مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-05-06   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دنبوي غزاګانو لړۍ(۱۳) برخه ، د بدر غزا.

دنبوي غزاګانو لړۍ(۱۳) برخه ، د بدر غزا.


ليکوال   : عَلامَه ، مُحَقق مُحَمّدْمُعِیْنُ الدِّین أبُوالـْفَضَلْ ، أفغَانِيْ کَانَ اللهُ له وَدَامَتْ بَرَکَاتُه

 

محترمو وروڼو ! پدې برخه کښي اوپه راتلونکې برخه کي د بدر د غزا ځيني مهم ټکي په تعدادي شکل  درته ذکر کوم  :

(۱) :  لومړۍ غزا چي په هغه کښي له کفارو سره جنګ منځته راغلئ دئ  :
د بدر غزا لومړۍ هغه غزا ده چي پدې کښي د صحابه و  او مشرکينو تر منځ جنګ او نښته وسوه ، او پدې جنګ کښي فتح او برئ هم د مسلمانانو نصيب سو  .
اوهمدغه اولنئ  برخورد د مسلمانو  له کفارو سره و نړۍ ته حق اوباطل په ډاګه کړ اودحق اوباطل تفریق يې وکړ په دې وجه الله پاک دبدر ورځ په قرآن کریم کښي په (یوم الفرقان) سره نومَولې ده  .

(۲)  : له مدينې څخه د روانګي پر وخت د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) دُعا  :
کله چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) او دده أصحاب له مدينې څخه ووتل نو ده مبارک  د أصحابو و حالت ته په کتلو سره داسي دُعا وکړه  : «اللهم انهم حُفاة فاحملهم ، وعُراةٌ فَاکْسِهم ، وجياعٌ فاشبعهُم ، وعالَةٌ فاغْنِهم منْ فضلِهم» یعني اي الله دغه زمااصحاب په پښوروان دي دسپرتیاشی نلري خدا یه ته سپاره کړه دوي دسپرتیا مرکبونه ورپیداکړه اوای لویه خدایه دغه زمااصحاب لوڅ دي ته په جاموپټ کړه   اووږي دي ته ئې راماړه کړه اومسکینان دي نوته ئې غنیان که په فضل اوپه کرم خپل سره. الله پاک دده مبارک دغه دُعا قبوله کړه او مسلمانانو ته په غنيمت کښي کافي مال او پراخه ونډه ورسيده .

 (۳) : د جنګ په وخت کښي د نبي (عليه السلام) د صفونود برابرولو سره يوه عجيبه واقعه :
پدې جنګ کښي د عشق ، محبت د أصحابو د جرأت او د الله تعالی د قدرت عجيبي او غريبي ايمان أفروزه نندارې او منظرې منځته راغلې  ، کله چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د جنګ دپاره دأصحابو صفونه برابرول نو يو صحابي چي «سوادبن غزيه ، حليف بني النجار» نوميدئ د جنګ له صف څخه يو څه دباندي وتلئ ؤ نو رسول الله (صلی الله عليه وسلم) دَئ د وسپني په يوه ډنډه باندي پر لڅ نس کرار او آهسته ووشتئ ، او ورته وې فرمايل چي «اسْتَو ياسواد ! » يعني له صف سره برابر سه اې سواده ! ، سِواد ورته وويل چي :
«يا رسول الله ! أوجعتني  وقد بعثکَ الله بالحق والعدل فأقدني (اي مکني منَ القود اي القصاص) من نفسکَ ! » .
يعني اې د الله رسوله ! زه دي پدې وشتلو سره خوږ کړم ، او په تحقيق سره راليږلئ يې ته الله پاک سره له حقه او انصافه ، نو ماته اجازه راکړه ددې چي له تا څخه ستا دواري قصاص او بدله واخلم ! .
کله چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) دده وینا واوريدله نو بالفوره يې خپل مبارک نس لوڅ کړ او ورته وې ويل چي واخله خپل قصاص  !  حضرت سِواد بن غزیه هم سمدستي راولاړ او له رسول الله (صلی الله عليه وسلم) سره غاړه په غاړه سو او دده مبارک نس يې بوسه او مچ کړ  ، نبي (صلی الله علیه وسلم) ورته وفرمايل : «ماحمَلکَ علی هذا يا سواد!»  يعني کوم شي ته پر دې کار باندي باعث کړې اې سِواده ! حضرت سِواد ورته وويل   چي ای دخدای رسوله ! حاضر سو هغه حالت چي ته ئې وينې  (یعني چي له کفاروسره دداسي لوۍ برخورد حالت دئ نوماوغوښتل چي اخیردژوندمي له تاسره داسي چي زمادبدن پوست ستا دمبارک بدن پوست مسه کړي بیارسول الله صلی الله علیه وسلم وده ته دخیردعاوکړه
 دا هغه سواد نامي صحابي دئ چي د فتح د خيبر وروسته رسول (صلی الله عليه وسلم) دَئ پر خيبر باندي عامِل او أمیر مقرر کړ    (کذا في کتبِ التاريخ) .
پوسه چي دنبي علیه الصلوة والسلام له خصوصیاتو څخه یوخصوصیت داؤ  چي  نه دئ  پیوسته سوئ  له بدن دده سره مسلمان چي بیادي هغه ددوزخ اورمسه کړي اوداحکم دنورونبیانو هم  ؤ  (خصائص کبری دامام سیوطي) .

(۴) : : د بدر په غزا کښي د اسلامي فوجيانو او د کفارو د لښکر او ددوۍ د سورليو شمير :
 پدې جنګ کښي د مسلمانانو شمير (۳۱۳) ؤ ، کله چي د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) په حکم سره اسلامي فوج وشميرل سو نو هغه درې سوه او ديارلس ؤ نو دَئ مبارک ډير خوشحاله سو او وې فرمايل : «عدة أصحاب طالوت الذين جازوا معه النهرَ » ، پدوۍ کښي تر (۸۰) کم مهاجرين  او د (۲۴۰) شاوخوا انصار أصحابو وجود درلودئ ،  د مسلمانانو سره د سورلي دپاره صرف (۷۰) اوښان وو چي دوۍ به په نوبت سره پر سپريدل ، او پنځه اسان وو چي درې اسان د حضرت مقداد ، زبير او مرثد (رضي الله عنهم) وه او دوه اسان د نبي (صلی الله عليه وسلم) وه  . اوچاویلي دي چي صرف دوه اسان وویوآس  دمقداداوبل دزبیروو
او د مشرکينو شمير او تعداد (۹۵۰) يا (۱۰۰۰) ته رسيدئ ، او لښکر يې پوره مجهز او مصلح ؤ  ، له دوۍ سره (۱۰۰) اسان وو ، او جوش راوستونکي غزلچياني ښځي هم ورسره ملګری وې . اوځینو ددوۍ شمیر تر دې اضافه ذکر کړئ دئ  .

(۵)  :د بدر په غزا کښي د شهيدانو او مقتولينو شمير او د هغوۍ نومونه :
 پدې جنګ کښي (۱۴) تنه مسلمانان په شهادت ورسيدل چي  (۶) تنه مهاجرين او (۸) أنصار وه ، په أنصارو کښي شپږ تنه د «خزرج» قبیلې او دوه د «اوس» له قبیلې څخه وه  . 
د مهاجرينو صحابه و نومونه پدې ډول دي  : ۱ـ عبيدة بن الحارث بن عبدالمطلب (دَئ مبارک سخت زخمي سو او د واپسۍ په حالت کښي په مقام صَفرآء کښي وفات سو) ۲ـ  مِهجَع مولی عمر بن الخطاب ۳ـ  عمير بن أبي وقاص ۴ـ  عاقل بن بکير ليثي ۵ـ  صفوان بن بيضآء فهري ۶ـ  «عمير» يا «حَرث» يا «عمرو بن عبد عمرو الخزاعي» چي «ذوالشمالين» او «ذواليدين» ورته ويل کيدئ  .
د أنصارو د اتو شهيدانو نومونه  : ۱ ـ عوف بن عَمرآء ۲ ـ معوذ بن عفرآء (دوۍ دواړه وروڼه وه) ۳ـ حارثه بن سراقة  ۴ ـ يزيد بن الحرث بن القيس ۵ ـ رافع بن المعلی  ۶ـ  عمير بن الحمام بن الجموح  (دا شپږ صحابه د خزرج له قبيلې څخه وه)  ۷ ـ  سعد بن خيثمة  ۸  ـ  مبشر بن عبدالمنذر  (دوۍ دواړه  اوسیان وه رضي الله عنهم اجمعين)  .
د ټولو شهيدانو دفن په بدر کي سوئ دئ ماسوا له «عبيده رضي الله عنه» چي هغه په «صفرآء» يا «روحآء» کښي دفن سوئ دئ ؛ ځکه چي هغه د زخم په حالت کښي له دې ځايه څخه وړل سوئ دئ  .
پدې جنګ کښي له کفارو څخه  (۷۰) نفره په قتل ورسيدل او (۷۰) نفره اسيران او دستګير سول ، په مقتولينو کښي (۲۳) يا (۲۴) نفره کوم چي د مکې شريفي له رئيسانو او مشرانو څخه شميرل کيدل و يوې کندي او غار ته چي په «قليب» سره مشهور دئ ورواچول سول ، چي د هغوۍ د ځينو مشهورو نومونه پدې ډول دي : أبوجهل ، عتبه بن ربيعه ، شيبه بن ربيعه ، وليد بن عتبه ، حرث بن عامر  . 

(۶)  : د بدر په جنګ کښي لومړئ او دوهم شهيد :
پدې جنګ کښي د مسلمانانو اول شهيد د حضرت عمر (رضي الله عنه)  ازاد شده مريي حضرت مِهجَعْ (رضي الله تعالی عنه) ؤ  ، او په دوهم ځل بيا حضرت حارثه بن سراقة (رضي الله عنه) په شهادت ورسيدئ  . 
فائده :
  دبدردغازیانودنومو د ذکرکولو په وخت کښي دعامستجابه ده ( هکذاقال الدوانی وغیره عن مشائخ الحدیث وقدجرب  ذالک) .

(۷)  :  د بدر په غزا کښي د فرشتو ، جناتو او شيطان ګډون   :
د بدر په غزا کښي د مسلمانانو د امداد دپاره فرشتو هم شرکت کړئ ؤ ، خو په تعداد کښي يې اختلاف دئ  : په ځينو  رواياتو کښي يې تعداد (۱۰۰۰) ښودل سوئ دئ ، چي پنځه سوه فرشتې د جبريل او پنځه سوه نوري د ميکايل (عليهما السلام) په مشري کښي راغلی وی ، او په بعضو رواياتو کښي يې شمير (۳۰۰۰) او په ځينو کښي يې (۵۰۰۰) ذکر سوئ دئ  .
پدې غزا کښي د مسلمانانو سره جناتو او پيرانانو هم شرکت کړئ ؤ ، لکه چي په بعضو کتابو کښي د تاريخ راځي چي (۷۰) مومنان جنات له مسلمانانو سره  د مدد دپاره يو  ځائ سوي وه  ، خو دا نه ده ثابته چي جنګ يې هم کړئ دئ  .
له بله طرفه له مشرکانو سره شيطان ملعون ددوۍ د راپارولو دپاره د «سراقة بن مالک مدلجي » په شکل کښي يو ځائ سوئ ؤ  ، «سراقة» د «بنوکنانة» د قبيلې رئيس او مشر ؤ ، او د بنوکنانة او قريشو په منځ کښي دُښمني هم موجوده وه ، نو قريش په دې ويره کښي سوه چي داسي نه چي ځموږ په نه موجودګي کښي بنوکنانه پر مکه مکرمه باندي حمله وکړي  ؛ نو ځکه شيطان ملعون ددوۍ د تسلي پخاطر د سراقه بن مالک په شکل کښي و دوۍ ته راغلئ او ورته وې ويل چي د بنوکنانه قبيلې فکر مکوۍ هغه هم ستاسي د کومک او امداد لپاره راروان دي  او پر تاسو باندي هيڅوک نسي غالبه کيدلاۍ ، زه ستاسو مددګار يم ، لکه چي الله (جل جلاله) فرمايي : وَإِذْ زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ وَقَالَ لَا غَالِبَ لَكُمُ الْيَوْمَ مِنَ النَّاسِ وَإِنِّي جَارٌ لَكُمْ  (الاية  .. الانفال  : 48 ).
يعني او دریاد کړه هغه وخت چي ښايسته وګرځول شيطان دوۍ لره (يعني د مکې کفارو لره) عملونه او کارونه ددوۍ (يعني هغه کارونه او عملونه ددوۍ چي ددوۍ له خبيثو نفسو او شيطاني وسوسو څخه پيدا سوي وو ، چي کبر ، غرور او له خدائ څخه سرکښي ، او د الله پاک د رسول او مسلمانانو مخالفت او په باطله لار کښي اسراف او تبذير وغيره ؤ)  او وويل ده (يعني شيطان و همدغو کافرانو ته ،يعني ددې دپاره چي نيغ په نيغه يې د الله پاک و قهر او غضب ته ودروي او په لنډ وخت کښي په عالمِ برزخ کښي  په دوږخ کښي خپل ځایونه وويني ) چي هيڅ غلبه کونکئ نسته تاسي لره نن ورځ له خلګو څخه (يعني بيخي په جرأت او زړورتوب پر محمد [صلی الله عليه وسلم] او دده پر ملګرو باندي ورسۍ ؛ ځکه نن ورځ ستاسي غالبيت او ستاسي د مخالف جانب مغلوبيت متيقن دئ؛ ځکه چي ستاسي مقابل طرف غير مسلح او د نفوسو په اعتبار بيخي کم دئ ، او تاسي مسلح هم ياست او د نفوسو په اعتبار هم پر دوۍ باندي زيات ياست ، او له دې سره سره دا کامیابي مو لا هم په برخه ده چي زه ستاسي ملګرئ او ستاسي همسايه يم )  

والسلام ومن الله التوفیق
کاتب :   ب ا ق ي . 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery