مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-02-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ډاکټر طارق رشاد

benawa afghanistan
خالدهادي
په کال ١٣٣٥ ل کال د وږي ( جوزا ) په مياشت کي د کندهار په ښار کي زېږيدلی دی
ښاغلی ډاکټر طارق رشاد داکاډيميسن فاضل استاد علامه پوهاند عبدالشکور رشاد زوی دی ، په کال ١٣٣٥ ل کال د وږي ( جوزا ) په مياشت کي د کندهار په ښار کي زېږيدلی دی . تر څلوم ټولګۍ پوري يې په اوسنۍ ظاهرشاهي ( چي مخکني نومونه يې البيروني _ او بيا احمدشاهي وو ) زده کړه وکړه ، وروسته يې دکابل د جمال مېني لومړنۍ ښوونځۍ او بيا غازي ليسه چي څه موده شيرشا سوري ليسه نوميده ، او نادريې ليسه کي چي څه موده د عمر شهيد ليسه نوميده تر دولسم ټولګۍ پوري زده کړو ته ادامه ورکړه ، څو په ١٣٥٤ ل کال له نادريې ليسې فارغ او د کانکور تر ازمويني ورورسته يې د ننګرهار طب پوهنځی پيل کړه ، کله چي د ١٣٥٨ ل کال په لومړيو کي د اته نيمو مياشتو لپاره سياسي بندي شو تر خلاصيدو وروسته يې د کابل د طب انستيتوت کي پاتي روغتيايي زده کړو ته ادامه ورکړه او په کال ١٣٦٠ ل کي بيا د يوې مودې لپاره د چارواکو له خوا د روسانو د تيري سره دمخالفت په وجه سياسي بندي شو ، او تر خلاصون وروسته يې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او په ١٣٦٣ ل کال کي د کابل د طب انستيتوت څخه فارغ شو .
 ښاغلي ډاکټر طارق رشاد په ١٣٧٣ ل کال کله چي د کابل ښار د جمهوريت روغتون دداخله څانګي د ډاکټر په توګه دنده سرته رسول د ستمي ډلي له خوا د دريو مياشتو او شپږو ورځو لپاره د کابل د ولايت د شمالي سرای خواجه په يوه تياره ، نمجنه ، او تنګه سمڅه کي په ګواښ ، تعذيب ، تعجز ، وهلو او ټکولو ، هتکړۍ او بېړيو ، د اتنيکي تعصب او کرکي پر بنسټ دده اتنيکي او توکميزي ډلي (( پښتنو )) او دده ګراني ژبي ( پښتو ) ته په سپکاوي زندان تير کړ . او دهغې ډلي له خوا چي اوس په مرکزي واک کي وسله واله ډله ده . او ددغي کرکي پر بنسټ غواړي د ملي دفاع وزارت او ملي اردو جوړ کړي په توطيه کي ستمي متعصبينو په اصطلاح فرهنګيانو د بېلګي په ډول استاد محب بارش ، چي د شهباز ايرج په مستعار نوم دBBC راډيو د دري څانګي خبريال دی ، او بصير بدروز چي په اصطلاح د تخار د اندراب د پوهنتون د دري ژبي استاد دی لويه ونډه درلوده ، تر خلاصيدو وروسته يې چي کله ددوی په واکمنۍ کي د تعصب او ستم لمن غوړيدلې وه د ځان لپاره چاپيريال تنګ او له ګواښه ډک وليدی ځکه يې نو د پرديسۍ لاره غوره کړه او له هغه وخته راپه دې خوا _ له خپلي کورنۍ ( بچيو او مېرمني سره ) د نيدرلند ( هالنډ ) په هيواد کي اوسيږي .
 که څه هم چي ښاغلی ډاکټر طارق رشاد د روغتيايي چارو ډاکټر دی خو وايي چي ادب او کلتور زما هغه ذوق او ژوند دی چي له کوچنيوالي راسره دی ، اووايي چي زما کورنۍ چاپيريال زما په ذوق او ژوند کښي لويه ونډه لري چي له کوچنيوالي يې دې لاري ته څارلی يم .
 ډاکټر طارق رشاد چي لا ډاکټر نه و او لا د شپږم ټولګۍ زده کوونکی و پوښتنو ته د سمو ځوابونو په ورکولو سره يې عکس په ژوندون مجله کي خپور شو ، چي هغه هم دښاغلي ډاکټر طارق رشاد په ادبي او فرهنګي چارو کي مشوق کيدای شي . ډاکټر طارق رشاد تر ليکنو تر څنګ خوږ شعر هم وايي ، دښاغلي ډاکټر طارق رشاد لومړۍ ليکنه اولومړی شعر په ١٣٥٤ ل کال په ننګرهار مجله کي خپاره شوي دي ، وروسته يې شعرونه او ليکني نه په پرله پسې توګه بلکي کله ناکله خپرېدې او خپريږي ، او نوموړی وايي چي اوس يي دغه لاره ژوند اوعادت ګرځيدلې ده ، او وايي چي هر نيت چي وکړم عادت مي دغي لاري ته راګرځوي . د يادوني وړ ده چي نوموړي په کابل کي په اوونۍ کښي دوه ځله د افغانستان راډيو د هنر او ادبياتو د خپرونو همکاري درلوده . او په ١٣٦٣ ل کال کي د افغانستان د ځوانو ليکوالو اوشاعرانو د ټولني د مرکزي جرګې غړی و .
 د ښاغلي ډاکټر طارق رشاد خپاره شوي اثار :
 ١ _ له بېلابېلوشاعرانو سره په بېلابېلووختونو کي څلور ګډي شعري ټولګي .
 ٢ _ د ٢٠٠٤ ږ کال په لومړيو کي له نورو شاعرانو او ليکوالو سره د شعرونو او لنډو داستانونو د هالنډي ژباړي ګډه ټولګه .
 ٣ _ لومړنۍ روغتيايي مرستي
 ٤ _ په اوسنيو اساسو حالاتوکي د ډله ايزي ، ملي سياسي ، او ټولنيزي کلتوري هڅي اړتيا
 ٥ _ د لوی استاد علامه عبدالحی حبيبي په اړه د ليکنو او شعرونو ټولګه ( افغاني شمله )
 ٦ _ د ( ويښ ځلميانو ) د نهضت د کتاب سريزه
 ٧ _ د څانګي او شملې مجلې چي پخوا په هالنډ کي خپرېدې مسول مدير
 ٨ _ د روغتيا مجله چي پخوا په هالنډ کي خپريده اهتمام
 ٩ _ پر ځينو کتابونو باندي لکه : نېدرلنډي پښتو پښويه ( هالنډي پښتوګرامر ) اوځينو نورو باندي سريزي
 ١٠ _ څو لنډ ژوند ليکونه
 ١١ _ ځيني څېړنيزي او لنډي ليکني
 ناچاپ اثار :
 ١_ د ٧٠٠ شاوخوا د تخيلي ويناوي ( اثر )
 ٢ _ شعري ټولګه
 ٣ _ ژبه ، ادبيات ، او د پښتو ادب لنډ تاريخ ( اثر )
 ٤ _ تياتر _ ډرامې ، پېښې او نندارې ( اثر )
 ٥ _ پښتو ژبه او ولسي ادب ليکنه ( اثر )
 ٦ _ يو شمير نېمګړي څېړنيزي مقالې
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery