مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-02-23   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

د«قبض العلم والعلماء»عظیم مصېبت اوخطر:

علامه معین الدین ابوالفضل

د«قبض العلم والعلماء»عظیم مصېبت اوخطر: علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله ودامت برکاته.
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم،امابعدفاعوذبالله من الشیطان الرجیم،بسم الله الرحمن الرحيم ـ
...إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ غَفُورٌ  (28) فاطرـ
وايضاقال الله تعالي:«ومايعقلهاالاالعالمون(۴۳)العنکبوت.
وايضاقال الله تعالي:«هل يستوي الذين يعلمون والذين لا يعلمون(۹)الزمر.
وقال النبي(صلي الله تعالي عليه وسلم)«من يردالله به خيرايفقه في الدين»[البخاري/کتاب العلم]
وايضاقال النبي(صلي الله تعالي عليه وسلم)«ياايهاالناس تعلموافانماالعلم بالتعلم،والفقه بالتفقه،ومن يردالله به خيرايفقه في الدين.[طبراني ابن ابي عاصم،فتح الباري /۱۶ /۱،والتغليق التعليق/۲/۷۸
ګرانواومحترمومسلمانانووروڼو!
تاسي ته معلومه ده چي امت مسلمه له هرلوري څخه دغمونواومصېبتونواوقسم قسم مشکلاتوهدف او نښان ګرځېدلئ دئ،اوداسلام پيغمبر(صلي الله تعالي عليه وسلم)له پخواڅخه لاوخپل امت ته داسي پېشګويګاني کړيدي چي زماامت به سوکه په سوکه له قسم قسم مشکلاتواوتکليفونوسره مخامخ کيږي.
دامت مسلمه دپاره چي کومي غټي خطرناکی حادثې منتظري دي اويااوس بالفعله ورسره لاس اوګريوان دي نودهغوله جملې څخه  يوه بې مثاله خطرناکه حادثه حادثه دقبض دعلم اودعلماووده .
دامت مسلمه حيات اوبقاپرعلم اوپرحقوعلماووباندي موقوفه ده ،حق علماءدامت مسلمه دپاره دروح حيثيت لري،حق علماء دامت مسلمه حقيقی اوواقعي اميران اوحاکمان دي.
معتمدوفتاوولکه،شامي،کامليه،وغيره اوداسلامي امت مسلموعلماووداخبره په صراحت سره کړېده چي په دې قول دخدائ  پاک کښي چي:«اطيعووالله واطيعوالرسول واولي الامرمنکم»مرادله اولي الامرڅخه باعمله علماءدي.
دعلماءحق امراوحکم پرهرفرددامت مسلمه که نروي اوکه ښځه لازم دئ   داعالمان دي چي خلګ ئې په روااونارواخبرکړي اوخبره وي ئې،داعلماءحق دي  چي وموراوپلارته داولاداوواولادته دموراوپلاروښځي ته دمېړه اوومېړه ته دښځي اووهمسایه ته دهمسایه  ،وقریب ته دقریب ومسلمان ته دمسلمان دحقوقوپه باب تعلیم کوي داعالمان دي چي ومسلمانانوته ددوي دوستان اودوښمنان ورپېژني، داعالمان دي چي دمسلمانوددین اوایمان اوددوی ددنیااوآخرت  دسعادت غم خوړونکي دي،هوداحقاني عالمان دي  چي خلګ دښواخلاقو،نیکوافعالو،اوښایسته اقوالوولوري ته رابولي ،داهم عالمان دي چي ددین ددښمنانودسيسې شنډه وي اوتل ئې په مقابل کي درېږي اومرګونه زخمونه ،جیلونه،دربدرۍاوجلاوطنۍ په خپلو ځانواوکورنیوباندي مني خودمسلمانانوآبرو،ننګ،ناموس،دین اوملک اوجائدادله دښمنانوڅخه ساتي علماووته خلګ په دنیا اوپه آخرت کي محتاج دي علماءوخلګوته دحضرت محمدصلی الله علیه وسلم پرځای باندي ناست دي،علماء داسلامي امت دهدایت اواصلاح ذمه واران دي ،علماووته بي علمه خلګ دمړیوپه مثال دي دعلماوواحترام اوتابعداري دخدای اودرسول احترام اوتابعداري ده دعلماووتوهین ددوئ دعلم په وجه  کفراوارتداددۍ،دعلماووپه وجه خلګ روااونارواخوراومورحق اوباطل پېژني ،دعلماووپه وجه خلګ دتقوي عفت اودخدای پرستۍ  اودیندارۍ کارونه کوي ،نومحترمومسلمانانودخپلي داسي عظیمي سرمائې بایدپه هرلحاظ خیال وساتۍ.

داسي معلومېږي چي دمسلمانانودغه سرمایه ورځ په ورځ زیان منه کېږي په طول کي تقریبا دتیروشپږومیاستوزیات شمېرافغاني اوپاکستاني جیدعلماءدحدیثوشیوخ اوروحاني مشائخ یوپه بل پسې یاددښمن له لوري شهیدان اویا په خدايي مرګ سره مړه سول چي دځینومبارک نومونه دادي :

مولاناعبدالعلي صاحب،مولاناوزیرمحمدصاحب،محترم المقام دغبرګي اخندزاده صاحب مولاناعبدالغني صاحب مولاناعبدالستارصاحب،مولانامتوکل شا اغاصاحب دسنجاوۍ اغاصاب  ،الحاج سعدالدین اخونذاده صاحب،مولاناغلام حیدرصاحب  مولاناعتیق الله صاحب ،مولانااعظم ګل صاحب ،استادالکل شیخ الطریقت مفتي فریدصاحب، وغیرهم رحمهم الله په داسي حال کي چي دیوه خلاهم نده ډکه سويې په دې ځاي کي زمادیوه نظم دغه دوه بیته به مناسب وي چي ذکرئې کم :
زمانه به تاته ډېراطمنان درکي][چي راوړم درته مثال دابوالفضل
ؤس که ړوندئې له ماوروسته به بیناسې[]چي بېشکه نه ووسیال دابوالفضل ـ
محترمووروڼودقیامت له مهمونښانوڅخه یوه نښانه داده چي په قبض کېدودعلم به له خلګوڅخه شروع وکړه سي،داسلام پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چي بیشکه ځیني له نښانوڅخه دقیامت دادي چي دشریعت علم به له خلګوڅخه پورته کړسي اوجهل اوناپوهي به په خلګوکي ثابته اوټینګه سي اوشراب خوري به عامه سي اوزناکاري به ښکاره اوپراخه سي
«ان من اشراط الساعة ان يرفع العلم ویثبت الجهل،ويشرب الخمر،ویظهرالزنا»اخرجه البخاری عن انس رضی الله عنه فی المواضع المتعددة من البخاری منهاکتاب العلم وکذالمسلم والترمذي وابن ماجه
دعلم قبضېدل له خلګوڅخه بېل بېل صورتونه لري چي یواهم صورت ئې دادۍ چي حق باعمله کامل علماءبه یوپه بل پسې مړه کېږي اوبدل اوعوض بې نه پیداکېږي ترداسي حده پوري چي حق اوکامل علماءبه ختم سي اوخلګ به جاهل انسانان دخپلو دیني مشرانوپه حیث وټاکي ناقص العلمه بې عمله اشخاص به دعلماووپه صفت مقررکي له دوئ څخه به دین زده کوي اوپردوئ باندي به کتابونه وایې نوبه ددې نتېجې داراخېزي چي دغه ناقص العلمه خلګ به بې علمه وخلګوته ديني فتواوي ورکوي اوپه دروغوبه وطالبانوته کتابونه وايې نودوئ به هم ګمرهان وي اوخلګ به هم ګمرهان کوي لکه چي
 له عبدالله بن عمروبن العاص رضی الله عنه څخه روایت دۍ چي ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چي ویل ئې ( ان الله لايقبض العلم انتزاعاينتزعه من العباد،ولکن يقبض العلم بقبض العلماءحتي اذالم يُبق عالما،اتخذالناس رؤساًجهالافسئلوفافتوابغيرعلم فضلواواضلواـاخرجه البخاري والنسائي والترمذي وابن ماجه
وروي احمدفي مسنده من حديث ابي ذرالغفاري(رضي الله تعالي عنه قال:قال رسول الله (صلي الله تعالي عليه وسلم):«انکم في زمان علمائه کثيروخطبائه قليل من ترک عشرمايعلم غوي،وسيأتي علي الناس زمان يقل علمائه ويکثرخطبائه من تمسک فيه بعشرمايعلم نجا».
مطلب زمادادئ چي ددیني عالمانوداسي یوپه بلپسې له دنیاڅخه رحمت مسلمانان بایدله الهي لوري څخه دیوه عظیم مصیبت اوخطرزنګ اومسکال وبولي اوپه پریشانه سي اوتوبې وکاږي اوالله ته ددغه نعمت دبقاسوالونه وکړي اودعلماووپرتابعدرۍ باندي ټینګ ودریږي اوخپل اولادونه ددیني علم وحاصلولوته وسپاري اوطالبان بایددتحقیقي اوصحیح علم په حاصلولوکي محنت وکړي.
  حضرت محمدصلي الله تعالي عليه وسلم فرمايلي دي چي:دنبوت ودرجې ترټولوخلګوورنږدې خلګ عالمان اومجاهدين دی.
په يوه بل مبارک حديث کښي راغلی دی چي ديوه پوره قبېلې اوقوم مرګ ډېراسانه دئ له مرګ څخه ديوه عالم
په يوه بل مبارک حديث کښي راغلي دي چي دقيامت په ورځ به دعلماوودقلم رنګونه اودشهيدانوويني سره وتللي سي بيابه دعلماوودقلم رنګ دشهيدانوپروينوباندي په وزن کښي دروندسي –
په یوه بل مبارک حدیث کښي راغلي دي چي:عالم په مزکه کښي دالله جل جلاله امين دئ.
دارنګه په يوه بل حديث کښي راغلي دي چي دقيامت په ورځ به نورخلګ وجنت ته ځي اوعلماءبه الله پاک راوګرځوي اوورته وبه وايي چی تاسي زماپه نزدزمادملائکه ووپه ډول ياست،تاسي بايددنوروخلګوشفاعت وکړئ اوزه به ستاسي شفاعتونه قبول کړم.
اوقاضي ثناءالله پاني پتي رحمه الله تعالی په تفسيرمظهري کښي يومبارک حديث راوړئ دئ چي په هغه کښي راغلي دي چي دقيامت په ورځ به الله پاک ويوه عالم ته ووايي چي ستاشاګردان که داسمان دستوروپه اندازه وي لاهم وتاته اجازه ده چي شفاعت يې وکړې.
دغه مذکوره حديثونه ټول په احياءالعلوم کښي اودارنګه عراقي په تخريج داحاديثوداحياءالعلوم کښي ذ کرکړيدي.
والسلام ومن الله التوفيق.      

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery