مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
benawa
دخپریدو نیټه : 2012-05-10   مخپرونکئ : 119 - دبېنواخبریال - وردګ

ميدان وردګ: د(۵۰۰) ښوونکو څخه ازموېنه واخيستل شوه

اتل میدانوال

 

 

دلایت مرستیال په خپلو خبرو کې  دازادو سیالو له لارې د ښوونګو ګومارل  دښوونکو لپاره یو ښه فرصت وګاڼه چې له امله به یې دښوونکو په  میاشتني معاشونو کې هم لوړوالی رامنځته شي، همدارنګه خاشعي وویل چې دنوموړې ازموینې یو ګټه داهم ده چې ددې لارې به  مسلکي ښوونکي هم  ښوونځيو ته  لاره پيداکړي .

د پوهنې رئیس  طارق په ویناء چې  د ولایت دټولو ولسوالیو څخه  دغه (۵۰۰) ښوونکي په دغه ازموینه کې ګډون کې وي چې ددې دمخه هم  ددې پروسې له لارې نژدې (  ۲۰۰۰)ښوونکي  ښوونځیو ته ور پیژندل شوې دي.

د اداري اصلاحاتو ولایتي دفتر مسول  غزت الله په ویناء په ننۍ ازموینه کې ټول (۵۰۰) تنو ګډون کړې وو چې ددې جملې څخه (۵۰) تنه ښځې وی او هم په دغه پروسه کې دلیسانس، د۱۴ ټولګیو  او د ۱۲ ټولګیو فارغینو برخه در لوده چې  دازموینې وروسته به  دټاکل شوو نومرو په ترلاسه کولو سره  بریالي کسان ښونځیو ته معرفي کیږي.

دیادونې وړ ده چې په ولایت کې (۴۰۱) دښونېز مکتبونه شتون لري چې نژدې (۶۵۰۰) تنه ښوونګو لخوا نژدې (۱۶۰۰۰۰) زرو  زده کوونکو ته زده کړې ورکول کیږي چې تراوسه یې نژدې (۲۰۰۰) تنه ښوونکي اداري اصلاحاتو دپروسې له لارې ګومارل شوې او د پاتې کسانو ګومارل  ه هم ترسره شي.

ipower web host     aicts     mainport
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2012   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery