دخپریدو نیټه : 2012-05-10 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
ميدان وردګ: وسلې او مهمات نيول شوي دي
وږمه سباوون
د وردګو ولایت دملي امنیت مسولینو په دې ولایت کې د(۱۵) ورځو په جریان کې په دریو بېلابېلو عملیاتو کې د دولت د وسلوالو مخالفینو څخه یو شمېر مهمات او وسلې ترلاسه کړې دي.
چارواكي وايې چې ، نوموړي عمليات دجلریز، میدانښار او نرخ ولسوالیو کې دملي امنیت موظفینو لخوا ترسره شوې پکې د مزایل (۲) فیره مرمۍ، د غرني هوان مرمۍ(۵) فیره، دشارتوونکو هوان (۵) فیره مرمۍ، دمزایلو سرګلولې(۷) فیره، دوسایط ضدماینونه(۳) بستې دوسایلو سره، دپرسونل ضدماینونه(۲) حلقې، یوه پایه مخابره، دماین شارټولو یو دستګاه،د پنځه اویا ملي متري توپ مرمۍ، چاودیدونکي مواد یو بسته، دتوپ سرګلولې(۳) فیره، ځا نمرګي واسکټونه(۲) دانې، زرهي واسکټونه(۶) دانې او یو میل دیکتاروف کلاشینکوف پکې شامل دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .