مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
benawa
دخپریدو نیټه : 2012-05-14   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د ( كتاب او كتاب ساتني ) تر سرليك لاندي څيرنغونډه جوړه شوه

راحيله جواد

د كندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځۍ د ( كتاب او كتاب ساتني ) تر سرليك لاندي څيړنغونډه جوړه شوه .

په دې څيړنغونډه كې  چې تېره ورځ مازيګر جوړه شوې وه ، د كندهار پوهنتون د ريس حضرت مير توتاخيل ، د پوهنتون د استادانو او محصلينو تر څنګ د كندهار مشرانو ليكوالانو استاد ډاكټر عبدالرازق پالوال ، استاد حيات الله  رفيقي ، ځوانو ليكوالانو او خبريالانو ګډون كړى وو .

په غونډه كې د ټاكل شوي موضوع سره سم د كتاب پر ازرښت او د كتاب ساتني پر دود ويناوي وشوې .

د كندهار پوهنتون ريس ډاكټر حضرت مير توتاخيل ، لوى ليكوال ډاكټر عبدالرازق پالوال ، استاد حيات الله رفيقي او نورو ځوانو ليكوالانو او ژورنالستانو په خپلو ترتيب شويو مقالو كې په كندهار كې د كتاب لوستني پر اهميت وږغيدل او ويې ويل چې د ازادي مطالعې او د كتاب لوستني دود په كندهار كې تر پخوا ډير پياوړى شوى دى او بايد هڅي وشي چې دا دود نور پراختيا ومومي .

هغوى ځوانان د كتاب لوستو ته راوبلل .

mainport     aicts     ipower web host
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2012   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery