مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-04-26   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

اصحاب کرام وپېژنۍ(۱)برخه:

علامه معین الدین ابوالفضل

اصحاب کرام وپېژنۍ(۱)برخه:
سترعلمي اوروحاني شخصيت علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته.

بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
ګرانواومحترمومسلمانانووروڼو!
دبېنواپاڼي محترم مشرجناب خالدهادي حيدري بارک الله فيه وفي حياته په ډېرتکرارسره وماته وويل چی که داسلام دپيغمبر(صلي الله تعالي عليه وسلم )   دمبارکواصحابوشخصاشخصادحيات اوزندګئ حالات اوددوۍ داسلامي اوفرخنده اخلاقواودارنګه ددوۍ دهريوه دتهذيب الاخلاق،تدبيرالمنزل اوسياست مدني په باب مستنداوپوره اوکامل بيانونه دبېنواپه پاڼه کښي زموږوديني وروڼوته وړاندي کړه سي نودابه دټولومسلمانانو خوندواووروڼودپاره هم په ديني لحاظ اوهم په دنيوي اواخروي لحاظ ډېرګټوروي.
ښاغلئ خالدهادي صاحب الله پاک ديوه ډېردقيق اوارزښتناک فکراوسوچ خاوندشخصيت ګرځولئ دئ.
داسلام دمقدس دين اودمسلمانانوپه باره کښي وداسي اهمواوضروري اړخوته همېشه متوجه وي چي نسبت واسلا م اومسلمانانوته دده له کاملي خيرخواهی اوديانت څخه اودارنګه دده له ديني فطانت اوذهانت څخه ډېره ښه نمايندګي کوي.
ماپه مختلفووارونوموړئ تجربه کړئ دئ چي وهغسي غامضو،دقيقواوګټورواموروته يې ذهن ولاړسي چي ديوه ډېرباخُبْرته عالِم لاهم وهغه ته فکرنه وي.
نوماسره له دې چي ډېرمصروفيتونه لرم،دقرآن کريم تفسيردبخاري شريف شرحه،دسوالواوجوابوسلسله،زمادکاروپنځوستمه برخه تشکيلوي اخيراخيردمحترم ورورخالدهادي صاحب وذکرسوې غوښتني ته هم لبيک ووايواوودې ته متوجه سوم چي داصحاب کرامودمبارکوشخصيتونوپه اړه بې مثاله اوبې سابقې اولاحقې معلوماتونه واسلامي وروڼوته دالله جل جلاله په توفيق اومددسره پيل کړم.
الله پاک دي زموږدغه کارپه کاميابي سره روان اوجاري ولري اوخدائ پاک دي دغه سترخدمت دخپلي کاملي رضاسبب راته وګرځوي.
له دې سره سره موږپريوبل ډېرنايابه اوعظيم کارباندي هم اقدام وکړچي هغه دمولاناجلال الدين رومي(رحمه الله تعالي) دمثنوي شريف شرحه ده د«فضل الغني»په نامه سره .
څرنګه چي دډېروعلماووپه قول په ټولوصحابه ووکښي هغه څوک چي دصحابيت په شرافت اوعظمت سره ترټولوصحابه ووکه نارينه دي اوکه ښځي اول اوړومبي مشرف سوئ اومعظم سوئ دئ هغه داسلام دپيغمبرصلي الله تعالي عليه وسلم اوله مبارکه بي بي حضرت خديجة الکبري رضي الله تعالي عنهاده چي ترټولوانسانانواوپيرانانوړومبئ په اسلام سره مشرفه سوېده اوترټولوړومبي يې دالله پاک درسول اودالله پاک ددين اودمسلمانانودکومک،اعانت اومرستي په دائره کښي قرارنيولئ دئ نوپه دې وجه بايدووايم چي داسلام ترپيغمبرصلي الله عليه وسلم رالاندي داسلام اول تابعدار،اول معاون اودمسلمانانواول ديني رهبرښځه ده،چي په ضمن کښي دخديجة الکبري رضي الله تعالی عنهايې قرارنيولئ دئ.
حضرت خديجه (رضي الله تعالي عنها)دتمام رويي زمين دښځودپاره په دنيااوآخرت کــــښي دلوړعظمت اوافتخاري صفاتومظهره وه.
ښځي بايددحضرت بي بي خديجې رضي الله تعالي عنهاله حالاتوڅخه اوددې له پوهي،ذکاوت،عقلمندي اوهوښياري څخه اوددې له تدين اودين پالني اوخدائ پرستي څخه اودارنګه ددې دعفت اوداسي نوروفرخنده اخلاقوڅخه هدايت حاصل کړي اواقتداء پسي وکړي نوپه همدې سبب به زموږدغه لړۍدحضرت خدېجې (رضي الله تعالي عنها)له صوانعوڅخه پيل کيږي.
داددې لړۍاوله مقدماتي برخه وه چي وتاسي محترموته مي دبشارت اوخوش خبري په خاطرتحريرکړه.
والسلام ومن الله التوفيق.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery