مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-10-31   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دذی الحجي په لسیزه کي دطاعاتو(۷)کرامات :

علامه معين الدين ابوالفضل
دذی الحجي په لسیزه کي دطاعاتو(۷)کرامات : علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته ـ نحمده ونصلي علی رسوله الکريم أما بعد : فأعوذبالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم . و الفجر وليالٍ عشر ( صدق الله العلي العظيم ) محترمووروڼو هر څوک چي په دغو لسو ورځو کښي په طاعت او عبادت ځان مشرف کړي ، نو الله ( جل جلاله ) به اته ۸ کرامات و ده ته ورکړي :چي په لاندي شرحه دي اول : برکت په عمر کښي . دوهم : زيادت په مال کښي . دريم : حفاظت او ساتنه د عيال دده . څلرم : تويول د ګناوو دده . پنځم : دوچنده کول د نيکيو دده . شپږم : اسانه ګرځول د سَکراتو د مرګ پر ده باندي . اوم : رُڼا او روښني لپاره د لير کولو د تيارو د قبر و غيره له ده څخه . اتم : درنه ول د تلي د نيکوعملو دده . او هر څوک چي په دغو ورځو کښي و يو مسکين ته خيرات ورکړي نو دونه ثواب به ورکړ سي لکه څوک چي ونبي يا ورسول ته صدقه ورکړي ، او هر څوک چي په دغو ورځو کښي د يو مريض او ناروغ پوښتنه وکړي نو دوني ثواب به ورکړسي لکه يو څوک چي د ټولو اولياوو او ابدالو حال پرسي وکړي ، او هر څوک چي له يوې جنازې سره د يوه مسلمان ولاړ سي په دغو ورځو کښي نو ګواکي دَی د ټولو شهيدانو له جنازې سره ولاړئ ، او هر څوک چي په دغو ورځو کښي پر يوه يتيم باندي لطف وکړي نو الله تعالی به د قيامت په ورځ دَی د خپل عَرش تر سايې لاندي کړي ، او هر څوک چي په دغو ورځو کښي و يوه مجلس ته له مجلسوڅخه د عِلم حاضر سي نو ګواکي دَی حاضر سو و مجلس ته د ټولو نبيانو او رسولانو . ( کذا قال الغوث الأعظم الشيخ عبدالقادر الجيلاني ، في کتابه : الغنية لطالبي الطريق الحق ) . والسلام ومن الله التوفیق ________________________________________
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery