مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-03-06   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دنبوي غزاګانو لړۍ (۸) برخه ، د بدر غزا.

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل ، أفغاني کان الله له ودامت برکاته .

دنبوي غزاګانو لړۍ  (۸) برخه ، د بدر غزا.
ليکوال   : علامه محمدمعین الدین ابوالفضل ، أفغاني کان الله له ودامت برکاته .

د اسلام پیغمبر د مجاهدينو د لښکر تقسیم او تشکيل په څه قسم وکړ ؟
محترمو وروڼو ! د اسلام پیغمبر د مجاهدینو دغه درې سوه اودیارلس کسيز لښکر دوې قطعې او برخي کړل  ، يوه برخه او قطعه يې له مهاجرینو صحابه ؤ څخه جوړه کړه ، او بله برخه يې له أنصارو صحابه ؤ څخه جوړه کړه ، د مهاجرینو د لښکر بيرغ يې و حضرت علي (کرم الله وجهه) ته ورکړ ، او د أنصارو د لښکر بيرغ يې و حضرت سَعد بن معاذ (رضي الله عنه) ته ورکړ  .
او د لښکر د عمومي قيادت بيرغ يې کوم چي رنګ يې تک سپين ؤ و حضرت مصعَب بن عُمير قرشي عبدري ته ورکړ  ، او د ميمنة الجيش أفسر يې حضرت زبير بن العوام (رضي الله تعالی عنه) مقرر کړ ، او د ميسرة الجیش أفسر يې حضرت مقداد بن أسود (رضي الله عنه) مقرر کړ  .
موږ په تيرو برخو کښي وتاسو ته ددې خبري ذکر کړئ ؤ چي په دغه ټول لښکر کښي صرف دوه اسان وو ، چي يو د زبير بن العوام ؤ او بل د مقداد بن أسود ؤ .
او دساقة الجيش قومانده يې و حضرت قيس بن أبي صَعصَعَه ته حواله کړه ، او د عمومي قوماندې دپاره د اسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) خپل ځان منتخب کړ  .
 د اسلام پیغمبر سره له دغو مجاهدينو د مدينې له خولې څخه راووتئ او پر عامه لويه لار باندي (کومه چي و مکې ته تللې وه) راروان سو ، کله چي و هغه ځائ ته ورسيدئ کوم چي «روحآء» يا «بير روحآء» ورته ويل کيږي او له همدغه ځائ څخه راتير سو ، نو ومکې ته تللې لار يې وچپه طرفته پرېښووله او پر راسته طرف باندي راروان سول په داسي حال کښي چي اراده يې ددې وه چي وبدر ته ځانونه ورسوي ، کله چي پر دغه لار باندي په تلو تلو کښي و هغه ځائ ته نژدې سو کوم چي د صَفـــــرا ءپه نامه سره ياديدئ نو د اسلام پيغمبر دوه نفره (چي یو بسبَس بن عَمرو جُهَني ؤ او بل عَدي بن ابي الزغباء جُهَني ؤ) و بدر ته د دوو کارو دپاره وليږل : اول کار دا ؤ چي دوۍ د مکې د قريشو حالات معلوم کړي ، یعني چي هغه د ابو سُفیان له قافلې څخه او د اسلام د پیغمبر له راوتلو څخه په غفلت کښي دي او که خبره څه سره ښوريدلې ده ، دوهم  کار دا ؤ چي د أبو سفيان د قافلې معلومات وکړي  .
کله چي د اسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) او ورسره أصحاب کرام د صفراء و مقام ته ورسيدل نو دغه دوه ذکر سوي صحابه په داسي حال کښي د اسلام و پيغمبر ته بيرته راورسيدل چي د قريشو معلومات يې له ځانو سره راوړئ ؤ ، دوۍ دواړو د اسلام وپيغمبر ته وويل چي د مکې قريشو د خپلي تجارتي قافلې د حفاطت او ساتني دپاره د يوه ډير زبردست لښکر امادګي کړې ده ، دا خبره به بيا وروسته انشآء الله په تفصيل سره درته راسي چي د مکې مشرکان له کومي لاري خبر سول چي حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) او اصحاب دده ددوۍ د قافلې په نيت راوتلي دي ، او په څه ډول او په څونه اندازه کښي يې خپل لښکر له مکې څخه د بدر و لوري ته د قافلې د حفاظت دپاره راروان کړ  ؟ .
دلته اوس په دې باره کښي تفصيل درته کوم چي کله بَسبَس او عَدي و نبي (عليه السلام) ته د مکې د قريشو د يوه جرار لښکر له امادګۍ څخه اطلاع ورکړه نو د اسلام پيغمبر او دده فداکارو اصحابو څه قسم عکس العمل ښکاره کړ  ؟
محترمو وروڼو ! له دغي اطلاع څخه وروسته پر نورو انديښنو سربيره د اسلام و پيغمبر ته د انصارو صحابه ؤ په باره کښي کوم چي له ده سره په دغه سفر کښي ملګري وو  سخت تشويش  پیداسو ؛ ځکه يو خو تر دغه له مخه درې سَريې او يوه د بَدر أولی غزا منځته راغلي وې چي تفصيل بې په خپل ځائ کښي بیا انشاء الله درته راسي ، په دغو څلورو کښي له انصارو څخه یو نفر هم له مجاهدينو سره نه ؤ وتلئ ، او بل انصارو چي کوم وخت بیعت په مکه شريفه کښي له نبي (علیه السلام) سره کړئ ؤ (چي د بيعت عَقبة په نامه سره ياديږي) په هغه کښي د انصارو له لوري څخه معاهده په دې ډول سوېوه چي داخل په مدينه کښي به دوۍ د اسلام د پيغمبر امداد ، نصرت او حفاظت کوي ، او پدې باره کښي چي دوۍ به له مدينې څخه دباندي وځي او له کفارو سره به جنګيږي په مذکوره بيعت کښي کوم تعَهُد نه ؤ سوئ . او دا چي د مکې قريش د قافلې د حفاظت دپاره راوځي يا راوتلي دي نو له دې سره خو دا احتمال لازم دئ چي ځموږ او د قريشو په منځ کښي برخورد او جنګ منځته راسي  .
نو په دې وجه داسلام پيغمبر و خپلو أصحابو ته وفرمايل : « أشیروا علي أیها الناسُ ! » يعني مشوره راکړۍ وماته اې خلګو ، مطلب دا چي اوس څه کول پکار دي  ؟ د اسلام د پيغمبر ددغه مبارک ارشاد په سبب حضرت أبوبکر ولاړ سو او په ډير جرأتمندانه او په ډير مناسب انداز کښي يې د اسلام و پيغمبر ته د أصحابو له طرفه د کامل تعاون او وفادارۍ ډاډ او اطمينان  ورکړ ، خو د اسلام پيغمبر دوهم ځل بيا وفرمایل چي وماته مشوره راکړۍ اې خلګو !!  بيا حضرت عمر (رضي الله عنه) ولاړ سو او په ډيره بهترينه توګه يې د ځان او أصحابو له طرفه د اسلام و پيغمبر ته د وفادارۍ ډاډ ورکړ ، خو د اسلام پيغمبر  بيا وفرمایل چي وماته مشوره راکړۍ اې خلګو !!! په دريم ځل حضرت مقداد بن أسود (رضي الله عنه) ولاړ سو او په دغه لاندي شرحه يې د اسلام و پيغمبر ته تسله ورکړه   :
امض لما أمرک الله ، فنحنُ مَعکَ ، والله لانقولُ  کما قالَت بنواسرائيل لموسی : «اذهب انت و ربک فقاتلا انا ههنا قاعدون» ولکن اذهب أنت وربکَ فقاتلا انا معکمامقاتلون  .
دا الفاظ محمد بن اسحق نقل کړيدي او د بخاري عبارت په دې ډول دئ :   « و لکن نقاتل عن یمينک وعن شمالکَ وبین يديک و خلفکَ »  .
یعني درځه اې د خدائ رسوله ! وهغه کار ته چي الله ته په هغه سره أمر کړئ يې ، نو موږ له تاسره ملګري يو ، قسم په خدائ دئ چي هيڅکله به داسي موږ وتاته نه ووايو لکه څرنګه چي بني اسرائيلو وخپل نبي موسی ته وويل چي : «ته او ستا رب ولاړ سۍ بيا تاسي دواړه له کافرانو سره جنګ وکړۍ ، موږ به دلته درته کښينو» مګر موږ وتاته اې رسوله داسي وايو چي ولاړسه ته او ستا رب (يعني ته درځه په حکم او په کومک درب ستا) موږ به ستاسي ملګري يو ، او له کفارو سره به جنګ کوو  .
 د اسلام پیغمبر د مقداد بن أسوَد له دې خبري څخه تر داسي اندازې خوشحاله سو چي له ډيري خوشحالۍ څخه يې په تندي مبارک کښي خوشحالي وځلیدله ، تر داسي اندازې پوري چي ځینو اصحابو ددې ډير ارمان وکړ چي کاشکي دغه خبر ما ورسول (عليه السلام) ته کړې وائ  .
خو څرنګه چي دحضرت محمدصلی الله علیه وسلم اصلي مقصددانصارو صحابه ؤ دنظر معلومول ؤ ، او دغه درې سره حضرات : يعني حضرت عمر ، أبوبکر او مقداد بن اسود (رضي الله عنهم) له مهاجرينو څخه وه نو ځکه د اسلام پيغمبر ددوۍ په بيان او ډاډ ورکولو باندي اکتفآء ونه کړه ، او بيا يې وويل چي وماته مشوره راکړۍ اې خلګو ! .
 نو صدیق الانصار حضرت سعد بن معاذ (رضي الله عنه) د أنصارو په نمایندګي سره ولاړ سو او د اسلام و پيغمبر ته يې داسي عرض وړاندي کړ چي اې د خدائ رسوله موږ انصار په دې پوه سوو چي ستا له دغي بار بار مشورې غوښتني څخه مقصد ځموږ د انصارو د رايي او نظر معلومول دي ؛ ځکه حضرت أبوبکر ولاړ سو او ډيره ښه نمایندګي يې وکړه خو هغه له مهاجرينو څخه ؤ ، او بيا حضرت عمر ولاړ سو ډاډ او تسله يې درکړه خو هغه هم له مهاجرينو څخه ؤ ، په دریمه دفعه کښي حضرت مقداد بن أسود ولاړ سو ډير په زړه پوري بيان يې وکړ خو هغه هم له مهاجرینو څخه ؤ ، څرنګه چي له مدينې څخه دباندي له کافرانو سره د جنګ او مقابلې احتمال پيدا سوئ دئ نو په دې وجه ته غواړې چي د انصارو نظر په دې باره کښي واخلې .
محترمو وروڼو ! بيا چي حضرت سعد بن معاذ د انصارو په نمايندګي د الله پاک ورسول ته له جوش او خروش او له ميني او محبت څخه ډک کوم ډاډ ورکړ په راتلونکي برخه کښي به دهغه تفصيل انشآء الله العزيز درته راسي   .
والسلام ومن الله التوفيق  .    

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery