مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-10-24   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دعيدالاضحي په مناسبت: ( ۵) برخه .

علامه ابوالفضل افغاني..


دعيدالاضحي په مناسبت:  ( ۵) برخه  .


 

ليکوال : علامه محمد معين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته  . 

بسم  الله الرحمن الرحیم
قدرمنووروڼوپه دې برخه کښي دخليل الرحمن حضرت ابراهيم عليه السلام دقصې اوپرده باندي دالهي ازمايښتونودسلسلې يوه بله برخه درته بيانوم،،
حضرت ابراهيم عليه السلام چي کله له اورڅخه په الهي ساتنه سره سالم اوروغ  راووتۍ نوپه همدغه ورځ کښي يې دخپل کافرقوم له بادشا نمرودسره  وليدل اوونمرودمردودته ئې دخپل حق دين دعو ت ورکړ ،نمرودخبیث بياهم له خپل جاه اوجلال څخه مست وو نوپرځاۍ ددې باندي چي دابراهيم عليه السلام دعوت قبول کړي له ابراهيم عليه السلام سره ئې حجت بازي اودخبروجګړه شروع کړه،خوسره له دې    چي په دغه مقابله اومباحثه کښي هم پاته راغلۍ اوحيران اوشرمنده سو    بیاهم وحق ته تسليم نه سو،
الله پاک دسورت بقره په ۲۵۸آيت مبارک کښي دهمدغي مقابلې ذکرپه دې ډول کړيدئ
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِي حَاجَّ إِبْرَاهِيمَ فِي رَبِّهِ أَنْ آتَاهُ اللَّهُ الْمُلْكَ إِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّيَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ قَالَ أَنَا أُحْيِي وَأُمِيتُ قَالَ إِبْرَاهِيمُ فَإِنَّ اللَّهَ يَأْتِي بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَأْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ فَبُهِتَ الَّذِي كَفَرَ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (258)              

  [سدي وابن کثير].
فايده:
 مجاهداونوروعلماووفرمايلي دي چي په دنياکښي څلورداسي بادشاهان تېرسوي دي چي پرټوله زمکه باندي يې حکومت کړيدئ،په دغوڅلوروبادشاهانوکښي دوه مسلمانان وه چي   ذوالقرنين اوحضرت سليمان عليه السلام دی،اودوه کافران وه چي نمروداوبخت نصر دی، نمرود څلورسوه کاله حکومت کړیدئ اودخدائي  دعوه بې هم کوله.
 

د نمروديانواخيري انجام څنګه سو؟


ابن کثيرذکرکړيدي چي د ابراهيم عليه السلام له دعوت څخه ورووسته دري ځله ونمرودت الله پاک فرشته راولېږله اوپه هرواربې ونمرودته نصيحت وکړاودحقي لاري دعوت بې ورکړ اوده به انکاروکړ اخيرئې ودغې فرشتې ته وويل چي تاسی خپل لښکر راټول کړئ زه به خپل لښکرونه راټول کړم اومقابله اوجنګ به سره کوونوبيانمروددلمرخاته په وخت خپل لشکرسره راټول کړنوالله پاک دغوماشويوه ډله ورته راولېږله،اودغوغوماشودنمرودله لشکرسره داسي معامله وکړه چي ددوۍ دبدنوغوښي يې ټولي وخوړلي اوصرف هډوکي پاته سوه اويوه غوماشه دنمرودپه پزه ننوتله چي ددې غوماشي په برکت الله جل جلاله    په دنياکښي وده ته داسي عذاب ورکړچي په کلوکلويې حال په دې ډول ووچي ددغي غوماشي په وجه بې خپل سرپه ډانګوباندي واهه ترڅوچي په دغه تکليف کښي مړسواودالله پاک له ابدي عذاب سره مخامخ سو.
حضرت ابراهيم چي کله له خپل قوم څخه مايوس اونااميده سو نووشام شريف ته په هجرت روان سو.
دابله ابتلاوه دالله جل جلاله پرخليل باندي چي له خپل ټاټوبي څخه اوله خپلوټولورشته داريوڅخه لاس پرسرسواوونابلدو علاقوته بې له کوم  رهنمايه روان سو.
دهمدغوسفروپه دوران کښي دالله جل جلاله خليل له يوه بل ډيرغټ آزمون اوامتحان سره مخامخ سو،هغه داچي يوځاۍ دي اوبي بي ساره رضي الله تعالی عنها سره راروان ؤيوظالم اوناروابادشا له ده څخه دده مبارکه بي بي حضرت ساره رضي الله تعالی عنهاپه زوروګرځوله اوکله چي يې وخپل ځاۍ ته ورسوله نودرې واره يې ودې مبارکي ته د فساداراده وکړه اوپه هروارکښي بې ټول بدن له حرکت څخه ولويدۍ اوفلج به سو بيابه يې وحضرت ساره ته زارۍ وکړې اوهغې به دعاوکړه نودي به بیرته جوړسواخيریې خپله مينځه حضرت هاجره ودې ته وربخښله اوپه ډيراحترام سره يې وحضرت ابراهيم ته راورسوله .
بل غټ امتحان اوآزمون دالله جل جلاله له لوري پرحضرت ابراهيم عليه السلام هغه وخت راغئ چي له بي بي  هاجرې رضي الله تعالی څخه داسماعيل عليه السلام تولدوسو اوبي بي ساره رضي الله تعالی عنهادځنووجوهاتوپه وجه ډېره سخته خپه اوناراضه سوله چي په نتېجه کښي ددې ابراهيم له الهی لوري څخه په دې سره مامورسوچي حضرت اسماعيل اودد مورهاجرعليه السلام يې نږدې وبيت الله ته په کوم ځاۍکښي چی اوس دزمزم اوبه دي له یوي غټي درختي سره پريښودل حال داؤچي په هغه وخت کښي دمکې په شاواخواکشي دانسان بوۍ هم نه وو اويوڅه اوبه اوخورما يې ودوۍ ته کښېښودله اودی ورڅخه روان سواوحضرت هاجرورپسي روانه سوه اوڅوواره يې پسي ږغ کړ چي ای ابراهيمه   په دغه دښته کښي موږوچاته پريږدې ،ابراهيم عليه السلام به هيڅ جواب نه ورکاوه اخیربی بی هاجرورته وویل چي الله په دې سره امرکړي يې ده ورته وويل چي هو  نوبي بي هاجرورته وويل چي الله جل جلاله   داسی امردرته کړيدئ نوبياالله پاک موږنه ضائع کوي ،ابراهيم علیه السلام چي کله ثنيه ته ورسیدۍ اوله دوۍ دواړوتنهاسول نويې لاسونه پورته کړل اوداسیدعا يې وکړه
(ربی انی اسکنت من ذريتي بوادغيرزرع  عندبيتک ا لمحرم ربناليقيموا الصلاة فاجعل افئدة  من الناس تهوی اليهم وارزقهم من الثمرات لعلهم يشکرون)

والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery