مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-03-28   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

۶تنه حافظان فارغه او د فضلت بګړۍ ور ته په سر شوې

احمد لودين
نوموړو حافظانو د تيرو دريو کلنو په موده کښي دالله (ج) سپيڅلي کلام قرانکريم ټول حفظ او ياد کړى چې نن ناوخته ورته د يولړ مراسيمو پر مهال د حضرت محمد (ص) ستر سنت او د فضلت بګړۍ ورته د ديني عالمانو او دولتي چارواکو له لوري په سراو ددغه عظيم او مقدس کار د تر سره کولو له امله يي ورته مبارکي وويله . په پيل كې د کندهار دمحمديه دارالعلوم مسئول مولوي محمد نسيم اخندزاده خبري وکړي او د ياد دارالعلوم په اړه يې دغونډي برخوالو ته معلومات وړاندي کړل او و يې ويل چې نوموړي حافظان د ياد دارالعلوم د دارالحفاظ د څانګي دريمه دوره فارغين دي چې وروسته له دريو کلنو حفظ کولو څخه ټولني ته تقديميږي او همداراز ٦٠٠ تنکي ځوانان اوس مهال د قرانکريم دسپيڅلي کلام په حفظ بوخت دي . وروسته د کندهار دولايتي شورا غړي حاجي اغالالي دستګيري او دپوهني رياست تدريسي مرستيال محمد عوض نظري هم خبري وکړي او د نوموړو حافظانو په فراغت يې خوښي وښودل او همداراز يې د ديني عالمانو او مخورو مشرانو څخه وغوښتل څو دديني مدارسو د خلاصون او همداراز وه ديني مرکزونو ته دځوانانو په راجلبولو کښي ددولت سره مرسته وکړي او په دي برخه کښي خپله اسلامي وطني او انساني وجيبه تر سره کړي . دغه راز ديني عالمانو هم په نوموړو مراسيمو کښي د قرانکريم د حفظ پر فضلت او دديني علومو پر فرضيت خبري وکړي او زياته يې کړه چې هرمسلمان په دې مکلف دى څو خپل اولادونه دعلم په ګاڼه سمبال او په دې برخه کښي خپل فرضيت تر سره کړي . د يادووني وړ ده چې دکندهار په محمديه دارالعلوم کښي دامهال ١٢٥٠ تنه زده کوونکي چې ٣٠٠ تنۍ يي انجوني دي په دارالعلوم او دارالحفاظ څانګو کښي په ديني زده کړوبوخت دي او تر دې مهاله يې په لسګونه ځوانان له يادو څانګو فارغه او د فضلت بگړۍ يې ور تړلي دي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery