مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
benawa
دخپریدو نیټه : 2012-05-13   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

یوه سړي خپله ورېندار او درې ورېرونه ووژل

وږمه سباوون

په کندز ولایت کې یوه ښځه او درې بچي یې، د خپل لېوره له خوا، چې ګلاب الدین نومېږي او په مامور مشهور دی، ووژل شوه.

دغه ښځه د کندز ولایت د چهار درې ولسوالۍ د عیساخېلو کلي اوسېدونکې وه او له څلورو کلونو راهیسې یې مېړه مړ شوی و او کونډه وه.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني وايي، چې وژونکی سړی په کابل کې د یوه شرکت کارکوونکی دی او کله چې له کابله چهار درې ولسوالۍ ته تللی، خپله ورېندار یې له درېیو بچیو سره تېره شپه شاوخوا لس بجې وژلې او خپله تښتېدلی دی.

حسیني وايي، چې د دغه ولایت پولیسو د نوموړي د نیولو هڅې پيل کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د قاتل تصویرونه یې د لویې لارې ټولې پوستو ته استولي او تمه ده، چې ډېر ژر به دغه کس (ګلاب الدین) ونیول شي.

تر اوسه د دغې ښځې د وژل کېدلو د څرنګوالي او انګېزې په اړه معلومات نشته، چې ولې او څرنګه یې وژلې ده.


 

aicts     mainport     ipower web host
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2012   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery