مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-08-17   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

!؟ درمضان مبارک په څه ډول بايدتوديع وکړو؟

علامه،محقق محمدمعين الدين ابوالفضل صاحب ، کان الله له ودامت برکاته.

!؟ درمضان مبارک په څه ډول بايدتوديع وکړو؟
ليکنه:
علامه،محقق  محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته.

بســـــم  الـــــله الـــــرحمـــــن الــــرحـــــيم

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم

محترمومسلمانانووروڼوهغه هم خت ؤوچي درمضان مبارکه مياشت دادخيراوداحسان مياشت ، ا د ذکر او دقرآن مياشت،دادعبادت اودطاعت اودايمان مياشت،دادرحمت اودعتق من النار اودغفران مياشت په  رارسېدووه اوماوتاسي ته دابيانيه تقديم کړه چي په څه ډول بايدددې مقدسي او عظيمي مياشتي موږ استقبال وکړو،اوس بياهغه وخت راسيدونکۍدۍ چي دامبارکه مياشت اوددې مياشتي روژې اوتراويح او ټول مقدسات له مسلمانانوڅخه رخصت اخلي ،نواوس زه په دې اړه بيان درته کوم چي مسلمانان په څه ډول بايددغه مبارکه مياشت اوددغي مياشتي ټول مقدسات توديع اورخصت کړي.
قدرمنووروڼوهرمسلمان نارينه اوهري مسلمانی ښځي ته هرځوان اوسپين ږیري ته وهري پيغلي اوسپين سري ته پکارده چي ددې مبارکي مياشتي له تيريدوسره سم لاندي وصيتونه  مراعت کړي اوعملي يې کړي.
اول وصيت:
دادۍ چي هرمسلمان ورورپردې باندي بايد سخته غمګيني ښکاره کړي  چي دالله پاک دغه عظيم نعمت،درمضان مبارک مياشت چي دقسم قسم برکاتومياشت ده اودالله پاک دمغفرت اودرحمت اوله دوږخ څخه دازادېدومياشت ده له ده څخه رخصت اخلي اوپاۍ ته رسيږي.
هرمسلمان بايدپه دې سره غمجن سي چي هغه مياشت وختمېدوته نږدې سوه چي نفلي عبادت پکښي له فرضي عبادت سره برابردۍ اوفرضي عبادت يې دنورووختوله اويافرضي عبادتوسره برابردۍ،هرمسلمان پردې باندي بايد افسوس اوپرېشاني څرګنده کړي چي له هغي مياشتي څخه اوس محروم کيږي کومه چي دامن اودعافيت اودرزق دزياتيدواودقسم قسم نعمتواوالهي احساناتومياشت ده درمضان مبار ک په تېرېدوسره هرمسلمان بايددونه خواشني ښکاره کړي لکه څرنګه چي هغه پوخ اوحقيقي عاشق يې ښکاره کوي کوم چي له ده څخه دده حقيقي معشوق رخصت اخلي.
دوهم وصيت:
دادۍچي هرمسلمان درمضان مبارک له تيرېدوسره سم بايدپه جدي توګه ودې ته متوجه سي چي ايازماروژې، طاعات اوعبادات به الله جل جلاله  قبول کړيوي اوکه بې  نه وي قبول کړي،اودخوف اودرجاپه منځ کښي بايدځان واقع کړي:
دريم وصيت:
دادۍ چي درمضان مبارک په دې اخیري شيبواوورځوکښي په ډیره عاجزي اوپه ډيرحرص اوجديت سره دادعاوي اوزارۍ والله جل جلاله ته کوي چي  اي الله زماهغه ټول تقصيرات رامعاف کړې کوم چي مي ددغي مقدسي مياشتي دحقوقوپه اداکولوکښي کړيدي،اي الله ماچي کوم طاعات اوعبادات په دغه مياشت کښي کړيدي هغه ستاپه فضل اوکرم له ماڅخه  په احسن القبول سره قبول کړې،زماتلاوتونه ذکرونه  تسبېحات له ماڅخه قبول کړې زماروژې له ماڅخه قبولي کړي،اي الله ددې مياشتي په برکت چي کوم  بندګان ته مقبول ګرځوې په هغوۍ کښي ماهم داخل کړه اوکوم بندګان چي له دغی مبارکي مياشتي څخه  مردود،محروم اوبې نصیه راوُځی ستا په لطف او په کرم سره له هغوۍڅخه مامه ګرځوه،اي الله لکه څرنګه  چي دادرحمت اودمغفرت اودعتق من النارمياشت ده زماګنهګاردغه درې سره عظيم نعمتونه نصيب  وګرځوه،اي الله که څه هم دغه مقدسه مياشت له موږڅخه رخصت اخلي خوخيرات اوبرکات او فيوضات  ديني اودنيوي اواخروي يې له ما اوله ټولومسلمانانوسره دائم اولازم ولره.
څلورم وصيت:
دادۍچي هرمسلمان بايدهغه عادتونه چي په دغه مبارکه مياشت کښي له ديني کاروسره نيولي ؤولکه تلاوت،ذکر،استغفار،دتهجدلمونځ اودالله پاک له مخلوق سره مواسات اواحسان  درمضان مبارک له تېرېدوڅخه وروسته پرې نږدي.
پنځم وصيت:
دادۍچي وهرچاته معلومه ده چي په هرځاۍ کښي مسلمانان په اخيره درجه کښي دضعف اودکمزورۍ لوېدلي  دي په هيڅ ځاۍ کښي مسلمانان مستقل اوخودمختاره نه دي دکفاروسلطې پرمسلمانانوباندي دوام لري اودکفاروپه وجه په هرځاۍکښي مسلمانان له قسم قسم شکنجواوعذابواوتکليفوسره مخامخ دي څرنګه چي دامبارکه مياشت ددعادقبلېدومیاشت ده نودهرمسلمان نارينه  اودهري مسلماني ښځي دافرېضه ده  چي داسلام اودمسلمانانودترقي اودکاميابۍ لپاره دعاوي وکړي.
والسلام ومن الله التوفيق

،ولله الحمد
.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery