مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-04-27   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

اصحاب کرام وپېژنۍ(۲)برخه،خديجة الکبری رضـ...:

علامه معین الدین ابوالفضل

اصحاب کرام وپېژنۍ(۲)برخه:

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته.

بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

محترمووروڼو!
په دې برخه کښي دام المؤمنين حضرت خديجة الکبري رضي الله تعالي عنهادصوانعواوحالاتوپه بيانولوپيل درته کوم.
په دې باره کښي څه ناڅه اختلاف سته چي ترټولوصحابه وو ړومبئ صحابي څوک دئ؟
اوترټولوړومبئ ايمان چاراوړئ دئ؟
ځيني وايي چي ترټولوړومبئ ايمان حضرت خديجة الکبري(رضي الله تعالي عنها)راوړئ دئ.
اوځيني وايي چي ترټولوړومبئ ايمان حضرت ابوبکرالصديق رضي الله تعالي عنه راوړئ دئ.
خوزمادتحقيقاتوله مخي ډېربهتراوډېرصحيح قول دادئ چي ترټولواول ايمان حضرت خديجة الکبری رضي الله تعالی عنهاراوړئ دئ.
داسعادت الله(جل جلاله)تنهاوحضرت بي بي خديجې رضي الله تعالي عنهاته وربخښلئ دئ.
دالله پاک دپيغمبراودالله پاک ددين اودقرآن کريم په امداداوکومک کښي،اوداسلام دپرمختګ په لاره کښي اول قدم په امت کښي ښځي ايښئ دئ کوم چي خديجة الکبری رضي الله تعالي عنهاده اودادښځودپاره يو سترمذهبي ديني علمي اوسياسي  افتخاردئ چي ترنارينه وو ړومبئ په امت کښي ددوئ نصيب سوئ دئ.                                                                                         

ملاعلي القاري رحمه الله تعالي په «مرقاةج۱ص۱۸۴»داسي فرمايلي دي:         

                                                                     
«وهي اول من آمن من کافة الناس من ذکرهم وانثاهم،وجميع اولاده منهاغيرابراهيم فانه مارية ومات في المکة قبل الهجرة بخمس سنين،وقيل باربع سنين،وقيل بثلاث،وکان قدمضی من النبوة عشرسنين،وکان لهامن العمرخمس وستون سنة،وکانت مدة مقامهامع رسول الله (صلي الله تعالي عليه وسلم)خمس وعشرين سنة ،و دفنت في الحجون».


يعني حضرت خديجې رضي الله تعالي عنهاترټولوخلګوکه نران دي اوکه ښځي اول،ړومبي ايمان راوړئ دئ. دايوسترخصوصيت دئ ددې مبارکي.
اودوهم سترخصوصيت يې دادئ چي دجناب رسول کريم صلی الله تعالي عليه وسلم ټول اولادله دې مبارکي څخه دئ ماسواله ابراهيم څخه چي دماريه رضي الله تعالي عنهازوئ دئ.
ترهجرت پنځه کاله،دځينو په قول دري  کاله،دځينوپه قول  څلور کاله له مخه دې مبارکي له دنياڅخه رحلت کړئ دئ.
ددې دوفات پرمهال دنبي عليه السلام دنبوت لس کاله تېرسوي وواوعمريې پنځه شپېته۶۵کاله وو.
اوله نبي عليه الصلاة والسلام سره پنځه ويښت ۲۵کاله دې مبارکي ژوندتېرکړئ دئ.
اوپه حجون کښي وخاوروته سپارله سوېده.
اوملاعلي القاري داهم ذکرکړيدي اودامتفق علیه خبره هم ده چي داسلام پيغمبرصلي الله تعالي عليه وسلم نه ددې مبارکي له مخه له کومي ښځي سره نکاح کړېده اونه يې ددې مبارکي په ژوندکښي له بلي ښځي سره نکاح کړېده.

دحضرت خديجة الکبري رضي الله تعالي عنها دپلارله خوادنسب سلسله:

سيدتناخديجه بنت خويلدبن اسدبن عبدالعزي بن قصي بن کلاب بن مره بن کعب بن لوئي بن غالب بن فهربن مالک بن النضربن کنانه. سيرت ابن هشام ج۱/ص۲۰۱.

حضرت بي بي خديجة الکبري رضي الله تعالي عنهاله جناب رسول کريم صلي الله تعالي عليه وسلم سره دنسب په اعتبارپه څلورم پلار«قصي»کښي يوځائ کيږي.
ترنورو ټولو ازواجومطهراتوپه نسب کښي وجناب رسول کريم صلي الله تعالي عليه وسلم ته خديجة الکبري رضي الله تعالي عنهاورنيږدې ده.
د«قصي»په اولاده کښي صرف له يوې بلي ښځي سره نبي کريم صلي الله تعالي عليه وسلم نکاح کړېده چي هغه حضرت ام حبيبه رضي الله تعالي عنهاوه.

اودمورله خواددې مبارکي دنسب سلسله په دې ډول ده:

سيدتناخديجةبنت فاطمة بنت زاهدبن الاصم ابن رواحة حجربن عبدبن معيص بن عامربن لوئي بن غالب بن فهر.
 سيرت ابن هشام/ج۱/ص۱۹۸.
والسلام ومن الله التوفيق.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery