مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
benawa
دخپریدو نیټه : 2012-05-10   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

د تليسميا د ناروغۍ نړيواله ورځ ولمانځل شوه

عالمزيب شيرزاد

په جلال اباد کې د تليسميا د ناروغۍ نړيواله ورځ ولمانځل شوه.

 

د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد کې د لمړي ځل لپاره د تليسميا د ناروغۍ نړيواله ورځ د افغان تليسميا کنترول اورګنايزيشن ادارې په ابتکار ولمانځل شوه.

پدې غونډه کې چې د تيرې چهارشنبې په ورځ 2012-05-08 تر سره شوه د ننګرهار ولايت مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال، د افغان سرې مياشتې رئيس، د بهسودو د ولسوالۍ ولسوال، يو زيات شمير هغو کوچنيانو چې د تيليسميا په ناروغۍ اخته دي او د جلال اباد د ښار  زيات شمير اوسيدونکو هم ګډون کړى ؤ .

پر دې مهال  ګډونکوونکو د جلال اباد د ښار د تالاشۍ چوک څخه د يو لاريون په شکل کې د عيدګاه تر مسجد ولاړل او هلته سره  راپنډ شول.

د افغان تليسميا د کنترول ادارې مشر نعمت الله ارمان خلکو ته د تليسميا د ناروغۍ په اړه معلومات ورکړل او هم يې په افغانستان کې د دې ناروغۍ په کنترول او مخنيوي خبرې وکړې.

"ارمان" خلکو ته په خپله وينا کې وويل چې ډير ژر به يي خپله اداره په جلال اباد کې د تليسيما د ناروغۍ د مخنيوي او تداوۍ لپاره يو مرکز هم پرانيزي.

د غونډي يو تن ګډونکونکي حکمت الله "همدرد" وويل چې په جلال اباد کې د تليسميا د ناروغۍ د تداوۍ د مرکز پرانيستل به د دي ناروغۍ د تداوۍ په لړ کې د هيوادوالو د ستونځو د کچې په کموالي کې مرسته  وکړي.

هغه زياته کړه چې اوس مهال په زرګونه تنه هيواد وال پاکستان ،هندوستان او يو شمير نورو هيوادونو ته د تلسيميا او نورو ناروغيو دتداوۍ لپاره ځي.

"همدرد" د دولتي او غير دولتي ارګانونو څخه هيله څرګنده کړه چې د دي ډول مرکزونو په پرانيستلو کې  به پوره همکاري وکړي څو د صحت او  په نورو اړينو برخو کې د افغانانو را ولاړو شويو ستونځو ته د پاى ټکي کيښودل شې.

ipower web host     mainport     aicts
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2012   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery