مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-08-16   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

راتلونکئ اختر بايدڅنګه ولمانځو!؟

علامه محمدمعين االدين ابوالفضل صاحب کان الله له ودامت برکاته.

راتلونکئ اختر بايدڅنګه ولمانځو!؟

ليکنه :

علامه ، محقق  مــــحمدمــــــعين الديــــــــــن ابوالفضل،کان الله له ودامت برکاته.

 

بسم  الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم !

زماګرانواوقدرمنومسلمانانووروڼوترهرڅه له مخه وتاسي ته دکوچني اختردنيک مرغي ورځي مبارکي وايم زما خواراده وه چي درمضان دلړۍپه ډول به دعيدالفِطر لړۍ هم پيل اووپاۍ ته ورسوم خودالله جل جلاله تقديرؤچي درمضان دلړۍ له ختمیدوسره سم زه داسي بېماره سوم چي دلمانځه په کولوباندي مي هم قدرت نه درلودۍ انشاءالله داتدارک به  دعيدالاضحی دلړۍ په ضمن کښي درته وکړم خواوس غواړم چی دعيدالفطرپه اړه ځني مهمي خبري درته ذکرکړم،

اوله   خبره داده چي ددې خبري له حقيقت څخه بايدځانونه اګاه کړوچي اختراوداخترخوشحالي دچالپاره ده ددې خبري تفصيل دادۍ چي اختراوداخترخوشحالي دهغومسلمانانودپاره ده چي درمضان مبارکه مياشت يې په طاعت اوعبادت کښي اوپه توبه اواستغفارکښي راتيره کړېوي اودرمضان دمبارکي مياشتي روژې يې په صحي توګه نیولي وي عيدالفطراوپه عيدالفطرکښي خوشحالي دهمدغوخلګودپاره ده اوبالمقابل هغه خلګ چی درمضان په مبارکه مياشت کښي يې هم  له فسق اوفسادڅخه لاس نه وي اخستۍاوپه دغه مبارکه مياشته کښي يې دالله جل جلاله دعبادت هيڅ خيال نه وي ساتلۍاوروژه مبارکه يې ياخوړلۍ وي اويايې په دي ډول نيولي چي صرف له خورک اوچښک څخه يې ځان بندکړيوي  نورنوچي په لاس وررغلي  وی هغه يې کړيوي  ټولي ورځي درمضان ئې په غيبت،بهتان،نميمت اوعبث ګويې اوپه حراموکسبوکښي تيري کړيوي دداسي خلګودپاره دعيدالفِطرورځي دخوشحالۍ ورځي نه بلکي دافسوس اودغم اود دردورځي دي  لکه چي زما يوشعردئ:

  که اختردۍ دنيـکانوبه اخــتروي               وبدانوته اخــــترنــه دۍ سقردئ

 څه دي وکړل په راغلي رمضان کښي               چي تاهم نن هـسک نيولي ببرسردئ

  مطرودين اومقبولين سره يونه دي                له دې رازه ابـوالفضل ښـه خبردئ

دوهمه خبره داده چي دعِيْدُالفطرورځي چي په اسلام کښي دمسلمانانودپاره دبې مثاله خوشحالۍ ورځي مقرري سويدي دادمادياتواوددنيوي چاروپربناباندي نه دي بلکي دديني اواخروي پرمختګ په خاطراودالهي جائزوپه وجه  دعيدالفطر ورځي په اسلام کښي مقرري سوي دي ځکه له يوې خوادرمضان په مبارکه مياشت کښي مسلمانان عبادي اوديني پرمختګ وکړي اوله بلي خوادآخرت دورځي ثوابونه وګټي اوله دې سره سره  ددوۍ دروژواوطاعاتوپه بدل کښي دعيدالفطرپه ورځ کښي له الهي لوری ودوۍ ته جائزې ورکړې  کيږي.

دريمه خبره داده  چي څرنګه چي داختردورځوخوشحالۍدروحاني اوديني ګټو اودالهي جائزوپه خاطردي نوپه دې کښي ومسلمانانوته دادرس اوتعليم ورکړسويدۍچي دمسلمان خوشحالي اوخفګان بايددديني چاروپه خاطِروي نه ددنيوي چاروکه يوديني کارورڅخه فوت سي نومسلمان بايدغمجن اوپريشانه سي اوکه يوديني کارپه صحيح صورت سره انجام کړي نوبايد په خوشحاله سي، همداسبب دۍ چي داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم په يوه صحيح حديث کښي فرمايلي دي چي،هغه وخت چي په نيک کارسره خوشحاله کېږي اوپه بدکاسره خپه کيږې نوته مومن يې ،اولکه چي په يوه مأثوره دعاکښي راغلي دي.

اللهم لاتجعل الدنيا اکبرهمنا.

دنړۍ په مختلفوملتوکښي هم يوقسم دخوشحالۍ اوداخترورځي سته خوهغه دنفسانياتواومادياتوپربنا باندي دي اودبشرپه تشخيص اوتحريف او تقريرسره مقرري سويدي نه په الهي تقريرسره.

څلورمه خبره داده چي درمضان  دمبارکي مياشتي روژې اوعبادتونه په حقيقت کښي دجنت دنعمتوانعکاس کوي اودعيدالفطرخوشحالۍدهغه وخت انعکاس کوي چي دقيامت په ورځ مسلمانان په وهغه وخت کښي وجنت ته داخليږي اودعيدګاولمانځه ته دمسلمانانوراغونډيدل دهغه وخت انعکاس دۍ چي مسلمانان به دقيامت په ورځ کښي په هغه وخت کښي  له قبروڅخه وحشرګاه ته راغونډيږي.

   والسلام ومن الله التوفيق.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery