مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-02-06   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دنبوي غزاګانو لړۍ (۶) برخه ، د بدر غزا .

ليکوال : علامه محمدمعین الدین ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
دنبوي غزاګانو لړۍ (۶) برخه ، د بدر غزا .
ليکوال   :    علامه محمدمعین الدین ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته 
بسم الله الرحمن الرحیم نحمده ونصلی علی رسوله الکریم   .
محترمووروڼومطابق دهغه چي دطبقات  ابن سعدپه « ج۲ص،۱۲» کي راغلي د ي  چي درمضان  مبارک په دوولسم تاریخ  نبي (صلی الله عليه وسلم) سره له أصحاب کرامو له مدېنې څخه دبدرپرلوري روانسو ، اوپه دغه وخت کي  دبدردعظیم فیصله کن جنګ هیڅ  فکر داسلام له پیغمبراودده له اصحابوسره نه ؤ ؛  ځکه دوۍ له دې ناڅاپي پېښي څخه څه خبر وو چي مشرکان دمکې به په دونه زبردست مجهز تعدادسره دابوسفیان  اودده دملګرواودقافلې دحفاظت دپاره را اوځي  اودمدېنې انتظام اودلمانځه امامت ئې وعبدالله ابن ام مکتوم  (رضی الله عنه ) ته وسپاره  ،  کله چي و «بیرابې عنبه » ته ورسېدئ  ( چي  له مدینې څخه  یومیل قدرلري دئ )  نوپه خپلوملګرواصحابوکي ئې وکتل   کوم نفر چي کم سِنه  وو  نوهغه ئې بیرته ومدینې ته و اپس کړل  ، بیا چي کله و «روحاء »ته ورسېدئ نوحضرت ابولبابه دعبدالمنذرځوۍئې خپل قائم مقامه کړ اودحاکم په حیث  يې  ومدینې ته  واپس کړ    .
محترمووروڼو ! اوس به دا بيان پر دغه ځائ باندي پريږدو چي له « روحآء» څخه د اسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) و کوم طرفته روان سو او د أبوسفيان د قافلې د حالاتو او دارنګه د مکې د قريشو د صورتحال د معلومولو د پاره يې څوک وليږل   او هغوۍ بيا څنګه حال ورته راوړئ  ؟ او دارنګه أبوسفيان له دې څخه څنګه خبر سو چي نبي (صلی الله عليه وسلم) سره له أصحابو په دوۍ پسي راوتلئ دئ  چي په نتيجه کښي يې ضمضم بن عمرو د يو څه حق الزحمة په ورکولو سره په عاجله توګه و مکې ته وليږئ  ؟ په دغه برخه کښي زه وتاسي ته د حضرت عاتکې (رضي الله تعالی عنها ) کوم چي د نبي (صلی الله عليه وسلم) عمه وه د يوه عظيم الشانه خوب ذکر درته کوَم  ، کوم چي د مکې په مشرکانو کښي د أبو سفيان له طرفه د چغي تر ګډيدلو  درې ورځي له مخه دې وليدئ ، د حضرت بي بي عاتکې دغه خوب يو له هغو سترو غيبي مُبَشٌِراتو څخه ؤ کوم چي د جنګ تر پيل لا له مخه يې د مکې پر مشرکانو باندي  د بدمرغۍ زيري وکړل  ، او د اسلام د پيغمبر (صلی الله عليه وسلم )  او دده د أصحابو   د بري او د کاميابۍ زيري ئې شا ئع کول   .
قدرمنو وروڼو ! درې ورځي تر دې له مخه چي د أبو سفيان له طرفه ( کم چي د قافلې مشر ؤ ) يو سړئ د ضمضم بن عمرو غفاري په نامه د مکې پر مشرکانو باندي دا چغه ګډه وي چي محمد  (صلی الله عليه وسلم)  او دده ملګري په قافله پسي راوتلي دي نو تاسي په ډيره سخته عاجلانه توګه بايد د قافلې د بچ کولو دپاره راووځۍ 
حضرت عاتکې ( رضي الله تعالی عنها) چي د عبد المطلب لور او د نبي (صلی الله عليه وسلم) عمه وه  يو ډير عظيم الشانه خوب وليدئ  ، کله چي سهار سو نو وخپل ورور عباس بن عبدالمطلب ته يې خبر ورکړ چي نن شپه مي يو خوب  وليدئ  او زه يې په وېره کي واچولم ، چي د هغه  په سبب خامخا شر او بلا راتلونکې ده  ستا پر قوم باندي  ! !!  عباس ورته وويل  چي څنګه خوب دي وليدئ  ؟ دې ورته وويل چي يو سړئ مي وليدئ چي پر يو اوښ باندي راغلئ بيا پر  أبطح  ( په مکه کي د يوې شېلې نوم دئ )  باندي ودريدئ  او وې ويل  : ووځۍ اې د غدر خاوندانو و خپلو ځايوته  د قتل او مرګ په درو ورځو کي ، نو خلګو غوږ ورته ونيوۍ او ورته راجمع سوه ، بيا دده اوښ و مسجد حرام ته ننوتئ او خلګ ورته راجمع سوه  ، بيا ناڅاپه دَی پر سر باندي  د کعبې شريفي ودرېدَی  بيا يې وويل  :  ووځۍ  اې د غدر خاوندانو و خپلو ځايوته  د قتل او مرګ په درو ورځو کي   ،  بيا يې يوه ډبره راواخستله  او د غره د سره څخه يې راوغورځوله  ، او ډبره دغره وپای ته په رارسېدوسره ټوټه ټوټه سوه  او په هر کور کي  دقوم ستا  ددې يوه ټوټه وموښتله   تر داسي حده چي يو کور هم نه سو ځني پاته  ، بيا حضرت عباس ورته وويل چي قسم په خدائ دۍ چي  دا يو غټ خوب دئ او پټ يې که چي څوک خبر نسي  . عاتکې ورته وويل چي  ته هم دا خوب  پټ وساته که چيري قريش له دې څخه خبر سي نو تکليف او ضرر به راورسوي  ، کله چي حضرت عباس له دې څخه راروان سو نو « وليد بن عتبه » ورسره يو ځائ سو او هغه دده اشنائ او ملګرئ ؤ  او ددې خوب يادونه يې ورته وکړه او ورته وې ويل چي دا خبره پټه لره  ، خو وليد و خپل پلار ته راغلئ او ددې خوب ذکر يې ورته وکړ  او دا خبره افشا او ښکاره سوه ، عباس وايي   : کله  چي سهار زه وکعبې شريفي  ته ورغلم نو هلته ابوجهل ؤ او راته وې ويل  چي اې ابو الفضله  (دحضرت عباس اسم کنية دئ )  دغه نبيه په تاسي کي څه  وخت پيدا سوه  ؟ ما ورته وويل چي  څه خبره  ده ؟  ابو جهل وويل د هغه خوب پوښتنه کوم چي عاتکې ليدلئ دئ  ( او زياته يې کړه  )  اې د عبدالمطلب اولادې  ! ايا په دې لا نه سواست  خوشحاله چي سړو مو د نبوت دعوه وکړه تر څو چي اوس مو ښځي هم د نبوت دعوګيري سوې  ، موږ به تر درو ورځو پوري  کومي چي عاتکې و يلي دي انتظار وکړو کچيري دا خبر رشتيا وه نو معلومه به سي  ، او که داسي نه وسوه نو ستاسي پر ضد به موږ داسي کتاب او خط وليکو چي تاسي په عربو کي تر ټولو دروغجنه او کاذبه کورنۍ ياست   . نو
کله چي درې ورځي پوره سوې  نو دابوسفيان له طرفه يو سړئ چي ضمضم بن عمرو نوميدئ د قافلې حال راوړلو د پاره مکې ته راورسيدئ  او خبر يې ورکړ چي  پر قافلې باندي محمد (صلی الله عليه وسلم ) او د هغه اصحاب د حملې کولو دپاره راوتلي دي دمکۍ مشرکانو ددې خبري له اورېدلوسره سم  دقافلې دبچ کولوپه خاطر دوۍ مجهز او اماده  سول  او د قافلې د حفاظت دپاره ورووتله  ، بيا ودوۍ ته هغه مصيبت ورورسيدئ کوم چي په مبتلا سوه ، بيا عاتکې په دې باره کښي يو څو بيتونه هم  جوړ کړه  
(ابن اسحاق،حاکم،بیهقي  کذافي  الخصائص الکبری ،ج۱ص ۳۲۶ )  .
 والسلام ومن الله التوفیق .
نوربيا ...
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery