مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-03-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

لوي احمد شاه بابا يو ملي شاعر

کاظم بيمار ننګرهارى

                                
کاظم بيمار ننګرهارى د کابل پوهنتون استاد

لوي احمد شاه بابا د زمان خان ابدالي زوې په کال ۱۱۰۱ هجرې شمسې کي زيږيدلى دى. موريي زرغونه انا نوميږي، مور يې د الکوزو د کورنۍ څخه وه. لوي احمد شاه بابا ټول خلک د يوه لوي پادشاه په حيث پيژني، مګر ډير خلک نپو هيږي چي دى يو لوي ملي او مبارز  شاعر هم وو.
احمد شاه بابا يو هيواد دوست او ملي سمبول وو. ده په کوچنيوالې کي ديني علوم او خط او کتابت د خپل وخت دعالمانو څخه  زده کړى وو، او د ښه  سواد خاوند او په پښتو او دري ژبو کي ليکني کړيدي اوپه  دواړو ژبو کي اشعا ر ليکلي دي، او د ښه قلم خاوند و.
لوي احمد شاه بابا د زمامدارۍ او پادشاهۍ تر څنګه د شعر او شاعرۍ سره ډيره علاقه او دلچسپي درلودله، او کله به چي د خپلو فتوحاتو او کارونو څخه فارغيده  د مهمو حادثو او واقعو يا دبه يي په خپلو اشعارو کي کاوه او پدي ډول به يي شعرونه ليکل. لکه  چي د يوه بري نه راستون شو نو دالا  ندي شعريي ليکلى وو.
چي بر کړې مي خداى لاس په رقيبانو              چي له ياره سره خوښ هم کناره ځم
چي د هند د ملکو فتحه مي روزي شوه             ترو به زه د هند په لور په تما شه ځم
پر دا کړې داد دې خداي نشي پښيمانه               نو ايران  لره  په  توغ په  نغاره ځم
معىشو قې د ايران ډيري تر کي شوخي              تر نګين مي ايران لاندي شاهانه  ځم
زه تسخير د ولايت د خداي په داد کړم                په مد د د حبيب هره خوا تازه   ځم
چي زما  د  ولايت  فتحه  روزي   شوه              ترو به څه د يار له نازه  کناره ځم
احمد شاه دنيا فا ني ګڼم چي نشته                       دنيا پا ته  له  ايمانه  به  سره  ځم
د ده د پښتو د اشعارو ديوان په کال ١٣١٩ هجري شمسي  کي د علامه عبد الحى حبيبي په اهتمام د کابل په مطبعه چاپ شو. د بابا په اشعارو کي  ملي،عشقي ، تصوفي، او اخلاقي برخي ليدل کيږي . د ده ديوان دوه نيم زره بيتونه  لري،  په اشعارو کي يي  د غزل ،رباعي ، قطعه ، مخمس او مربع برخي ليدل کيږي. د بابا د تصوفي اشعارو نمونه داده:
په  اشنا به خبر نه  شم                څو خبر نه شم له ذاته
که د خپلي خودۍ تيرشم              خود به زه شمه مر اته
معرفت به مي روزي شي            که  فا ني شم  و فنا ته
دا د يا ر مينه  خوږه   ده             په پريکړې سر ده زياته
د بابا په اشعارو کي د تصوف او اخلاقو برخه ډيره بارزه ده، خو اشعاريي زياتره ملي  وطني او مېهني برخي لري، چي د وطن دوستۍ د احساساتو څخه ډکي دي. لکه په دې شعر کي چي دى خپل هيواد ته وايي.
                                           هيواده
ستا د عشق له وينو ډک شو ځيګرونه              ستا په لاره کي بايلي زلمي سرونه
تا ته راشمه  زړګى  زما  فارغ  شي              بي له تا مي انديښني د زړه مارونه
که هر څو مي د دنيا ملکونه ډير شي             زما به هير نه شي دا ستا ښکلي باغونه
د ډهلي تخت هيرومه چي راياد کړم               زما د ښکلي پښتونخوا د غرو سرونه
د رقيب د ژوند متاع به تارتار په کړم            چي  زه  وکاندم  په  هر لوري تاختونه
د  فريد او د  حميد  دور به  بيا شي               چي  په  تورو  پښتانه  کړي  ګذارونه
که تمامه دنيا يو خوا ته بل خوا شي                زما  خوښ دي ستا خالي تش ډ ګرونه
احمد شاه به دغه ستا قدر هير  نه کا                که  وه  نيسي د  تمام  جهان  ملکونه
احمد شا بابا عارفانه طبع درلوده په داسي کي چي دى پادشاه هم وو. بيا هم يي د جلال اباد د حصارک د شاه فقيرالله او په پيښور کي يي د ميا محمد عمر صوفيانو احترام ساته او د دوي سره يي صوفيانه تعلقات لرل. نو وايي:
زه که نن ورځې بادشاه يم          مغرور کله  پخپل  جاه يم
دغه  ستا نظر په ما دى             که نه خاوري ستا د راه يم
بيا هم ستا په مهر شين شوم       مهر که  نه  وي وچ ګياه  يم
ته کريم يي زړه مي ريږدې       چه  بنده  د بي نياز شاه يم  
چه وګورم ستا لويي ته              په زارۍ  دې صبحګاه يم
ياره لاس احمد ته ورکړه           ډوب د خپل عمل په چاه يم   
د ژوند په هکله يي داسي عارفانه فکر کاوه. او د هر ي لحظي په تيريدو يي افسوس کړى دى. لکه چي وايي:
شيرين عمر چي تيريږي دريغه دريغه                د اوبو په څير بهيږي دريغه دريغه
ولي زړه پري خبر نه  دى له رفتنه                  چي داهسي زر تيريږي دريغه دريغه
ولې هسي شوي بي غمه زما  دله                    عمر باد غوندي چليږي دريغه دريغه
که هر څو په ډير ناز جوړي کړي ماڼۍ             په ا رمان ځيني پاتيږي دريغه دريغه
دريغه  دريغه  اخر  دريغه  زما  دله                چي مين جمله تيريږي دريغه دريغه
دا    ياران  لکه  ګلونه د  بهار  دي                 د خزان په تاو رژيږي دريغه دريغه
د هجران مثال دوزخ  بيلتون ډبري                  د عاشق په سر لګيږي دريغه دريغه
که پيدا نه  واي ديدن بيلتون به  مړوو              له  ديدنه  خون بهيږي  دريغه دريغه
اشنايي په مثال ګل حاصل يي خار دى             خارشي سخت هله سوخيږي دريغه دريغه
احمد شاه  به څه غم که  وخت د هوش دى         د وصال نوبت غږيږي د ريغه  دريغه
احمد شاه بابا په سياست کي هم د اسلامي ورور ګلوۍ پيروي کوله . ده په ډهلي، بخارا ، خراسان او بلوچستان  کي يي د خپلو سيالانو پادشاهانو سره په صلحه، دوستۍ او اسلامي ورورګلوۍ کړه وړه سرته رسول.
احمد شاه بابا دومره مهربان او زړه سوانده پادشاه وو، چي حتي  هغه واليان چي دده څخه يي تمرد او سر کشي کوله هيڅ وخت  يي هغوي ته سزا نه ورکوله ، بلکي د عفوي څخه يي کار اخيسته.
دى د پښتنو د يووالې پسي سرګردان ګرځيده پخپل دغه شعر کي وايي،
قافله د عشق راغلې د کوم خوا ده                    په زړګي باندي مي شپه کا  څه غوغا ده
ټوله يو دي که غلجي که اودالي دي                  ښه هغه چي يي د  زړه  سينه صفا ده
چي عمل يي د نيکۍ وي ميړه هغه                   که  ا غوستي  يي  ګډله  د  خا متا ده
پښتانه دې ټوله لاس سره يو کاندي                   چي مو غزا  هر لوري شا و خوا  ده
بي زحمته راحت چيري مونده نشي                   د احمد  ځکه  پر هر لوري  غزا  ده
احمد شاه بابا د ټولو جهانګيريو سره سره د مسلمانانو د وينو تويولو څخه ځان ژغوره. د سلطنت په کارونو کي يي د عدالت او پوره انصاف څخه کار اخيسته، او په همدي لحاظ يي د خلکو په زړونو کي خاص ځاي درلود او عام و خاص ورته د بابا لقب ور کړي وو. او د ميرويس نيکه  او رحمان بابا په څير د ملت د بابا په نامه ياديده. دى هيڅ وخت غارتګر او خرابکار پادشاه نه وو، دى يو مظلوم دوست  او منور  شخصيت وو.
په همدى لحاظ  ده ته د نيوه کې  ګوته  نيول کيده په دى لحاظ چي ده ١٦ ځلي د ډهلي تخت ونيوه او هر وار به  يي هلته هندو  سردار والي وټاکه  ، او هغه به سرکشي وکړه ، بابا به بيا ورغى او هغه والي به يي وبخښه. دى هند ته  د چورو چپاول د پاره نه تله، بلکه د مسلمانانو سره د مرستي او نجات لپاره تله. بله داچي ده نه غوښتل چي د خپل قدرت مرکز افغانستان بل چاته پريږدي، ده ته خپل وطن تر ټول جهان عزيز او ګران  وو. په همدې لحاظ ، تر نن ورځي پوري د ټولو افغانانو په زړه کي خاص  ځاي لري. او هر هغه زمامدار چي د خلکو زړه په لاس کي لري هغه ته به د بابا په ستر ګه کتل کيږي.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery