مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-04-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دقيامت دورځي پنځه پوښتني

مولوي عصمت الله عزام


بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم
امابعد:
عن ابن مسعودرضي الله عنه عن النبي صلي الله عليه وسلم قال :لاتزول قدم ابن ادم يوم القيامة حتي يسأل عن خمس عن عمره فيماافناه وعن شبابه فيماابلاه وعن ماله من اين اکتسبه وفيماانفقه وماذاعمل فيماعلم (رواه الترمذي)
له حضرت عبدالله بن مسعودرضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل ؛
 دقيامت په ورځ به انسان يوقدم له زمکي نشي پورته کولی ترڅوچي پنځه پوښتني ترې ونه شي
  ۱:دعمرپه هکله چي په څه کي يې تېرکړی دی
۲: دځوانۍ په هکله چي په څه کي يې تېره کړه
 ۳:دمال په هکله چي په څه ډول يې گټلی وو
(۴) خپل گټلی مال يې په کوموکارونوکي مصرف کړی وو
(۵) څومره علم چي يې حاصل کړي وو

په هغه يې څومره عمل کړی وو؛
تشريح :ددې حديث مبارک مطلب دادی چي انسان بايددافکرله ځانه سره ولري چي داتېر شوی وخت ماپه څه کي تېرکړو،په دې عمرکي مي څومره دالله پاک ددين تابعداري کړې ده اوڅومره عمرمي په نافرماني کي تېرکړی دی  ځکه ددې وخت په هکله به راڅخه پوښتنه کيږي.
 
همداراز کوم مال چي ګټم نوداپه کومه طريقه ګټم،آياداطريقه رواده؟ که ناروا؟په دوکواوپه دورواغوخوبه نه وي؟بياچي داګټلي مال مصرفوم نوپه دې کي هم انسان خپلواک نه دی،انسان نه شي کولای چي په خپله خوښه خپل مال په هغه څه کي ولگوي کوم چي دده زړه غواړي،
که چاخپل مال په عبثوکارونوکي يادګناه په کارکي مصرف کړونودغه کس ته به ددې بې ځايه لگښت سزا ورکول کيږي.
همداراز به دعلم په هکله هم پوښتنه کيږي چي څومره دي حاصل کړی وو،اوڅومره دي په خپل علم عمل کړی وو،
په يوه روايت کي راغلي دي چي ابوالدردآءرضي الله عنه يوه ورځ له عميررضي الله عنه څخه وپوښتل چي اې عميره!په هغه وخت کي به ستاڅه حال وي په کومه ورځ الله پاک له تاڅخه ددې سوال ځواب وغواړي چي ته په دُنياکي عالم وي که جاهل ؟که ته ووايې :زه جاهل وم ،اودرته وويل شي چي دعلم له زده کړي چابندکړی وې ؟(نوڅه ځواب به ورکوې ) اوکه ته ووايې: عالم وم.
اوبيادرته وويل شي چي په خپل علم دي څومره عمل کړی وونوستابه څه ځواب وي؟!!
 يعني بايدانسان په دې دُنياکي چي کوم کارکوي نودافکردي له ځان سره کوي چي سباددې ځواب ورکولی شم کنه؟
که دافکردانسان سره پيداشونوبيابه انشاءالله تعالی دگناهونوپرېښودل ورته اسان شي
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery