مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-04-28   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دنبوي غزاګانو لړۍ(۱۱) برخه ، د بدر غزا.

عَلامَه ، مُحَقق مُحَمّدْمُعِیْنُ الدِّین أبُوالـْفَضَلْ ، أفغَانِيْ کَانَ اللهُ له وَدَامَتْ بَرَکَاتُه

دنبوي غزاګانو لړۍ(۱۱) برخه ، د بدر غزا.
ليکوال   :عَلامَه ، مُحَقق مُحَمّدْمُعِیْنُ الدِّین أبُوالـْفَضَلْ ، أفغَانِيْ کَانَ اللهُ له وَدَامَتْ بَرَکَات

بسم الله الرحمن الرحیم
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
ګرانومجاهدينواومومنانووروڼو په تېره برخه کي دبيان اخيري جمله دابوسفيان دقاصدضمضم غفاري  لخوا دمکې په مشرکانو دچيغي ګډولوچي محمد صلي الله عليه وسلم اودده ملګري ستاسي په قافله پسي راوتلي دي ذکراوبيان وو اوس په دې برخه کي دابوجهل اودمکې دمشرکانودعکس العمل اوله مکې څخه ددوۍ دروانګۍ اووترجحفې پوري ددوۍ درسېدلوبيان درته کوم : 
 ابوجهل في الحاله دمکې مکرمې خلګ په دې باندي مجبور کړل چي داوبوسفيان دقافلې دنجات لپاره بايدژرترژره ورووزي خلګ هم دابوجهل له غوښتني سره سم دقافلې دبچ کولو دپاره وقربانۍ ته تيارسول اوله هرطرفه سره راغونډسول پهدوۍ کي ځنوسرګرموخلګوداخبره هم وکړه چي  محمد صلي الله عليه وسلم اودده ملګري دافکرکوي  چي دا دابوسفيان اودقريشوقافله به هم دخضرمي دزوۍ په شان وي نو قسم په خداۍ دۍ چي ومحمد صلي الله تعالي عليه وسلم اودده وملګروته به اخير داخبره په ډاګه سي چي موږ له دوۍ سره څه کوو ، دمکې په خلګو کي يوازي ابولهب له دې څخه انکار وکړچي له خلګوسره دابوجهل په لښکرکشي کي ووزي ده په خپل بدل کي عاص دهشام زوۍ کوم چي دده څلورزره درهمه  قرض داره وو وروانګی ته تيار کړ ، ده وعاص بن هشام ته ووي چي يابه زماقرضه راکوې ياپه زماپهبدل کي ته په دالښکر کي روانېږې څرنګه چي عاص پیسې نه درلودې نو په دې وجه يې دابولهب  په بدل کی وروانګي ته  ځان تيارکړ .

دمکې مکرمې دمشرکانودلښکرتعداد :
 
 په ابتداء کي دمکيې مکرمې دلښکرتعداد ديارلس سوه نفرسوچي له دوۍ سره سل اسان  اوشپږسوه زغري برابری سوې اواوښان دونه ډېرورسره برابرسول چي دډېروالي په وجه يې  يومشخص تعدادنه دۍ  معلوم سوۍ، دلښکر سپاه سالار اوعمومي مشر ابوجهل مقرر سو ، دقريشو په مشرانو کي نهوکسانو دټول فوج روزمره مصارف  پرخپلوغاړوباندي واخستل  اوروزانه مصرف هم په دې ډول وو چي يوازي اوښان به يوه ورځ نهه اوښان اوبله ورځ لس اوښان حلالېدل ، وابوجهل اودده ولښکرته ، وروسته له دې چي دوۍ له مکې څخه دوتلودپاره تيارسول دبني بکرله قبېلوسره دخطرې احساس پيداسو ـ

دخطرې داحساس تفصيل :

کله چي دمکې لښکر دروانېدو دپار ه تيار سو  نوقريشوته داخبره  ورپيادسوه چي دبني بکر له قبائلوسره ددوۍ جنګ اودښمني ده  نوداسي پيښه نه سي چي دبني بکرقبېلې دشادخوا پردوئ باندي  حمله وکړي   اوبيابه دوۍ ددوودښمنانوپه منځ کي راګيرسي ددوۍ تشویش په دې باره کي دونه سوچي     دوۍ ودې ته نزدې سوه چي داخاطره دوۍ  دجنګ دارادې څځه وګرځوي ، مګرفي الحاله ابليس لعين دبني کنانه دسردارسراقه بن مالک  بن جشم مدلجي په شکل ورته راغلې  اودوۍ ته يې وويل چي زه ستاسوملګرۍ يم اوددې ضمانت درکوم چي  بني کنانه به  پرتاسي  باندي حمله نه کوي ـ   ‍

دمکې شريفي څخه  دمشرکينودلښکر روانيدل :

وروسته له دې چي شيطان ملعون ددې ضمانت واخستئ چي بنې بکرقبيلې به پرتاسو حمله نه کوي دمکې څخه لښکر دابوجهل په مشرۍ کي روان سو  ،اوپه داسي عنوان اوشکل مي روان سو چي وخلګوته يې په زبان حال سره ددې ښوونه کوله چي موږ دلوړ شان خاوندان يو اوپه دې شکل سره چي خلګ دالله لاري څخه منعه کړي اوپه داسي  بېا حيايي کي چي دالله جل جلاله څخه اودهغه له رسول څخه يې هيڅ خار نه خوړۍ اوله غضب اوحميت څخه ډک  اودبدلې اودانتقام له جوش څخه ډک وو  اوله ډېره درده يې غاښونه چيچل  چي څرنګه ومحمد صلي الله تعالي عليه وسلم اودده وملګروته څرنګه ددې جرأت پيداسوچي زموږ په قافله پسي راوزي اوحمله باندي کوي   بهرحال داخلق په ډېره چابکي سره  دشمال وطرف ته دبدرخواته روان سول ترڅوچي دله عسفان اوقديدڅخه په تېرېدوسره جحفه  مقام ته  ورسېدل په دغه مقام کي دابوجهل اودده ملګريوته دوه پيغامونه ورسېدل ، اول دجحيم بن   صلت دخوب ليدلو پيغام  دوهم دابوسفيان له خوا څخه  دقافلې دپه سلامتي سره رسېدوپيغام چي په دغودواړو پيغامو کښي دالله جل جلاله له لوري  ډرمخفي اسرار موجودوو  په آينده برخو کي بې انشاء الله تفصيل درته راسي .   سيرت ابن هشام ج۱ ، الرحيق المختوم وغيره

والسلام ومن الله التوفيق ـ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery