مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-10-24   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دعيدالاضحي په مناسبت: ( ۶) برخه .

علامه ابوالفضل افغاني...


دعيدالاضحي په مناسبت:  ( ۶) برخه  .


 

ليکوال : علامه محمد معين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته  . 

بسم  الله الرحمن الرحیم
قدرمنوورڼوپه دې برخه کښي دالله پاک ديوه بل سترآزمون اوامتحان بيان درته کوم چي په ابراهيم اواسماعیل عليهماالسلام اوپه حضرت بي بي هاجر رضي الله عنهائې کړيدئ چي هغه

د حضرت اسماعيل (عليه السلام)دذبح قصه ده :

 د حضرت اسماعيل (عليه السلام)دذبح قصه بنا پر هغه چي په کشاف او روضه اوپه شرح دشرعة الاسلام  وغیرهاکي ذکر سوېده په دې ډول ده چي اسماعيل (ع) چي کله و دې ته ورسيدئ چي د خپل پلار حضرت ابراهيم (عليه السلام ) سره په مشاغلو او حوائجو دده  کي کومک وکړي ، نو ابراهيم (ع) د کعبې شريفي بنا شروع کړه او اسماعيل (ع) کومک ورسره کوئ ، کله چي بنا د کعبې و پائ ته ورسيدله نو د کعبې شريفي حج يې وکړ او کله چي د حج له مناسکو څخه فارغ سول نو ابراهيم (ع) د « ترويې »یعنی دلوی اختردمیاستی په اتمه  شپه خوب وليدئ چي يو چا داسي ورته ويل :« ان اللهَ يامرکَ بذبح ابنکَ هذا » يعني الله تعالی تا امر کوي په ذبح سره د خپل ځوۍ چی دغه اسماعیل دۍ، نو کله چي سهار سو ابراهيم (ع) د خپل خوب په اړه فکرمند سو چي ايا دا حکم د الله تعالی له جانبه څخه دئ او که څنګه؟.
دغه وجه ودې ورځي ته يوم التروية ويله کيږي  .
بيا کله چي ماښام سو بيا يې دتيري شپې په ډول خوب وليدئ نو ابراهيم (ع) په دې پوه سو چي دا حکم د الله له جانبه دئ ، له دغه وجي څخه ودې ورځي ته « يوم عرفة » ويله کيږي ، بيا ابراهيم (ع) په دريمه شپه هم دا خوب وليدئ نو د اسماعيل (ع) .دذبح کولواونحرکولوقصد یې وکړ.... نو ځکه دا ورځ « يوم النحر » بلله سوېده  .
بيا ابراهيم (ع) بي بي هاجرې (رض) ته وويل چي د اسماعيل (ع) سر ورپرېمنځه او ور غوړ يې کړه ځکه چي زه يې وپسو ته بيا يم ، بي بي هاجرې همداسي وکړل.... وروسته ابراهيم عليه السلام واسماعيل ته وويل چي چاړه اوپړۍ درواخله بياودغي درې ته له ماسره درځه چي کورته بوټي راوړو.
يطان وويل چي کچيري دوۍ زه په دغه وخت کي په فتنه مبتلا نه کړم نو بيا به هيڅکله داسي وخت رانه سي  چي په فتنه يې اخته کړم ، نو اول وار شيطان و بي بي هاجرې ته راغلئ او وسوسې يې ورواچولې خواميابه نه سو او بي بي هاجرې دَی وشړئ او وې ويل چي کچيري الله تعالی په دې سره حکم کړئ وي نو د هغه فرمانبرداري کوو موږ  ، بيا شيطان په حضرت ابراهيم او اسماعيل (ع) پسي ورغلئ ددې دپاره چي  دالله پاک دحکم له امتثال څخه يې منع کړې نو په وسوسو کي يې کوښښ شروع کړ چي هر يو جلا جلا له پوره کولو ددې حکمه څخه رامنع کړي خو پر يوه باندي کاميابه نسو ، کله چي دا د خدائ دښمن بيرته نااميده وګرځيدئ او دوۍ دوه سره پاته سوه نو ابراهيم (ع) د خپل ځوۍ لاس ونيوئ او په دې حکم کي يې مشوره ورسره کوله ، که څه هم دا خو د خدائ پاک له طرفه څخه يو ضروري حکم ؤ خو مشوره يې ددې دپاره ورسره کوله چي اسماعيل (ع) له دې امتحانه خبر کړي چي بيا ثابت قدمه او صابر اوسي و د الله تعالی و حکم ته په خپله خوښي غاړه کښيږدي ، او بل له دې وجي چي مشوره کول يو سنت جوړ سي .
کله چي ابراهيم (ع) له خپله ځويه سره مشوره وکړه او ورته وې ويل چي اې ځوۍ کيه ! ما په خوب کي ته وليدلې چي ذبح کوم دي نو ته په دې کښي څه وايې ؟  اسماعيل (ع) ورته وويل چي ايا ځما رب ته ځما په ذبح سره امر کړئ يې ؟ ده ورته وويل هو !  اسماعيل (ع) ورته وويل        :« يا ابت افعل ما تؤمر ستجدني ان شآء الله من الصابرين »          يعني اې پلاره وکه هغه چي ته په امر سوئ يې ژرده چي ته به ماپيدا کړې ان شآءالله له صبر کونکو څخه  .
او يو روايت داسي راغلئ دئ چي کله دوۍ دواړه د ذبح وځائ ته ورسيدل کوم چي په منی کي دیوې غټی  ډبري سره وو  نو ابراهيم (ع) و اسماعيل ته وويل چي ما په خوب کي ته وليدلې چي ذبح کوم دي ، نو اسماعيل (ع) ورته وويل
چي دا جزا د هغه چا ده چي له خپل حبيب څخه بيديږي کچيري ته نه وائ بيده سوئ نو په دې سره به نه وائ امر سوئ ،بياکله چي دوۍ دواړه دوحکم ته تسليم سول اوتسماعيل عليه السلام يې پريوه بغل باندي پرزمکه باندي پری ایستۍنواابراهیم عليه السلام خپل لاسونه لستونړيوڅخه راوایستل.
بيا يې وخپل پلار ته  وويل چي کله ما ذبح کوې نو ځما لاسونه  ځماله غاړي سره راوتړه اوښه مي محکم وتړه   ددې دپاره چي ځما له وجي تاته يو شئ  در ونه رسيږي چي بيا به مي په اجر او ثواب کي نقصان راسي ؛ ځکه چي مرګ ډير سخت دئ ... اوچاړه ډېره تېره کړه  او ځما مخ د مځکي و طرف ته واړوه ځکه چي زه له دې څخه ويريږم چي بې تابه نسم  او تاته به د پلار والي شفقت ستا او د خدائ په منځ کښي حائل جوړ سي ، او دارنګه دا ځما قميص ځما و مور ته وروړه ځکه کيدائ سي چي دا ځما پوښتنه درڅخه وکړي او څونه چي دي وس وي تسلې ورکړه .
ابراهيم (ع) ورته وويل نعم العون وجدتک يابني علی امرالله ،،يعني مددګارمي دځان پيداکړې ته اي زوۍکيه پرنافذولودحکم دخداۍ باندی
بياکله چي حضرت ابراهيم عليه السلام لاسونه وروتړل اوپرزمکه باندي يې وغورځاوو نواسماعيل عليه السلام ته بل فکراوسوچ پيداسوهغه دا چي زه بايدپه خلاصولاسواوپښو وچاړې ته خپله غاړه کښيږدم نويې وخپل پلارته وويل چي اې بابکه زمالاسونه اوپښې بیرته راخلاصي کړه ددې دپاره چي په دې ډول ښکاره نه سم چي ګوياپه جبراوپه زورمي دالله پاک وحکم ته غاړه ايښې ده ته چاړه زماپرغاړه  کېږده زه به خپل غاړه پرچاړه باندي کش کړم ددې دپاره چي ټول ملائکه په دې خبره عالمان سي چي دابراهيم خليل زوۍ دالله جل جلاله   اودالله پاک دامرمطيع اوفرمانبرداره دئ،وروسته له دې چي پلاريې بيرته پښې اولاسونه ورخلاص کړل نواسماعيل عليه السلام خپل لاسونه اوپښې کش کړل اومخ يې دزمکي وخواته کړ،بياابراهيم عليه السلام  په ډيرزوراوقوت سره داسماعيل السلام  پرغاړه باندي چاړه کش کړه، الله جل جلاله چاړه پرپڅه خواباندي واړوله نوداسماعيل عليه السلام داسي فکرسوچي چاړه لکه چي پڅه ده نويې وپلارته وويل چي اې بابکه چاړه پڅه ده ښه يې تېره کړه ابراهيم عليه السلام په يوه لوډبره  کومه چي دالته پرته وه داسي تېره کړه چي داوردلمبې په ډول وګرځېدله،بيایې دوهم ځل داسماعيل عليه السلام پرغاړه ورتېره کړله خوچاړه بیرته پرپڅه خواباندي راواوُښتله اوداسماعيل عليه السلام څخه يې هيڅ شي پرې نکړ حضرت اسماعيل عليه السلام بياوخپل پلارته وويل چی ای بابکه ولی کسلت اوسستی درڅخه کيږي ابراهيم عليه السلام ورته وويل چي چاړه خورک نه کوي،اسماعيل عليه السلام ورته وويل چي    دچاړې څوکه زماپه غاړه کښي په زوره ووهه ابراهيم عليه السلام هم هغسي وکړل خوچاړې بياکارنکاوو.
په ځنوروايتوکښي راغلي دي   چي چړې وويل زه څه چم وکړم،خليل راته وائې چي داسماعيل غاړه پرېکه اوجليل راته وايي چي مې پرېکوه،وروسته  دالله جل جلاله له طرفه پرابراهيم عليه السلام باندي ږغ وسو چي اې ابراهیمه په تحقيق سره تاخپل خوب رښتياکړنوځوۍ دي پرېږده اودغه پُسه چي له غره څخه راکښته کيږي ونيسه اوحلال يې کړه چي داستادځوۍ فديه ده ،،
ابراهيم عليه السلام  چي کله وغره ته وکتل نويوپسه يې وليدئ چي له غره څخه راکښته کيږي نو ورولاړسو اوپُسه ورڅخه وځغستل ترڅوچي په مِنی کښي يې پسه ګيرکړ اوهلته يې ذبحه کړهمداسبب دئ چي حاجيان صاحبان په مِني کښي دقربانيوذبحه کوي،اوهمداسبب دئ چي دهرلوۍ اخترپه ورځوکښي مسلمانان قربانۍ کوي الله جل جلاله په قرآن کريم کښي فرمايلي  دي،
وَنَادَيْنَاهُ أَنْ يَا إِبْرَاهِيمُ (104) قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْيَا إِنَّا كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ (105) إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْبَلَاءُ الْمُبِينُ (106) وَفَدَيْنَاهُ بِذِبْحٍ عَظِيمٍ (107)
فايده:
 داپسه له کومه راغۍ اوددې پسه غوښي څه سوې
محترمووروڼوداهغه پسه ووچي حضرت هابيل عليه السلام قرباني کړيووبيادابراهيم عليه السلام دقرباني تروخته پوري په جنت کښي وو حضرت  جبرئيل عليه السلام له جنته وابراهيم عليه السلام ته راوستۍ، دتېروانبياوو په دوروکښي به قرباني کومه چي به دخداۍپاک په دربارکښي قبوله سوه په غيبی اورسوځله  کيدله اودغوښي خورک ئې چاته روانه وو مګردغه پسه څرنګه چي له جنت څخه راغلۍ وو اوجنتي شي اورنسي سوځلاۍ نوپه دې وجه ددغه پسه غوښي درندګانواومرغانووخوړلې اوښکران يې پرکعبه شريفه راوځړول سول بيادعبدالله اېن زبيرترزمانې پوري دغه ښکران راځړېدل دده په زمانه کښي دځينواسبابوله مخي کعبې شريفي اورواخستۍ اووسوځله .
جلالين،ساوي وغيره
البته دوۍ دواړو ددې وضاحت نه دۍ کړئ چي دغه ښکران نوبيا څه سول.
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery