دخپریدو نیټه : 2012-05-09 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
حامد کرزي د فرانسې نوي ولسمشر ته مبارکي وویله
راحيله جواد
ولسمشر حامد کرزي د فرانسې نوي ولسمشر فرانسوا اولاند ته د دغه هېواد د نوي ولسمشر د ټاکل کېدو له امله مبارکي وویله.
د ولسمشرۍ دفتر په یوه خبرپاڼه کې، چې بينوا ته رارسېدلې، راغلي چې حامد کرزي د یوه لیک په لېږلو سره د فرانسې د نوي ولسمشر په توګه د فرانسوا اولاند د ټاکل کېدو له امله د خپل ځان او د افغانستان د خلکو له خوا هغه او د فرانسې ولس ته مبارکي وویله.
د فرانسې د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره د دویم پړاو د ټاکنو پایلو دا ښکاره کړه، چې د فرانسې د سوسیالست ګوند نوماند فرانسوا اولاند د ۵۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د فرانسې د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
خبرپاڼه وړاندې لیکي، چې ولسمشر کرزي په دغه لیک کې څرګنده کړه، چې افغانستان او فرانسې څو میاشتې وړاندې د همکاریو یو مهم تړون لاسلیک کړ. موږ د دې تر څنګ چې د دغه تړون منځپانګې ته په بشپړه توګه ژمن یو، غواړو چې زموږ تر منځ تاریخي دوستانه اړیکې لا نورې هم پراخې او ژورې شي او د ګډو هڅو په پایله کې به دغې موخې ته ورسېږو.
هېره دې نه وي، چې په فرانسه کې د سوسیالست ګوند مشر فرانسوا اولاند، د ولسمشرۍ په ټاکنو کې خپل سیال نیکولاس سارکوزي ته ماتې ورکړه او د دغه هېواد د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د یادونې وړ ده، چې فرانسه په افغانستان کې ۳۶۰۰ سرتېري لري او د دغه هېواد نوي ټاکل شوي ولسمشر د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال ویلي وو، که په ټاکنو کې بریالی شو؛ نو له افغانستانه به خپل سرتېري له ټاکلې مودې دوه کاله وړاندې، په ۲۰۱۲ کال کې وباسي.