داچی پاکستان دامنلی او خپلی لوړی ګټی پدی کی وینی چی افغانستان کی يا ددوی واقعی لاس لاندی اوګوډاګی حکومت قدرت ته ورسوی اویا افغانستان دجګړواومخالفتونویوګرم ډګروی ، کمزوری ، روسته پاتی اوبلاخره پاکستان ته نهایی محتاج وی دهمدغه هدف لاسته راوړلولپاره یی تل په افغانستان کی مداخلی کړی او کوی یی دمداخلو اولاسوهنوڅرنګوالی او شکل یی ډیر دقیق ، ژور ، اوماهرانه دی ، ددوی دمداخلو اوارادو په اړه دقیق پوهیدل ساده کارندی همدا راز دپاکستان په هغه خطرناک نیت چی افغانستان ته یی لری قضاوت کول هم اسانه ندی دا ډیره ژوره مطالعه ، سوچ ا وتحقیق ته ضرورت لری . پاکستان هیواد په افغنستان کی خپله لاسونه په ډیره ماهرانه اوغولونکی شکل پر مخ وړی اوتر ډیره بریده په دغه پالسی کی چی دافغانستان په وړاندی یی اختیارکړیده ډیری ګټی کړی اوتریووخته پوری بریالی راوتلی آن تردی چی دغه هیواد داتومی توان څخه برخمن شویدی داچی په ماضی کی دافغانستان په اړوند دپاکستان دلاسوهنی دپالیسی د بریا راز په څه کی وو په لاندی ډول توضیح کیږی
په افغانستان کی دپاکستان د بریا رازپدی کی وو چی تل یی په ډیر ماهرانه انداز دداسی چالونو، تاکتیکونو او فریبونو څخه کاراخستی چی ظاهرا دحقایقوسره سرخوری چی متاسفانه عوام لاڅه ځینی په غټه کچه افغانان پری غولیدلی دی پدی ډول چی ظاهرا اسلامی نظام دنفاذ ، دافغانانودتاریخی خواصو، اجتماعی رویو اوحقایقوڅخه یی طرفداری کړی کومه چی په واقعیت کی دافغانانوارزوده مګربد بختانه دغه ډول طرفداری افغانانوته دنفعی درسولو په نیت نده بکله لدی ډول طرفداری څخه یی افغانستان اوافغانانو ته ژور ضرررسولی او پاکستان دخپل ځان په نفعه ورڅخه استفاده کړی یا په بل عبارت ظاهرا پاکستان په افغانستان کی دهغه څه طرفداری کړی چی داکثریت ا فغانانوهیله ده مګرمتاسفانه چی د پاکستان مکار، دقیق اوغولونکی سیاست په بنسټ زیات افغانان اشتبا شوی و او دپاکستان په پله یی پل ایښی په نتیجه کی یی همدغه افغانان خپلوواقعی هیلوته درسیدوپه لار کی لارورکی پریښودل . اودافغانانوپه لارورکی کی یی دهربل هیوادڅخه په افغانستان کی زیاته ګټه کړی اوزیات نفوذ لری دوی په افغانستان کی دخپلومداخلولپاره یوه خطرناکه اوځانګړی تګلاره لری چی دهمدی تګلاری له مخی په افغانستان کی پرمخ ځی ددغی تګلاری شکل په لاندی ډول بیانیږی .
الف: پاکستان په افغانستان کی خپله تګلاره داسی عیاره کړیده چی باید داسلام دین څخه دپاکستان دهغه تعبیرلمخی چی یواځی اویواځی یی د افغانستان لپاره لری استفاده وشی اود دوی لپاره بهترینه کامیابی همدا ده چی تل یی داسلام دنوم نه استفاده کړی ، په افغانستان کی یی اسلام پالی همایه کړی ، دهغو ی هرراز ملا تړیی کړی ، مصارف یی پری کړی اوهر راز سهولتونه یی ورته برابرکړی ظاهراخودغه پا لیسی داکثریت په فکرښه ځکه ده چی دافغانستان دخلکو دین اسلام دی اوڅوک چی داسلامی نظام په راو ستلوکی ورسره مرسته کوی هغه باید خپل دوست وګڼی مګر په واقعیت کی دپاکستان نیت اسلامی نظام دنفاذ څخه په افغانستان کی مغرضانه ، تاوانی اوخطرناک دی پدی مانا چی پاکستان په افغانستان کی دداسی یو اسلامی نظام راوستلوهڅی کوی چی دوی دغه ډول نظام بیا په خپله ګټه اوخپل تعبیروڅرخوی پدی مانا چی افغانستان کی د اسلامی شریعت په نوم داسی حکومت قدرت ته ورسوی چی په هغی سره دپاکستان علیا ګټی په اقتصادی ، سیاسی اوداسی نوروډګرونوکی تآمین شی د بیلګی په توګه د دوی خیال دی د پاکستان ځینی سیاسی ګټی به په افغانستان کی داسلامی حکومت په اوجودکی په لاندی ډول وی لمړی داچی ددوی په تعبیر په اسلام کی سرحد نشته نو په افغانستان کی داسلامی حکومت په اوجود کی به دډیورڼ لاین مسله دپاکستان په وړاندی نه راولاړیږی دویم : داچی پاکستان اوافغانستان دواړه اسلامی هیوادونه دی نودوی فکرکوی که په افغانستان کی اسلامی ننظام موجود وی نوتل به دهندوستان په مقابل کی ددوی ملګری وی دریم : داچی تریوبریده به یی دغربیانو په مقابل کی دپاکستان دګټودلاسته راوړلولپاره ددوی سره ملګری وی څلورم : داچی که په افغانستان کی شرعی نظام حاکم وی نوهغه ګواښونه چی القاعده اوترورستانوپه عنوان پا کستان ته متوجی دی هغه به افغانستان ته ورمتوجه وی اوپاکستان به پدی اړه خپل لاسونه په افغانستا پاکوی اوپدی ترتیب به دنړیوالوڅخه دالقاعده سره دجګړی په عنوان زیاتی پیسی ترلاسه کوی چی په نژدی ماضی کی یی دغه پالسی اوعمل نړی ته ثابت شو اوداسی نور...
په اقتصادی لحاظ د پاکستان ګټی په افغانستان کی دداسی یواسلامی حکومت په اوجود کی چی پا کستان یی هیله لری اویا یی طرفدار دی په لاندی ډول دی
دوی فکر کوی چی باید په افغانستان کی داسی اسلامی نظام نفاذ ومومی چی هغه ترهغه اندازه سخت دریزه وی چی نړی یی په رسمیت ونه پیژنی او هرکله یی چی نړی په رسمیت ونه پیژنی نولمړی : داچی دغه هیواد به دنړیوالو بندیزونوسره مخ وی هرکله چی له بندیزونوسره مخ وی نوپاکستان به یوکمزوری اواحتیاج افغانستان په ګاونډ کی ولری اوهرکله چی یوکمزوری افغانستان په ګاونډ کی ولری نوتل به پاکستان ته دزیاتواړخونوڅخه مجبور وی ..... ، دویم : داچی که افغانستان کمزوری هیوادوی نوپه اینده کی به ونشی کولای چی دخپلواوبوڅخه داستفادی جوګه شی افغانان به نه ورڅخه بندونه جوړولای شی ، نه نهرونه اوویالی ترڅو دکښتودخړوبولوڅخه تری کارواخستلی شی ،نه به دبریښنا په برخه کی ورڅخه استفاده کولای شی اوداسی نور...... په نتیجه کی به دغه اوبه تل دپاکستان په طرف ور بهیږی او پاکستان به تری پوره ګټه اخلی دریم :داچی یواحتیاج اوکمزوری افغانستان دمعدنیاتو،طبعی زیرمواوزخایروڅخه به په شکل داشکالوپاکستان ګټه پورته کړی څلورم : داچی یوکمزوری افغانستان به تل دپاکستان دمالونولپاره یو بهترین اونژدی بازاروی اوداسی نور....نوپه نتیجه کی ویلای شوچی پاکستان دپورته پشان ګټی لری اوداګټی هغه وخت ترلاسه کولای شی چی یا خوپه افغانستان کی تل جګړی وی ، وران ، په هرډګرکی بیرته پاتی درپه درهیواد وی اویا ددوی دهغه تعبیر په بنسټ چی یواځی دافغانستان لپاره یی لری یوګډاګی اولاسپوسی داسلام په نوم یوحکومت راولی نه دیوی واقعی اسلامی روحیی په بنسټ حکومت چی دژوند ټولواړخونوته شامل وی
واقعیت دادی چی د پاکستان هڅی په افغانستان کی د اسلامی نظام ترشعارلاندی د افغانانولپاره غولونکی اوافغانستان ته د ښه نیت په مانا ندی بلکه پاکستان په افغانستان کی دافغانانولپاره خپلی خطرناکی اومغرضانه سیاسی ، اقتصادی اوداسی نوری ..... موخی لری چی څو یی پورته ذکرشوی داچی څنګه پوهیدای شوچی اسلامی شرعی نظام په راتګ کی افغانستان ته دپاکستان نیت مغرضانه او خطرناک دی په لاندی ډول ځغلنده رڼا پری اچوو.
که دوی واقعا داسلامی نظام یو بهترنظام ګڼی او طرفداریی کوی نواسلامی نظام په خپل هیواد کی ولی نه راولی ؟ اوولی د خپل هیواد په داخل کی داسلامی نظام دراتګ هڅی نه کوی ؟ داسالم عقل نشی منلای چی یوڅوک دی ترخپل ځان وبل ته زیات مخلص وی یانی دوی دی دپاکستان پرتله افغانستان ته داسلامی اوشرعی حکومت په راوستلوکی ډیرمخلص وی اودشرعی نظام لپاره دی هڅی وکړی دا هم عقل نه شی منلای چی څوک ځان ته ګټه نه رسوی اوبل ته یی رسوی هغه یومتل دی وایی ( لمړی ځان دی بیا جهان )همدا رازشرعی اصل دی ( که څوک ځان ونه پیژنی خدای(ج) هم نشی پیژاند لی ) په هر صورت که دپاکستان اسلامی ګندونه او حکومت په افغانستان کی داسلامی شریعت دنفاذ هڅی کوی پوښته داده چی ولی لمړی خپل هیواد کی شرعی نظام نه نافذوی پداسی حال کی چی دعوی هم لری چی پاکستان داسلام په نوم جوړشوی ؟؟ لدی څخه داسی استدلال کیدای شی داچی پاکستانی سیاستمداران دپاکستان لپاره دشریعت نفاذ نه غواړی ویلای شو چی له دغه ډول نظام یی خوښ ندی اوورسره کرکه لری ځکه خویی دخپل دولت لپاره نه غواړی اوهرڅوک چی داسلام څخه کرکه لری هغه داسلام له دایری څخه خارجیږی اوهرڅوک چی د اسلام له دایری نه ووځی نوهیڅ امکان نلری چی له هغه څخه دی دا طمعه وشی چی خپل اویا ګاونډی هیوادکی دی واقعی اسلامی نظام راوستلونیت ولری له بلی خوا داچی دپاکستان دولت افغانستان کی داسلامی نظام څخه طرفداری کوی څرنګه چی پورته ذکرشول ، ښکاره واقعیت چی پاکستان منلی ده اودی ته کارکوی چی د پاکستان لوړی ګټی دافغانستان په بربادی کی نغښتی دی افغانستان اوافغانان په اسلام اواسلامی ګندونو بربادوی نواستدلال کیدای شی چی ووایوداسلام دین اواسلامی ګندونو ته دبربادی ددین اودبربادی دګندونو په سترګه ګوری اودبربادی لپاره ورڅخه استفاده کوی نوبیا داډول کسان دی څنګه واقعی مسلمانا ن وبلل شی ؟؟؟
دهغی سیا سی عقیدی خاوند چی یواځی دسیاسی موخولپاره اسلامی ډلی جوړوی ، عوامو،غریبو، بی چاره وومسلما نانوآن تردی چی دمعصوموماشومانوڅخه دحربی په توګه کاراخلی ، دهغوی له اسلا می پاکواحساساتو، جزباتواوپه مجموع کی د اسلام دنوم څخه استفاده کوی داسلام دوښمن اومنافق بلل کیږی . ...آیا دوی نه پوهیږی چی دهغوغریبو ، بی وزلو، ناپوه اوآن معصوموماشومانو روحونه (ارواحان) به چی خپل ځانونه یی دپاکستان ددونیوی (مادی) ګټو په لارکی په ناپوهی دجهادپه نوم نذرانه کړی دی او دهغوی احساسات اوجزبات غولول شوی په دوی څومره نفرین اولعنت ووایی ؟؟ دابیله خبره ده چی الله(ج) له هغوی سره څنګه چلند کوی ، هغوی شهیدان دی اویا څنګه دافیصله به الله (ج) کوی.
په هرصورت واقعیت دادی چی پاکستان مذهبی ډلی تل دحربی اودجنګ دابزارو په توګه استعمال کړی دبیلګی په ډول په کشمیر کی یی دهند په مقابل کی دجهاد په نامه کارتری اخلی همدارازپه افغانستان کی یی هم دجهادپه نوم دخپلو سیاسی موخولپاره کاروی له بلی خوا یی نړی اوپه ځانګړی توګه غربیانوته داسی وانموده کړی او نظریی ورکړی چی ستاسو مخالفین خواسلام پاله توندروه ګوندونه دی پدی ترتیب یی اسلام سپیڅلی دین غربیانو ته خدای(ج) مکړه یودوحشت ، بربریت اوپه مجموع کی یو بیرته پاتی دین ښودلی او په دغه ډول منافقانه پالیسی خپلولو سره دغربیانو اواسلامی ګوندونوتر مینځ جګړه توده ساتلی بیایی په دغه جګړه کی دغربی نړی طرف ونیولو ، غربیانوسره یی ځان زیات نژدی کړو اودغربیانو اعتماد یی هغوی ته دسلهاومخلصواما دسیاسی چالونوڅخه نا خبره پاکو مسلمانانواومجاهدینوپه ورسپارلودځان په ګټه خپل کړو چی یوه بیلګه کی یی هغه ددری ژبودمتل په اساس چی وایی ( مشت نمونه خروا ر) د مولوی عبد السلام ضعیف هم راځی چی په ډیره بی رحمی سره یی امریکایانوته وسپارلواوداسی نور ...ددی ترڅنګ یی دطالبانودحکومت په مقابل کی امریکایانوته اډی ورکړی اوپه نتیجه کی یی دطالبانوهغه حکومت چی پاکستان ترټولونژدی دوست ګڼلو اوپه رسمیت یی هم پیژندلی وو راوپرزولو ایا په افغانستان کی داسلامی نظام څخه ملا تړکول داډول وی ؟ په هرصورت هرکله چی پاکستان دغربی نړی اعتمادهغوی ته دمخلصومسلمانانو که هغه دطالب په نوم وواویا القاعده په نوم د ورسپارلوپه اساس خپل کړدپا کستان اوغربی نړی تر میځ اعتماد دومره نژدی شوچی دغربی نړی با الخصوص د امریکا څخه یی زیاتی پیسی پدی پروژه کی ترلاسه کړی ، پاکستان مذهبی ګندونه اوپه مجموع کی اسلام دومره بدنام کړ چی د همدغو مذهبی ګندونودرآس په سلهاووغړی دغربی هیوادونوله لوری په تورلست کی په داخلیدومنتج شول پدی ترتیب پاکستان اسلام اومسلمانانوته دګټی ترنوم لاندی شدیدی ضربی او تاوانونه هم په معنوی اوهم په مادی لحاظ ارادتا اواګاها وراړولی دی نه پدی نیت چی دوی اشتبا شویدی اشتبا شوی خوځکه ندی چی دوی پدی لوبه کی یانی دمذهبی ګندونو په جنګولوکی ددوی په فکر ګټه کړی اوترډیره بریده په ماضی کی خپلو اهدافوته ورنژدی شوی نوځکه ویلای شوچی پاکستان دغه نقصان اوتاوان اسلام ته ارادتا وراړولی دی اودوی یی اشتبا نه بولی هرکله چی دوی ارادتا اسلام ته شدیدی اوشریری ضربی او زیات تاوانونه وراړولی دی نوڅنګه دی بیا فکروشی چی پاکستان په افغانستان کی دواقعی اسلامی حکومت دراتګ طرفداری کوی ، دا نشی کیدای چی ( یوبام اودوه هوا) ددی پښتومتل دتطبیق اوددوی دمنافقت یوڅوموارد دپاکستان په هغه پالسی کی چی دافغانستان لپاره یی ترتیب کړیده په لاندی ډول ګورو
۱- یوبام اودوه هوا پدی ماناچی پاکستان په یووخت کی اسلام ته شدیدی اوشریری ضربی وراړولی دطالبانوپه لسهاومشران یی چی دوی پخپله خپل نژدی دوستان ګڼل امریکاته وروسپارل اودطالبانودحکومت په مقابل کی یی امریکایانوته اډی ورکړی اوورسره اوږه په اوږه ودریدلوبالاخره دطالبانوحکومت یی دغربیانوسره په شریکه راوپرزولواوبیاهم په عین وخت کی په افغانستان کی دشرعی نظام دنفاذ هلی ځلی کوی ددی مطلب معنی داده چی لمړی یی طالبان تقویه کړل او قدرت ته یی ورسول یانی ددوی په فکراسلام یی تقویه کړمګر بیا یی بیرته هغه دغربیانوسره په همکاری له منځه یوړل څومره بی وفا ، غولونکی اونادوده یاری یی ورسره وکړه دهغوی افغانی ، اسلامی غیرت ،جزبات ،خلوص اواحساسات یی څومره سخت وغولول ،جرحه داره اوصدمه داره یی کړل عجیبه خولاداده چی اوس یی بیا دراتګ کنجاړی ژدویی مګر دپاکستان پالیسی جوړونکی دی پوه شی چی له یوی سوړی څوک دوه واری نه چیچل کیږی اوس مخلص اوسیاسی بصیرت لرونکی طالبان هم ددوی دبی وفا یاری په اداګانوښه پوه شویدی اوهیڅکله به بیا د دوی په غولونکی یاری ونه غولیږ
۲- (یوبام اودوه هواپدی مانا ) چی دپاکستان روحانیون لکه قاضی حسین احمد، موالانا فضل الرحمان اوداسی نور مونږکی په مستقیم اوغیرمستقیم ډول نظرونه خپروی اووایی چی په اسلام کی ښځه یا دکورده اویا دګوراودتعلیم له رواحق څخه یی محرومی کړی پداسی حال کی چی دقاضی حسین احمد۲۴کلنه لورپه پارلمان کی ناسته ده همداراز څرنګه چه موالانا فضل الرحمان پدی عمرکومه لورنه لری نودده په مستقیمی هڅونی اوهمایه یی دوه ښینی په پارلمان کی دشیخ رشیداحمد سره ناستی دی نودی ته وایی ( یوبام اودوه هواوی)
۳- یوبام اودوه هوا پدی مانا چی دوی خپله دغربیانوسره په ځانګړی توګه دبرطانیی اوامریکاسره له اندازی زیاتی نژدی اړیکی اوبی دریغه محبت ساتی آن تردی چی پاکستان یواځی دخپل اردولپاره دامریکی څخه په کال کی میلونوډالره (اوه سوه میلونه) ډالره اخستل اوپه مونږکی په ډیرمکارانه اوغولونکی ډول مستقیم اویا غیر مستقیم دا نظریی خپروی چی افغانستان کی د خارجیانوپه مقابل کی جهاد روادی او لدوی سره په اړیکو ساتلو کی کافران کیږی .
۴- (یوبام اودوه هوا) پدی معنا هم راځی چی پاکستانیان د پاکستان لپاره اسلامی شریعت نه غواړی مګردافغانستان لپاره یی په یوتحریف شوی شکل د ځان په ګته غواړی اوبیا هم پدی کی اخلاص نه لری کله چی یی منافع دافغانستان په هغه اسلامی نظام سره چی دوی په رسمیت پیژندلی وو په ټکر کی شی نوبیا هغه هم نشی زغملی اوله منځه یی وړی مشران یی غربیانو ته حواله کوی .... .لنډه داچی پاکستانی سیاستمداران په خپل هیوادکی داسلامی نظام دنفاذ طرفداری نه کوی بلکه دتاریخ په اوږدوکی یی اسلام اواسلامی ګندونه په شکل داشکالو بدنام کړی اوهیڅ وخت نه پریږدی چی په پاکستان کی دی واقعی اوعملی اسلامی شریعت نافذ شی داددی لپاره چی پاکستان نه غواړی چی غربیان په ځانګړی توګه برطانیه خفه کړی ځکه چی برطانیی دتا ریخ په اوږدوکی په پاکستان ډیر مصارف کړی ، لدوی سره نه تنها داچی ژوری اړیکی لری ، د مشترکی مفکوری اومشترک پکت غړی دی بلکه په غیرمستقیمه توګه یی دپاکستان هیواد یوه واقعی مستعمره ده ، ترزیاته حده دبرطانوی قوانینو څخه پیروی کوی اوپاکستان ورسره بی کچی پټه اوښکاره مینه اوتاریخی ژوری ریښی لری ځکه چی ددوی په ژبه دپاکستان بانی (موسس) اودمسلم لیګ ګوندداوایلو مشر محمدعلی جناح تقریبا ۳۵ کاله په برطانیه کی تیرکړی وو....
دپاکستان په تاریخ کی ددوی ظاهرا مذهبی مشراودافغانانوترټولوښکاره همکاراو دوست اما په حقیقت کی د افغانستان اساس ته قوی اړم کیښودونکی جنرال ضیاأوالحق پخپله ژبه داسی ویلی دی (د افغانستان په جهاد کی زمونږترټولوعمده اولوړه ګټه داوه چی مونږوکولای شول چی دافغانستان په اینده حکومتونوکی بارز اوټاکونکی ځای او رول ولرو) همداراز ددغه مذهبی جنرال دافغانستان بنیادته یو ټیګ اړم د ۷ تنظیمونوپه شکل ددوی دنیت له حیثه کیښود نه داچی مونږدتنظمونوپه کړنو رڼااچوو.... په هرصورت اوه تنظیمونه یی جوړکړل ترڅوبیا په اسانه وکولای شی چی ددوی داصلی بادارانو(انګلیسانو)هغه متل چی وایی (وویی ویشی اوحکومت پری وکړی ) دافغانستان په خوار، مظلوم ، دریدلی اوکړیدلی ولس عملی اوخپلی موخی ترلاسه کړی چی پدغه پالسی کی ترډیره بریده بریالی هم وو. دجنرال ضیأ نه روسته دهغه دسیاسی فلسفی ځای ناستی نوازشریف په یوخفیه اوخورا موهم مجلس کی پاکستان ته ترټولولویه ګټه داسی بیانوی (تاسووایی چی ما نوازشریف پاکستان ته خدمت ندی کړی زما خدمت دادی چی ما دافغانستان ملی اردوله منځه ویوړه تردی لوی اوموهم خدمت پاکستان ته څه کیدای شی ؟... ) داوو دپاکستان دمذهبی مشرانواولوی مذهبی ګند مسلم لیګ اراده افغانستان ته چی څه نا څه لنډه رڼا پری واچول شوه .
ب : په افغانستان کی دپاکستان دویمه کامیابی پدی کی ده چی پاکستان خپله تګلاره داسی چمتوکړی چی ظاهرا يي په افغانستان کی داکثریت دحقوقوشعارونه ورکړی اوداکثریت څخه یی چی پښتانه دی ملا تړکړی ،افغانانو داجتماعی رویوڅخه یی ملاتړکړی پدی مانا چی پښتنوته یی داسی نظر ورکړی چی تاسو باتوراوغیورقوم یاست ، اکثریت یاست ،تاریخ اوغښتلی عنعتات لری امپراطوری دماغ اواستعدادونه لری .... اولازمه ده چی تاسودپلرونو په قدمونوقدم کیږدی پدی ترتیب یی افغانان په ځانګړی توګه ټول پښتانه که دډیورڼ لاین ها خوادی یا دیخوا دتعلیم ، ساینس اوټکنالوژی ترقی اوتمدن څخه نه تنها داچی لری کړی بلکه ددوی په اکثریت کی یی دښونځی ، پوهنتون ، ساینس اوټکنالوژی مخالف نظر په مستقیم اوغیرمستقیم ډول په ډیر ماهرانه ډول د سوعلماو په واسطه خپورکړی او همدا نظر یی افغانانوپه ځانګړی توګه پښتنوکی ددوی دبهتر غولولو، اودپاکستان دعلیا ګټودلاسته راوړلولپاره تازه ساتلی تر څو پدی ډول له یوی خوادافغانانودمثبتوصفاتو په یادولوسره په افغانانو کی دپاکستان په وړاندی علاقه اوعتماد زیات شی اولا یی وغولوی له بلی خوا اکثریت افغانانوکی په شکل داشکالودجنګ رویه تانده وساتی ، په جګړه یی مشغول وساتی ، دتعلیم ، تحصیل ، تمدن اوترقی څخه غافل کړی اوهغه وخت چی پښتانه که دډیورڼ دکرغیړن لاین هاخواوی یا دیخوا په جګړه مصروف وی نودپاکستان لوړی ګټی تآ مین کیږی باریکی همدا ده چی پاکستان په رښتیا سره په افغانستان کی داکثریت څخه ملاتړ نه کوی نظردی دلیل ته که دپاکستان هدف په واقعی ډول په افغانستان کی داکثریت ملاتړکول وی نوبیاخو افغانستان جوړیږی کوم چی دوی یی جوړول نه غواړی بیاخو داددوی دلوړوګټوخلاف واقع کیږی ؟ څرنګه چی افغانانودتاریخ په اوږدوکی د پښتو اودری ، شعیه او سنی ،اکثریت اواقلیت اوداسی نوروتعصباتوپه بنسټ کومه ستونزه نده لرلی اوتل دغو ډلو ، مذهبونو ، پښتنو، دری ژبو او ټولو پرګنو دورورولی اومینی په فضا کی ژوندکړی نوددی لپاره چی زمونږترمیځ دغه دورورولی اومینی تاریخی حفظ شوی حالت دوام اوجریان پیدانکړی نو مونږ کی غیرت ، اکثریت اوزمونږ دتاریخونواوپخوانیونو کا رنامو انګیزی راپاروی ترڅوپه مونږکی دایمی بحران پیداکړی پدی ترتیب اوبه خړی کړی اوماهیان ونیسی .
وســــــــــــــلام
دګرانوهیوادوالو دسیاسی شعور دغوټی دغوړیدوپه هیله
