دخپریدو نیټه : 2012-05-09 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
د نيمه لوړو زده كړو انستيتيوت فعال شو
وږمه سباوون
تېره ورځ د پوهنې وزارت له خوا په پکتیا کې د نیمه لوړو زده کړو یوه موسسه فعاله شوه، چې په لومړي سر کې به دوه سوه تنه جذب کړي.
د نیمه لوړو زده کړو دغه موسسه د پکتیا په مرکز ګردېز کې پرانېستل شوه، چې د بانکدارۍ، محاسبې، ادارې او اقتصاد څانګې پکې فعالې شوې دي.
د دغه ولايت د پوهنې ریيس انجينر محراب الدين شفق خبريالانو ته وويل، چې دغه موسسه د لومړي ځل لپاره په دغه ولایت کې پرانېستل شوه، چې د کانکور په ازموینه کې د بې پايلې زده کوونکو له ډلې به دوه سوه يې ونیول شي.
نوموړي زیاته کړه، چې دا مهال يې په دغه ښوونيز مرکز کې درسي چارې پيل کړې او په وينا يې وروسته به نورې اسانتياوې هم ورته برابرې شي.
د شفق په خبره، دا مهال په دغه انسټیټيوټ کې څلور څانګې بانکداري، محاسبه، اداره او ترڅنګ يې اقتصاد فعالې شوې دي.
د پکتيا ولايت هغه زده کوونکي، چې د کانکور په ازموينه کې يې پايلې مثبتې نه وې، د دې موسسې په فعالېدلو خوښي څرګندوي او ترڅنګ يې غوښتنه کوي، چې د اسانتياوو برابرولو په برخه کې یې دې هم هڅې وشي.
د يادونې وړ ده، چې دا مهال په دغه ولايت کې د لوړو زده کړو په برخه کې يو پوهنتون فعال دی او په مرکز ګردېز کې یو د ښوونکو روزنځی (دارالمعلمین) فعال دی، چې په پېنځو ولسوالیو کې یې هم څانګې فعالې دي، چې د ښوونکو د وړتياوو په لوړو کې يې د پام وړ بدلون راوستی دی.