلودقلت او   کمبود حکمتونه   :   

ګرانو ديني وروڼو  !  د سليم وجدان او سالم عقل او معرفت خاوند چي په دې موضوع کښي دقيق او عميق تدبُر او فکر وکړي  نو په نتيجه کښي يې په دې شرحه حکمتونه تر لاسه کولائ سي   :

( ۱ )  : اول الهي حکمت په دې کښي دا ؤ چي مسلمانان  په کامله توګه د عُجز او احتياج په مقام کي واقع سي اودظاهري اسبابو او سامان الاتو ملاحظه  يې په دې لاره کښي خنډ واقع نسي  ؛ ځکه چي کله ددُښمن په پرتله د مجاهدينو ظاهري تعداد او أسباب د ډاډ وړ وي  نو بيا کله ناکله کيدائ سي چي مجاهدين د ظاهري اسبابو په وجه فتح او برئ د خپل ځان دپاره لازم وګڼي  ، او اعتماد او اتکآء پر أسبابو وکړي  او د الله (جل جلاله) له مخفي مَکر څخه څه ناڅه په غفلت کښي راسي  ، نو په دې وجه و الله پاک ته په عجز او احتياج کي کمبود ورڅخه صادر سي  ، چي دا سبب د ناکامي او انهزام جوړيږي  .

د حُنَين په غزا کښي څرنګه چي د مجاهدينو شمير هم خورا زيات ؤ ، او جنګي سامان آلات يې هم فراوان درلول  نو په دوۍ کښي ځينو داسي وويل چي  نن خو بيخي پر موږ باندي دُښمن نسي غالبه کيدلائ  !!! نو الله پاک په ناڅاپي توګه دوۍ له شکست سره مخامخ کړل چي په نتيجه کښي د جنګ په ميدان کښي د يو څه وخت دپاره تقريبًا يواځي  حضرت مُحـــمـــد (صلی الله عليه وسلم) پاته سو چو خپله سورلۍ يې د دُښمن پر خوا ور مارش کوله او داسي يې ويل  :  « انا النبي لا کذب ،  انا بنُ عبدالمطلب »   يعني زه د الله پاک نبي يم په دې کښي هيڅ دروغ نسته ، او زه د عبدالمطلب ځوۍ يم (يعني لمسئ يې يم ، کوم چي په شجاعت او جوانمردي سره يې تاسي ټول پيژنۍ  )  .

الله (جل جلاله) په قرآن پاک کښي د حُنين و غازيانو ته د دوۍ د شکت سبب په خپل دغه قول کښي چي : « ويومَ حُنينٍ اذ أعجبتکم کثرتکم الخ »  ذکر کړئ دئ  .

( ۲ )  :  دوهم حکمت په دې کښي دا ؤ چي څرنګه چي د بدر غزا د هغو غزاګانو له جملې څخه اوله غزا وه کوم چي عملي برخورد د مسلمانانو له کفارو سره پکښي راغلئ دئ  نو په دې وجه الهي حکمت ددې مقتضي سو چي د بدر غازيان تر يوم القيامة پوري  و مسلمانانوته بالخصوص مجاهدينو او غازيانو ته  يو قسم درس او تعليم ددې وګرځوي چي مسلمانان بايد د کاميابۍ عامل ظاهري طاقت او قوت و نه بولي  ، کچيري مسلمانان او مجاهدين د کفارو په پرتله  د نفوسو په اعتبار يا د جنګي سامانو او آلاتو په اعتبار ، يا په کوم بل اعتبار کمزوري وي  نو دا بايد د دوۍ د وارخطايي سبب ونګرځي  ، دا بايد د دوۍ پر شجاعت او غيرت باندي کوم منفي أثر وانه چوي  ، دا بايد دوۍ له فتح او بري څخه ناهيلي نکړي   .

 او دارنګه د دُښمن د نفوسو او جنګي وسايلو ډير والئ بايد د دښمن د غلبې ضامن ونګڼي  ، بلکي څونه چي مسلمانان د دُښمن  په مقابل کي په ظاهري لحاظ بې وسه وي نو په هغه اندازه کښي دوۍ بايد پر بري او کاميابي خپلي باندي اعتماد او باور وکړي    ، او د الله ( جل جلاله) دغه ارشاد چي د طالوت د مجاهدينو له وينا څخه يې حکايت پکښي کړئ دئ خپل نصبُ العين وګرځوي    چي  :  « کم من فئة قليلة غلبت فئة  کثيرة  باذن الله  »    .

والسلام ومن الله التوفیق .

                                                                     نوربيا ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery