مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-11-01   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

نېکمرغه لوئ اختر: (۲) برخه .

علامه معين الدين ابوالفضل
نېکمرغه لوئ اختر: (۲) برخه . ليکوال : علامه محمد معين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته . بسم الله الرحمن الرحیم زمااسلامي وروڼوپه اوله برخه کښي ماوتاسوته ددې خبري ذکرکړيووچي داختردمبارکوورځوپه متعلق دمسلمانانولومړۍ وظيفه داده چي دالله جل جلاله دخليل حضرت ابراهيم علیه السلام حالات په خپلو ذهنوکښي مستحضرکړي په دې ډول چي کومي سختي ابتلاوي چي پرده مبارک باندي له الهي لوري څخه راغلي دي نوهغه هرمسلمان په ذهن کښي ورلحاظ کړي، اودارنګه دابراهيم عليه السلام په دغوالهي ابتلاګانوکښي په اعلی درجه سره ثابت قدمي او کاميابي اوبري په خپل ذهن کښي مستحضروګرځوي، اوله دې سره سره هرمسلمان بايدددې درک وکړي چي کله چي ابراهیم عليه السلام په دغوالهي ابتلاګانو کښي کاميابه سو اوپه لوړثبات اوعظيم شجاعت سره يې دغه الهي ابتلاګاني وګاللې نوبيا الله جل جلاله ددې په بدل کښي وده مبارک ته کوم اوچت اوعالي مقامات اودرجات ورکړل ،اوسربېره پردې باندي دده دمبارک اودده دمقدس ځوۍ ذبیح الله اسماعيل عليه السلام اودده دمبارکي بي بي حضرت هاجررضي الله تعالي عنها تابعداري اودخداۍ پاک وحکم ته تسليمېدل هم هرمسلمان بايد ملحوظ کړي ، او بياچه الله جل جلاله کوم احسانونه ددوۍ دبېد اغه تابعدارۍ په وجه له دوۍ دواړوسره وکړل په هغه کښي هم تدبراوتفکربايدوکړي اوله دغوټولوکارنامو څخه په لاندي ډول نتېجې ترلاسه کړي اول دا چي دنيا دابتلااودازمايښت ځاۍ دئ اوالله پاک همېشه پرخپلومخلصوبندګانوباندی قسم قسم سختي ابتلاوي اوازمايښتونه راولي لکه چي الله فرمايلي دي (خَلَق الْمَوْتَ وَالحَيَاة َلِيبلوکم اَيُّکُم اَحسنُ عملاً) يعني پیداکړۍ دئ الله جل جلاله ژوندستاسي اومرګ ستاسي ددې دپاره چي و ازمايي تاسي چي کوم يوله تاسي نيک دئ په حيث دعمل. يوبزرګ فرمايلي دي: خوش است ګرمحک تجربه آيدبميان ـــ تاسياه روي شودهرکه درو غش باشد اومولانايې روم صاحب فرمايلي: وربترساندتراآګاه شوي ــــ ورنه ترساندتراګمراه شوي دوهم : مسلمانان د حضرت ابراهيم عليه السلام له حالاتوڅخه دوهمه دا نتېجه بايددرک کړي چي که هرڅونه مسلمانان بې وسه،بې کسه،بې بسه اوکمزوری وي بياهم دحق په لارکښي دباطل اودطاغوت له مقابلې څخه بایداعراض ونکړي بلکي په مېړانه بايدپه داسی حال کښي چي پرالله پاک باندی توکل کونکي وي دباطل په مقابله کښي په ډيرټينګ عزم سره ودرېږي اوپردې خبره باندي پوخ یقين ولري چي کاميابي اوبري به اخيراواخيرزموږپه برخه وي. حضرت ابراهيم عليه السلام چي دنمروديانوپه مقابل کښي ودرېدئ په دغه وخت کښي له ده څخه ماسوا دزمکي پرمخ باندي بل څوک دحق والااودحق حمايت کونکی وجودنه درلودئ،هو يوه بي بي ساره رضي الله تعالي عنهااویولوط علیه السلام دده تابعداران وو وبس،حتی دده موراوپلار هم دده مقابل طرف نيولئ ؤ اوپلاريې وده ته په ډاګه وويل چي ،اې ابراهيمه که له دغوخبرولاس وانخلې نوخامخابه زه تاسنګسارکړم ـ لکه چي تفصيل به يې په دريمه برخه کښي انشاءالله درته راسي ـ دريم : دالله پاک ددغوستروبندګانوله واقعاتوڅخه مسلمانان بايددريمه دانتېجه ترلاسه کړي چي مسلمان ته په کارده چي دالله جل جلاله وامراو وحکم ته داسي تسليم وي چي دخداۍ تعالی په لارکښي نه دخپل ځان پروا کوي اونه دناموس اولاداونه دمال پروا کوی او مقصداومطلب دده داوي چي دالله پاک داحکاموتابعداره سي اوالله پاک ورڅخه راضي سي اوددنيااودآخرت سعادت یې په برخه سي اوباطل نيست اونابودسي ، نورنوکه دالله پاک دده سرپه کاروي ترسرتيږيږي اوکه يې دده مال اواولاداوخاندان په کاروي ترهغه تېرېږي ـ څلورم : مسلمانان بايد دحضرت اسماعيل اوابراهيم اودحضرت هاجرې رضي الله تعالی عنها له حالاتو څخه څلرمه دانتېجه ترلاسه کړي چي که موږ هم دغه ډول مخلصانه معامله له الله جل جلاله سره وکړونويقينًابه زمو ږ هم هغسي سعادت اوسرلوړي په برخه سي چي په دنيااوپه آخرت کښي به نېکنامه سرفرازه اپه مرادرسېدلې سو. والسلام ومن الله التوفيق په دې اړه نوربيا. . .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery