مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-10-24   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دعيدالاضحي په مناسبت: (۱ ) برخه .

علامه ابوالفضل افغاني.....

 


دعيدالاضحي په مناسبت:   (۱ ) برخه  .

 

  ليکوال : علامه محمد معين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته  . 

                                               الله أکبر الله أکبر الله أکبر  کبيرًا وسبحانَ اللهِ والحمدلِلهِ حمدًا طيبًا مبارکًا عظيمًاومنیرا، والصلوة والسلام علی سيدنا محمـــــــدٍ  هادِيًا  و بــــشيرًا و نـــــذِيرًا ، وعلی آلــــه وأصحابه وبارَکَ وسَلّمَ تسليمًا کثيرًا  .
امابعد  :       فاعوذ بالله منَ الشيطانِ الرجيم بسم اللهِ الرحمنِ الرحيم   : {وَقَالَ إِنِّي ذَاهِبٌ إِلَى رَبِّي سَيَهْدِينِي، رَبِّ هَبْ لِي مِنْ الصَّالِحِينَ، فَبَشَّرْنَاهُ بِغُلامٍ حَلِيمٍ، فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ قَالَ يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَى فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانظُرْ مَاذَا تَرَى قَالَ يا أبتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِي إِنْ شَاءَ اللَّهُ مِنْ الصَّابِرِينَ، فَلَمَّا أَسْلَمَا وَتَلَّهُ لِلْجَبِينِ، وَنَادَيْنَاهُ أَنْ يَا إِبْرَاهِيمُ، قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْيَا إِنَّا كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ، إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْبَلاءُ الْمُبِينُ، وَفَدَيْنَاهُ بِذِبْحٍ عَظِيمٍ، وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِي الآخِرِينَ، سَلامٌ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ، إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِينَ، وَبَشَّرْنَاهُ بِإِسْحَاقَ نَبِيّاً مِنْ الصَّالِحِين، وَبَارَكْنَا عَلَيْهِ وَعَلَى إِسْحَاقَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِهِمَا مُحْسِنٌ وَظَالِمٌ لِنَفْسِهِ مُبِينٌ }. و ايضا قال الله تعالی   :   «    فصلِّ لِرَبِّکَ وَانحَر  اِن شانِئَکَ هُوَ الأبتَر   »
ځما ګرانو او محترمو اسلامي وروڼو ! غواړم چي د لوۍ اختر د مبارکو ورځو د رارسيدو په مناسبت و تاسي محترمو ته د « عید الأضحی »  او دارنګه په دغو مبارکو ورځو کښي د اضحيو  او د قربانيو او د لوۍ اختر د لمانځه او دارنګه ددغو مبارکو ورځو د نورو مناسباتو پر حقايقو او اسرارو باندي څه تفصيلات او بيانونه وليکم  .
 او دارنګه د دغو بياناتو په سرليک کښي د مقدمې په ډول دا خبره درته روښانه کړم   چي اختر د چا دپاره دئ  ، د اختر مقدسي او له فيوضاتو څخه ډکي ورځي د چا دپاره دي  ؟
قدرمنو وروڼو  !   د لوۍ اختر مبارکي ورځي ددې دپاره دي چي مسلمانان په دغو مبارکو ورځو کښي لاندي وظيفې انجام کړي  :
( ۱ )  : په دغو مبارکو ورځو کښي مسلمانان باید د حضرت ابراهيم  او حضرت اسماعيل ( عليهماالسلام) او دارنګه دده د مبارکي مور بي بي هـــاجـــرې  (رضي الله عنها ) پر تاريخي حالاتو باندي نظر واچوي  او پندونه ، درسونه او عبرتونه ورڅخه حاصل کړي  ؛ ځکه د دغو درو مبارکو اشخاصو په واقعاتو او حالاتو کښي د نارينه ؤ او د ښځو دپاره او دارنګه  د سپين ږيرو او ځوانانو دپاره  داسي  ستر تدريسات او تعليمات و عالم بشريت ته ورکړه سويدي چي که يو څوک له همدغو تعليماتو څخه ګټه واخلي او په تعمق د نظر ، او د عبرت په تفکر سره معلوماتونه ورڅخه تر لاسه کړي   ، نو په دنيا او آخرت کښي به د فوز او فلاح  خاوند سي ، او محمود او د ستايني وړ  ، طيب او پاکيزه عيش او ژوند بې په دواړو دارينو کښي په نصيب سي  .
( ۲ ) :  په دغو مبارکو ورځو کښي مسلمانان بايد پر خپلو تيرو حالاتو باندي نظر واچوي او د خپلو تقصيراتو تشخيص  او استحضار بايد وکړي ، او په نتيجه کښي ددې بايد و الله (جل جلاله ) ته د نصوح او د اخلاص توبې وکاږي ، او داسي بايد د الله (جل جلاله)  د رضا د حاصلولو دپاره د الله پاک او د هغه د رسول (عليه السلام) د فرمانبردارۍ په لاره کښي   و هر قسم قربانۍ او فداکارۍ ته   تيار سي ، لکه څنګه چي له حضرت ابراهيم او اسماعيل (علیهماالسلام) څخه او دارنګه له حضرت بي بي هاجرې (رض) څخه و الله پاک ته د تسليم او د انقياد درس ودوۍ ته پاته سوئ دئ  .
( ۳ )  : د لوۍ اختر په اوله مقدسه ورځ کښي مسلمانان بايد د لوۍ اختر لمونځ په ډيره عاجزي ، تواضع او تذلل سره او په کامل  خشوع او خضوع سره او په رجآء او خوف او په لوۍ اخلاص سره په عيدګاه کښي تر څو  چي ممکن وي  په ډيره غټه اجـــــتمـــــــاع  سره ادا کړي  .
(  ۴ )  :  مسلمانان نه يواځي دا چي د لوۍ اختر په ړومبۍ ورځ د عيدګاه  لمونځ بايد وکړي ، بلکي له دې سره سره بايد هغه حکمتونه ،  رموزات او اسرار  وفهموي او د هغوۍ په مقتضی  عمل وکړي کوم چي د عيدګاه په لمانځه کښي او دارنګه د عيدګاه په خطبه کښي او داراز و عيدګاه ته د مسلمانانو په راغونډيدلو  کښي ،  او له دې سره سره دعيدګاه و لمانځه ته په تلو او راتلو کښي  ، او د تکبيرو په ويلو کښي  پراته دي   .
( ۵ )  : په دغو مبارکو ورځو کښي غنيان مسلمانان بايد  د قرباني کولو مقدس عمل ترسره کړي  ، او کوم مسلمانان چي فقيران او مسکينان وي هغه بايد په خپلو زړو کښي په ډير لوۍ اخلاص  سره دا خاطرې ا و ارادې راوګرځوي چي که موږ د قرباني کولو وَس او قدرت درلودائ نو اې الله پاکه  !  موږ به هم ستا د رضا دپاره دغه مقدس عمل تر سره کړئ وائ  .
( ۶ ) :  مسلمانان بايد د اضحيې او د قربانۍ له  حکمتو او اسرارو څخه خپل ځانونه باخبره کړي او د هغوۍ د  تقاضاؤ امتثال وکړي   .
( ۷ )  :  غنيان مسلمانان بايد په دغو ورځو کښي پر خپلو همسايه ګانو باندي رحم او شفقت وکړي او د خپلو قربانيو له غوښو څخه پر دوۍباندي  يوه برخه تقسيم کړي ، او له دې سره سره نور زيات تفضل او احسان بايد له همسايه ګانو سره او له خپلوانو او مسکينانو سره وکړي  .
( ۸ )  : فقيران او مسکينان  که د قربانۍ طاقت نلري نو هغوۍ بايد په دغو ورځو کښي پر نورو عباداتو باندي (  لکه تلاوت ، ذکر ، تسبيح ، تهليل ، تحميد او تکبير ، نفلي لمونځونه  )    زور ولګوي  .

بالآخره محترمو وروڼو دغه مقدسي ورځي د سرود،  ډول وهلو ، سګ بازيو ، کوتر بازيو او دارنګه د داسي نورو فاسدو اعمالو د ترسره کولو ورځي نه دي ، او نه د اختر ورځي د داسي خلګو دپاره دي کوم چي دغه  قسم ناروا عملونه تر سره کوي  ؛ ځکه چي داورځي  و انسان ته دادرس ورکوي چي له الله څخه بغاوت مکوه او والله ته تسليم  سه  ، او دغه کارونه د الله پاک له احکامو څخه غټ غټ بغاوتونه  دي .
 او د هغو خلګو پر حال باندي  ډير افسوس دئ او د دوۍ و بې حيايي او بې شرمۍ ته ډير تعجب دئ چي په دغو مقدسو ورځو کښي   هم دغه ډول د تمرد او د طغيان  له کارو څخه لاسونه نه اخلي   .
والسلام ومن الله التوفيق .
په دې اړه نوربيا. . .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery