مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-04-28   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دنبوي غزاګانو لړۍ (۱۰) برخه ، د بدر غزا.

عَلامَه ، مُحَقق مُحَمّدْمُعِیْنُ الدِّین أبُوالـْفَضَلْ ، أفغَانِيْ کَانَ اللهُ له وَدَامَتْ بَرَکَاتُه ـ

دنبوي غزاګانو لړۍ  (۱۰) برخه ، د بدر غزا.
ليکوال   : عَلامَه ، مُحَقق مُحَمّدْمُعِیْنُ الدِّین أبُوالـْفَضَلْ ، أفغَانِيْ کَانَ اللهُ له وَدَامَتْ بَرَکَاتُه .
بسم الله الرحمن الرحیم
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

محترمو ور ڼو په تيره برخه کښي موږ د حضرت سَعد بن معاذ (رضي الله عنه) تقرير او بيان درته ذکر کړ کوم چي په ډير بليغ او مؤثر انداز کښي يې د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) په حضور کښي پيش کړ او د انصارو ترجماني يې وکړه ، نو رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ډير خوشحاله سو او وې ويل چي درځۍ چي ځو ! الله پاک ځما سره دا وعده کړېده چي يا به د قافلې پر تجارتي سامان  باندي تاسي تسلط پيدا کۍ  او يا به د أبوجهل پر لښکر باندي فتحمند وګرځۍ .
چونکه زمانه د ډیر فقر او مسکنت وه او د أصحابو (رضوان الله عليهم) په مالو کښي ډير کمئ ؤ نو ځکه ددوۍ خواهش ودې طرف ته ؤ چي د تجارتی قافلې سره  مخامخ سي ، ليکن د الله تعالی اراده بله وه ، لکه چي الله پاک فرمايلي دي :
«واذ یعدکم الله احدی الطائفتين انها لکم وتودون أن غير ذات الشوکة تکون لکم ، ويريد الله أن يحق الحق ويبطل الباطل ولو کره المجرمون  ...(سورة الأنفال : ۷ ) .
يعني او ياد کۍ هغه وخت کله چي الله وعده وکړه له تاسي سره د يوه له دوو جماعتو چي تاسي لره به وي ، او تاسي دا خوښوله چي د غيردبدبې والا جماعت ستاسي سي ، یعنی چی دابوسفيان قافله وه  او الله دا اراده درلوده چي حق ثابت کړي (پخپل حکم سره) او باطل خراب وګرځوي که څه هم بد ګڼي دغه دحق ثابتول اودباطل خرابول  دغه مجرمان ، چي دمکې مشرکان دي  .
الله تعالی دا فيصله کړېوه چي نن به د کفر ملا ماتيږي او طاقت بې له منځه ځي ، له همدغي وجي څخه په قرآنکريم کښي د بدرورځ په «يومُ الفرقان» سره ونومول سوه ؛ ځکه چي په دغه ورځ د خير او شر ، حق او باطل په منځ کښي فرق او جلاوالئ ښکاره سو ، دارنګه د«رمضان المبارک» مياشت د ددغي ورځي دپاره منتخبه سوه کوم چي په دغه میاشت کښي د الله پاک د مقدس کتاب قرآنکريم نزول هم سوئ دئ ، دارنګه د دغي مياشتي روژې هم د حق او باطل په منځ کښي جلاکونکي دي ، چي څوک د الله پاک غلامي کوي او دده د حُکم مطابق لوږه او تنده برداشتوي ، او څوک د خپل نس غلامي کوي او د الله تعالی حکم تر شا غورځوي ، نو الله پاک ددغي ورځي دپاره د رمضان مياشت منتخبه کړه او يومُ الفرقان يې وګرځوله .

د بــــدر مــــقام   :
ګرانو وروڼو ! «بدر» د مدینې منورې څخه (۸۰) ميله ليري د يو کلي نوم دئ ، ويل کيږي چي دغه کلئ د «بدربن یخلد بن نضربن کنانه» په نامه يو شخص اباد کړئ دئ ، او د بعض خلګو په وينا دغه کلئ «بدر بن الحارث» جوړ کړئ دئ ، او د بعضو خلګو دا خيال دئ چي په دغه علاقه کښي يو څاه (کوهئ) ؤ کوم چي په «بدر» سره مسمی ؤ ، ددغه څاه په مناسبت ددغه کلي نوم هم بدر وګرځيدئ  .

د ابوسفيان ويره او د مکې د خلګو د خبرداري دپاره يې د يو سړي ليږل  :
د مشرکینو د قافلې له شام څخه و مکې ته د واپسۍ په وخت کښي  «أبوسُفيان» دا انديښنه  درلوده چي کيداۍ سي  چي محمد (صلی الله علیه وسلم) او دده اصحاب ځموږ د قافلې  تعاقب او پلټنه وکړي او ځموږ د قافلې تجارتي سامان لوټ کړي ، نو ځکه  دَئ ددې په پلټنه او تحقيق کښي اخته ؤ چي ددوۍ حال ځانته معلوم کړي .
کله چي  د أبوسفيان قافله و  حِجاز ته راورسیده نو ددې معلومات ورته وسو چي محمد (صلی الله عليه وسلم) د قافلې د تلاش دپاره راوتلئ دئ  ، نو أبوسفيان و يوسړي ته چي «ضمضم بن عمرو غفاري» نوميدئ یو څه اُجرَت او پيسې ورکړي او مکې مکرمې ته يې د تللو حکم ورته وکړ چي  ژر تر ژره و مکې ته ولاړسه او و قريشو ته د قافلې د خطر په اړه خبر ورکه ، ضمضم بن عمرو غفاري هم د مکې پر لوري روان سو  .
اودعربودرواج اوددستور مطابق يې دخپل  اوښ پزه څيره کړه اوکجاوه داوښ يې پربل مخ واړوله اوخپل قميص يې هم څيري کړاو دمکې په هغه ځاۍ کي  چي وادي مکه ورته ويل کيږي په خپل اوښ باندي ودرېدئ اوپه ډېر لوړ اواوچت اواز سره يې وويل : اي دقريشوډلې  قافلې قافلې ته ځانونه رسوۍ ستاسي کوم مالونه چي په کومه  قافله کي د‎ي محمد صلي الله تعالي عليه وسلم اودهغه ملګري دحملې په غرض په هغه قافلې پسي راوتلي دي زما اوس هم خيال نه کيږي چي تاسي  دي دخپلي قافلې خاوندان سۍ ، المددالمدد ، يعني ژرترژره دخپلي قافلې دامداددپاره له مکې څخه وروزۍ  .
کله چي ضمضم غفاري دمکي پرخلګوداچيغه ګډه کړه نودلته  دمکې دخلګو دحضرت عاتکې بنت عبدالمطلب دهغه خوب رښتياوالۍ په خپلوذهنوکي محسوس کړدکوم چي په تېروبرخو کي ما دهغه په تفصيل سره بيان درته کړيوو ،  دډېروخلګو په زړه کي داخاطره پيداسوه چي بايد له مکې څخه دباندي ونه ووزي ځکه چي دعاتکې خوب اودضمضم غفاري داچغه يوله بله داسي ښکاره سوه چي يويې مفسَّردۍ اوا بل يې تفسير دئ ، خودمکې دخلګووقافلې ته  دوروتلو چي په حقيقت کي ومرګ اووابدي خسارت ته وروتل وويولوۍ عامل داووچي په مکه کي داسي کورنه وو چي دهغه دي يوڅه مال دابوسفيان په قافله کي نه وو ، يوه دډېرفهم اودتعجب وړ خبره داوه چي ابوجهل دحضرت عاتکې له خوب څخه خبر سوۍ وو اوډېرپه غصه کي وو په مسجد حرام کي ناست وو حضرت عباس رضي الله تعالي عنه ومسجد حرام ته راغلۍ نو ابوجهل يودم په طعن ويلوشروع وکړه اووحضرت عباس ته يې وويل چي ووس ستاسي ښځي هم دنبوت دعوه ګيري سوې دابوجهل له دغه وينا سره سم ضمضم غفاري ومکې ته راورسېدۍ اوذکرسوې چيغه يې دمکې په  خلګو ګډه کړه .           سيرت ابن هشام ج۱ ص  ، ۶۰۸  و۶۱۰ ، الرحيق المختوم وغيره
 والسلام ومن الله التوفیق .
نوربيا .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery