مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-02-03   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دنبوي غزاګانو لړۍ (۵) برخه ، د بدر غزا .

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

       دنبوي غزاګانو لړۍ (۵) برخه ، د بدر غزا .

ليکوال   :    علامه محمدمعین الدین ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته 

بسم الله الرحمن الرحیم، نحمده ونصلی لی رسوله الکریم،

ګرانوپه دین باندي مینواسلامي  وروڼو په دې برخه کي  ددغودوونبوي کارودحکمتوپه اړه معلومات درکوم چي دبدر وغزاته په تلوتلوکي داسلام له پيغمبرحضرت محمدصلی الله علیه وسلم څخه صادرسول اول داچي داسلام پیغمبربه په دغه سفرکي دنورواصحابوپه  شان

 په خپل نوبت کښي پياده تلَیْ . دوهمداچي  دده دمبارکي اوښي په  سفرتیاکي چي  کوم دوه صحابه شریکان ؤ

چي حضرت علي او أبو لُبابه ؤ نودوئ دواړو خپل نوبت ونبي    (صلی الله عليه وسلم ) ته وروبخښئ  ، سره له دې نبي عليه السلام له دوۍ څخه د دوۍ دغه لورَونه قبوله نکړه  .  قدرمنووروڼونه ماالحمدلله علم په سطحي اوسرسري  ډول  حاصل کړَيْدئ اونه مي  دکوم کتاب تعلیم  ویوچاته په چټل نویسه ډول کړَیْدۍ اونه مي داوجدان قبلوي  چي دکومي موضوع په باب  سطحي بیان  وليکم   نوځکه مي دبدردغزا بیان په دا سي ډول پیل کړَیْد ۍ چي ددې غزا دهري جزئیې په باره کي دقیقه څېړنه کوم،اوس ومطلب ته راځم  ګرانووروڼوڅرنګه چي زموږاوستاسي ګران  پیغمبرصلی الله علیه وسلم لکه څرنګه چي نبي اورسول ؤ امام اوبادشاه هم ؤ قوماندا ن اوامیر اوقاضي هم وو تریوم القیامه پوري په هرباب کي دنېک مرغئ اوبشري سعادت داخلاقوادبیاتو،لاروچاروبنسټ ايښودونکَی وونوپه دې کښي  چي له  اصحابوسره په مساوي ډول  دَي مبارک دبدروغزاته په تلوکي کله پیاده اوکله سپورتلَيْ  ډېرمصلحتونه  متحقق ووچي په دې شرحه وو،۱،چي دامت ومشرانوقومندانانوامیرانوجنرلانوته دایوقسم  عملي هدات سي چي باید دوئ هریوله خپلوزېردستانوسره  داسي  واوسي لکه یوله دوي  ،لکه چي نبي علیه الصلوة واسلام فرمایلي دي ،کن فی الناس کاحدمن الناس،۲،چي  وجنګي قوماندانانو اوامیرانوته  په دې سره داتعلیم رکړسي چي دوی بایددجنګ په جریان کي دافرادوپه ډول زحمت اوتکلیف برداشت کړي اوخاص دخپلوځانودپاره دراحت اوآسوده ګِۍ په لټه کي نسي،۳،چي ودويته داسي درس ورکړسي  چي دالله پاک دثواب دحاصلولوله پاره لکه څرنګه چي دوي افرادوته دجهادي مشکاتودګاللوترغیب ورکوي نودوی په خپله په اول قدم کي باید داجراوثواب وګټلوته رغبت کوونکي وي ،همداسبب دۍ چي په شریعت کي دامیرله عمده مسئولیتوڅخه يوغټ

مسئوليت دامقررسوَیْدۍ چی دمسلمانانوامیر باید له ځانه څخه درعيت دپاره قدوه حسنه جوړه کړي نه قدوه سیئه، ددې خبري توضيح داده چي دبشر اوانسان په طبيعت کښي  داخبره پرته ده چي څوک قوي اوقدرت والا وي  نودهغومتابعت کوي عام له دې که هغه پرسمه لارباندي روان وي او که پرچپه لار باندي وي ،څرنګه چي امير دتسلط اودقدرت والادۍ اوخلګ وده ته په ډېروکاروکښي خپله اړتيا هم  محسوسه وي  اودده دقهر اوقوت څخه ترس  هم لري  نو په اغلبي ډول چي څه کوي خلګ هم هغه تعقيبوي اوکوی ئې که اميرخداۍ پرست ونورعيت به هم  الله پرسته وي که اميرعادل وونوعمال دده به هم عادلان وي ،که اميربت پرست وو نورعيت به هم هغسي وي که اميرظالم وونوعمال به يې هم ظالمان وي لکه چي هدايت دۍ«الناس علي دين ملوکهم» خلګ پردين دخپلوبادشاهانو دي ، اولکه شيخ سعدي چي فرمايلي دي :

به پنج بيضه که سلطان ستم روادارد،      ،،  زنند لشکريانش هزارمرغ به تيغ

ترجمه :

په پنځو هګيوسره که بادشاه پررعيت باندي ظلم وکړي نو لښکر دبادشاه به زرچرګان له رعيت څخه په ظلم واخلي، همداسبب دۍ چي کله  چی له حضرت محمدصلي الله عليه وسلم څخه ددې پښتنه وسوه چي دغه امرِ صالح به  چي الله جل جلاله   له جاهليت څخه وروسته خلګوته راوستۍ چي دين داسلام دۍ ترکومه وقته باقي وي  نوحضرت رسول اکرم عليه الصلوة والسلام ورته وفرمايل«مااستقامت بکم ائمتکم(رواه البخاري)ـ

يعني ترهغه وخته  پوری به دغه مبارک دین داسلام اوددغه دین برکات په تاسی کښی پاته وی چی ستاسی امامان امیران سره له تاسی مستقیم اوبرابروی، ددې حدیث روایت بخاری کړی دۍـ

همدارنګه داسلام دمقدس دين اودمسلمانودوهم خليفه  عمرفاروق رضی الله عنه فرمايلي دي :

ان الناس لم يزالوامستقيمين مااستقامت لهم ائمتهم وهداتهم ـ ( رواه البيهقي)

ترجمه: همېشه به خلګ په لار ددين برابر روان وي ترڅو چي ددوۍ امامان اوراه نمايان پرلار باندي برابر وي ـ

همدارنګه حضرت عمر فاروق رضي الله تعالي عنه فرمايلي دي

«الرعية مؤدية الی الامام ماادی الامام الله فان رتع الامام رتعوا»(طبقات ابن سعد)

ترجمه: رعيت به هغه معامله له خپل امام اواميرسره کوي کومه معامله چي امام اوامير يې له خداۍ پاک سره کوي ،   همداوجه وه چي حضرت اميرالمؤمنين عمررضي الله تعالي عنه به خپله کورنۍ په اول قدم کښي له هغه کاره منعه کوله کوم چي ده به قصددرلودۍ ددې چي خلګ له هغه څخه رامنعه کړي لکه چي په طبقات کبري په صفحه     « ۲۸۹»کښي ذکردي، کان عمر اذااراد ان ينهي الناس عن شيء تقدم لاهله  فقال لااعلمن احداوقع في شيء ممانهيت عنه الااضعفت له العقوبة ،

  په موجوده زمانه کښی چی دمسلمانانو اميران اوحاکمان له صراط مستقيم څخه منحرف سويدي اودکفارودغلامۍ کړۍ يې وغاړوته اچولې ده اودکفارورسم اورواج اوکفري عنعنات يې معمول بهاګرځولي دي اوپه خپلومنځوکښي په عداوت اودښمنیوسره اخته دي اوخودکامي ،جاه طلبي اوعیاشی ئې نصب العين ګرځولې ده اودين او

آخرت اواسلامي نام اوننګ يې وشاته کړیدۍ نورعيت اوخلګ هم په اکثري ډول ددوۍ پرنقش قدم باندی روان دي ـ

 

والسلام ومن الله التوفيق

په دې اړه نوربيا. . .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery